تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي یوناما وايي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستا کې ۱۰۰ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما نن په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا مرګ ژوبله له ۲۰۰۹ نه تر نن ورځې پورې اوښتې ده او دوی په د ملکیانو تلفات په مستند او منظم ډول راټول کړي دي.
خبرپاڼه د یوناما د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله لیکي، د ملکیانو تلفات په زیاتېدو دي او باید چې ښکیل لوري د تاوتریخوالي په راکمولو خپلې غوښتنې د سولې د مذاکراتو له لیارې مطرح کړي: (( سوله د افغانستان لپاره خورا مهمه ده ښکیل لوري باید مستقیمو مذاکراتو ته یو له بل سره کېني.))
تدامیچي یاماموتو د سولې د روانو هڅو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه د دغو هڅو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې دا دی چې د سولې په مذاکراتو کې ټول افغانان په خاص ډول ښځې او ځوانان باید چې ونډه ولري.
یوناما په داسې حال کې د لس کلنې مرګ ژوبلې راپور خپور کړی چې د روان کال په میزان کې یې هم ویلي وو چې سږکال له جنورۍ نه تر سپټمبر پورې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ژوبل شوي دي.
دې ټولو ملکیانو کې به ۲ ٪ غیرپښتانه پیدا نه کې، د پښتنو جینوساید چوپه سونامي په سخت مهارت روانه ده. هم د شین سترګو سورکونیو وحشي نیواکګرو په لاس او هم د دوی تشنومي اشغال ضد جنګیدونکو- د تورکونو غلامو د غلامانو- په لاس، وخخخخ د تاریخ سخت ګرداب کې ګیر یوو