تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: ملګري ملتونه وايي، طالبانو له دې سره سره چې د سولې مذاکرات یې روان کړي دي، له القاعده شبکې سره یې لا هم اړیکې نه دي شکولي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې چې نن پنجشنبه نشر شو راغلي، طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې او د هغوی د وسله والو ساتنه کوي، چې په بدل کې یې د القاعده شبکې غړي دوی ته روزنه او امکانات برابروي.

راپور وايي چې په هلمند کې د هند نیمې وچې لپاره د عاصم عمر وژنه دا ښيي چې القاعده له طالبانو او حقاني شبکې سره بیخي نږدې اړیکه کې ده.

راپور وايي، طالبان له ۱۹۹۰ راهیسې له القاعده شبکې سره د اړیکې په تړاو درواغ وايي او لا هم د طالبانو په ډله کې د سلګونه بهرنیانو حضور له ابهامه ډکه او شکمنه موضوع ده.

ملګرو ملتونو همدا راز د طالبانو په لیکو کې د القاعده او بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه اندیښنه ښودلې او وايي، له القاعده څخه د طالبانو ملاتړ به نړۍ ته اوږدمهاله ګواښ وي.

په راپور کې همدا راز راغلي چې داعش ډله که څه هم په افغانستان کې سخته ځپل شوې مګر لا یې هم په دغه هیواد کې حضور پای ته نه دی رسېدلی.

One thought on “ملګري ملتونه: طالبان له ۱۹۹۰ راهیسې القاعده سره د اړیکې په اړه درواغ وايي”
  1. پاکستاني چارواکو په پنجاب ایالت کې د سپاه صحابه ترهګرې ډلې د ۲ غړو د نیولو خبر ورکړی.
    پاکستاني رسنیو له دغو کسانو سره د وسلو د دوو لویو زېرمو د نیولو خبره هم کړې ده.
    معلومه نه ده، چې دوی د کوم لوی برید پلان درلود کنه؟
    پاکستان د يردې ترشا د داسې ډلو په ملاتړ هم تورن دی.

    http://www.taand.com/archives/131677
    ملګري ملتونه: القاعده لا هم طالبانو او حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري

    درنو هیوادوالو ! ټول پوهیږي چې د پاکستان اي اس آي ددې لپاره چې له یوې خوا پاکستان هیواد د یوه حکومت په حیث ټولو نړیوالو قوانینو ته پابند وښيي ، په نړۍ کې خپل حیثیت وساتي او د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ نشي ، او له بلې خوا د سیمې په هیوادونو اونړۍ کې خپل کرغیړن پلانونه په ښه شان عملي کړي ، په بېلابېلو نومونو یې په لسګونو ترهګرې ډلې رامنځ ته کړي دي او د دې ډلو په زرګونو جنګیالي په سیمه کې د خپل جنګي ځواک په ډول کاروي.
    له دې ډلو یې وسلوال طالبان او حقاني شبکه هغه ترهګرې ډلې دي چې د پاکستان آي اس آي یې په افغانستان کې کاروي.
    آي اس آي په دې ډلو بشپړ کنترول لري ، که چیرې د دې ډلو ځینې غړي د پاکستان د آي اس آي سره په کومه موضوع کې اختلاف وښيي او ددوي لخوا ورکړل شوي پلانونه د دوي په زړه عملي نکړي نو خامخا یې په یوه ډول له منځه وړي او له خپلې مخې یې لیري کوي.
    هو ! د بلوچستان په کوټه کې د افغان طالبانو د سترې محکمې رییس ، ملا عبدالحکیم په مدرسه کې چاودنه چې د مرغومي په ۲۰ مه ماښام مهال وشوه پنځلس کسان یې ووژل او تر ۲۱ ډېر کسان یې ټپیان کړل ، دا حقیقت نور هم ښه روښانه کوي چې آي اس آي او حقاني شبکه په افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره هغه افغاني طالبان چې د سولې او اوربند لپاره لیوالتیا ښيي په نښه کوي .
    څو ورځې مخکې وسله والو طالبان په افغانستان کې د اوربند پر موضوع د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړل او هلته یې پر دې موضوع خبرې وکړې . خو دا چې د پآکستان آي اس آي د افغان سولې او اوربند موضوع له نږدې او په ډېر دقت څاري ، نو دوي هغه طالبان چې په افغانستان کې یې اوربند ته لیوالتیا ښودله تر خپل نظر لاندې ونیول او اوس د حقاني شبکې په مرسته چې په چاودنو او ترهګریزو بریدونو کې نوموتي ډله ده ،غواړي د وسلوالو طالبانو هغه غړي چی د آي اس اي له امر څخه سرغړونه کوي له منځه یوسي. چې په کوټه کې د افغاني طالبانو په مدرسنه کې د وړمې شپې چاودنه یې یو ښه مثال دی.
    مونږ باور لرو او هغه ډلې او اشخاص هم کوم چې د پاکستان د اي اس آي په امر خپل هیواد پر کنډوالو بدلوي ، خپل مسلمان هیوادوال وژني ، یوه ورځ به دوي هم د سرغړونې په صورت کې ، د اي اس آي د ځانګړي ترهګریزې ډلې ( حقاني شبکې) تر چړو تیر شي .

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *