تاند- د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري د رایو د تفتیش او ابطال له بایکاټه وروسته ملګروملتو د اشرف غني احمدزي له انتخاباتي ټیمه هم وغوښتل چې د انتخاباتو له کمیسیونه خپل څارونکي وباسي.

د ملګروملتو یوې سرچینې تاند ته وویل چې دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې دوی غواړي د دواړو کاندیدانو په غیاب کې د نړیوالو څارونکو په حضور کې دا پروسه په خپله پر مخ بوځي.

د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم څارونکو نن دا پروسه بایکاټ کړې او څارونکي یې کمیسیون ته نه دي ورغلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د عبدالله د څارونکو د نه ورتګ له کبله نن سهار د رایو د باطلولو پروسه ودروله خو له ډېرو مشورو وروسته ملګروملتو پرېکړه وکړه چې د دواړو کاندیدانو د څارونکو او غړیو په غیاب کې دې د رایو د باطلولو پرېکړه وشي.

د دوی په وینا د کاندیدانو د څارونکو په حضور کې، چې په هره موضوع یې لانجې کولې، دا پروسه سمه پر مخ نه وړل کېده.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم پرون ویلي و چې د رایو د باطلولو له پروسې وځي او د انتخاباتو پایلې نه مني. خو ملګرو ملتو یې په مقابل کې ویلي و چې که کوم کاندید دا پروسه تحریم کړي یا یې نه کړي، دوی به د رایو د باطلولو او تفتیش بهیر ته دوام ورکړي څو د انتخاباتو پایلې ژر تر ژره څرګندې او اعلان شي.

تراوسه پوري د اشرف غني احمدزي ټیم د ملګروملتو د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

0 thoughts on “ملګري ملتونه د دواړو کاندیدانو د څارونکو په غیاب کې د رایو باطلولو ته دوام ورکوي”
  1. زبردست کارو شو اوس ددی خبری امکان شته چی دامسله ژرترژره ختمه او دیرغمالی حالته ووځی

  2. سم کاریی کړی دی . زمونږ ملا معنوی خو نه غوښتل چی دا کار سرته ورسیږی نو دوی مجبوره شول چی د خپل کارنتیجه معلومه او ژریی اعلان کړی.
    اوس یی خوند وکړ. پریږده چی معلومه یی کړی څوک ګټونکی دی او څوک بایلونکی.

  3. Excellent decision. LONG LIVE UNITED NATION FOR THIS CRUCIAL DECISION. WE LIKE IT AND CONGRATULAT TO THE PEOPLE OF AFGHANISTAN FOR THEIR VICTORY

ځواب ورکول DR. GHULAM MOQTADIR YOUSAFZAI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *