د مطالعې د اوونۍ لپاره:
ډېر لوستي خلک هم چي خپله لور ودوي، د واده په سامان کې يې له کتابونو پرته د کور د اړتيا وړ شيانو هيڅ کمى نه وي، خو په يوه نالوستې ټولنه کې به دې ته د چا پام وي، چي خپلې لور ته د واده په سامان کې کتابونه هم ورکړي، ډاکټر عبدالروف رفيقي اکثر په ادبي غونډو او سېمينارونه کې له کتاب سره د مينې دا تنده په خلکو کې هم خپروي او ورته وايي، چي هر څوک خپلې لوڼه ودوي، د کتاب د کلچر د عامېدو په نيت دي د واده په سامان کې لږ تر لږه لس پښتو کتابونه هم ورکوي، ځکه چي وايي ناوې د پلارګنۍ هر څه په ټول عمر خوندي ساتي، ممکن په همدې پلمه يې په خسرګنۍ کې د دغو کتابونو د لوستلو خلک هم پيدا شي، څو مياشتې مخکې يې د خپلې لور په واده کې هم د همدې بېساري کار پيل وکړ او د واده په سامان کې يې کتابونه هم ورسره ورکړل.
زموږ په ټولنه کې له رېړۍ چلوونکي يې را نيولې تر دوکانداره، له استاده يې را نيولې تر شاعره هر څوک پر هره موضوع خبرې کوي، خو هيڅوک هم نه په دې پسې سر ګرځوي، چي خبرې مي څومره ريښتيا، معقولې او کره دي، دا ځکه چي موږ لا په ټوليز ډول د پيتاوي خبرو له کلچره کتابي کلچر ته ور داخل شوي خلک نه يو. که د کتاب د کلچر د عامېدو او په خلکو کې مو د مطالعې د ذوق د پيدا کولو لپاره په دې ټولنيزه رسنۍ کې جدي مبارزه وکړو، په يوه کال کې به مو زرګونه تعليميافته ځوانان له مطالعې سره روږد کړي او په دې پوهولي وي، چي تعليم يواځې د نوکرۍ لپاره نه، په ټولنه کې د موجودو هر ډول ناروغيو د له منځه وړله لپاره بايد وکاروو.
په فېسبوک کې چي د مطالعې اوونۍ پيل شوه، ما ډېر لږ ملګري وليدل چي د کتاب لوستلو په اړه يې خپل نظرونه او تجربې شريک کړي وي يا ممکن زه نه يم پر پېښ شوى، خو د ګران جبار فراز د مطالعې د اوونۍ لومړني پوسټ ته مي د ډېرو ملګرو نظرونه ولوستل، ځينو پکې خپل وروستي لوستي کتابونه هم ليکلي وو، که دغو ملګرو مطالعه خپل همېشنى عادت ګرځولى وي، نو دا خو ډېر خوشالوونکى او له هيلو ډک حالت دى، چي ځوانان مو نور د هوايي خبرو له زمانې د علم او کتاب نړۍ ته را لېږدېدلي دي.
ما تر اختر يوه ورځ مخکې د استاد دروېش دراني د وروستي چاپ شوي نثري کتاب (د پښتني ژوند کړۀ وړۀ) مطالعه پاى ته و رسوله، دا ٤٧٩ مخه کتاب دى. په دې کتاب کې په پښتني ټولنه کې اساطير، په پښتو ادبياتو کې د اساطيرو څرک، پښتني فولکلور او پښتونولي، د پښتنو باچاهانو دربارونه او پښتو ژبه او د لوى افغانستان د څو ټوټې شوې خاورې د بيا پيوند او ازادۍ پر هڅو هراړخيز بحث شوى دى. په نثر کې د دروېش دراني دا دويم کتاب دى، (پښتو عروض) يې هم داسې کتاب وو، چي تر ده مخکې په دې برخه کې ډېر لږ کار شوى وو، دا دويم کتاب يې زما په نظر د موضوع له پلوه ډېر نوى، تحليلي او په مهمو او کره ماخذونو ليکل شوى څېړنيز اثر دى. د دروېش دراني نثر هم د ده د شعر غوندې له تصنع خلاس او ډېر ساده، خو واضح او روان نثر دى.
همدا اوس يو انګرېزي کتاب (The Pashtun Question) لولم، دا ٢٧٠ مخه کتاب دى، په څلورو برخو وېشل شوى دى، چي تر نيمايي زيات مي لوستى. دا کتاب تکړه ژورناليست او ليکوال ابوبکر صديق ليکلى دى. . په تېرو څلوېښتو کلونو کې چي په افغانستان او د ډيورنډ کرښې دې خواته پښتني سيمو کې څه پېښ شوي، څه سياسي بدلونونه راغلي، طالبان څنګه او د چا په مرسته پيدا شول، د افغانستان اوسنى نظام، پاکستاني طالبان، د پښتنو ملتپال سياست او د ډيورنډ کرښې راتلونکى دا ټول پکې له ماخذونو سره څېړل شوي دي.
زما د مطالعې موضوعات هم مشخص نه دي، خو زه چي له ادب او ژورناليزم دواړو سره تړلى يم، نو فکر کوم دا دواړه داسې ډګرونه دي، چي هراړخيزې مطالعې ته اړتيا لري، يو ژورناليست بايد، که د ټولې نړۍ نه وي، د خپلې سيمې له تاريخ، سياست، جغرافيې، د سيمې له اقتصادي حالت او کلچره بايد څه نه څه خبر وي او يو ليکوال يا شاعر هم بايد د ادب تر څنګ څه نا څه په فلسفه، نفسياتو، تاريخ، تهذيبونو، اسطورو او مذهب کې څه نا څه مطالعه ولري، په همدې لحاظ زه هم تر خپله وسه د علم له بېلابېلو مېوو څکه کوم او خپل ذهني خوراک ترې اخلم.
په اوس وخت کې چي زښته ډېر کتابونه چاپېږي، د مطالعې هنر هم زدکړه غواړي، دا ځکه چي ټول کتابونه او د هر کتاب له سره تر پايه ټکي په ټکي لوستل ډېر وخت اخلي، څوک چي کوم کتاب لولي، لومړى يې د موضوع له مخې انتخابوي، نو که د کتاب په فهرست کې هم انتخاب وکړي او هغه څپرکي يې ولولي، چي ګټور ورته ښکارېږي، د بل کتاب د مطالعې وخت به يې سپمولى وي.
کتاب هيڅکله داسې لوستل نه دي پکار، چي ته ورته د لومړي ټولګي زده کوونکى شې او کتاب درته د پوهنتون استاد شي، موږ کتاب د دې لپاره لولو، چي زموږ مالومات ورسره زيات شي او په ټولنه کې د هر څه په اړه زموږ پخواني باورونه او ذهنيت ته مثبت او معقول تغير ورکړي، نو د دې لپاره هر کتاب په داسې نظر لوستل پکار دي، چي هم اختلاف ورسره ولرو او هم د تاييد سر ورته وښوروو، هم پرې د خپل ذهن غوټې پرانيزو او هم د ذهني روښانتيا دا څراغ تر بل کاله پورې و رسوو. استاد دروېش درانى وايي:
له يوه بل، له بله بل څراغ بل کړى دى موږ
چي تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړى دى موږ
زموږ په وطن کې چي لا هم د اقتصادي کمزورۍ او جګړو له امله په هر کور کې تياره ده او ذهني تورتم مو له همدغو تيارو انعکاس اخيستى دى، د ذهنونو روښانتيا او د ساينس او ټيکنالوجۍ له دې نوې زمانې سره په فکري لحاظ تړون هم يو فکري سفر، يو اقتصادي بدلون او يو کلتوري انقلاب غواړي، نو د دې لپاره پکار ده، چي کتابونه مو د ژوند نه بېلېدونکي ملګري کړو، زما د ژوند وروستي ديارلس- څورلس کلونه له کورنۍ لرې په څړه توب کې تېر شوي دي او لا هم يواځې يم، خو يواځې نه يم، کله کله څوک پوښتنه راڅخه وکړي “په ځاى کې څوک درسره اوسي”، ورته وايم “ډېر ملګري راسره دي”، وايي “پوه نه شوم، څه مانا”، ورته وايم “کتابونه مي د ژوند تر ټولو خواږه او وفادار ملګري دي”، نو که غواړئ داسې ناويلې خبرې واورئ، چي په ژوند مو له هيچا نه وي اورېدلې، له کتابونو سره خبرې وکړئ او د کتابونو خبرې د خپل ژوند د ټولو ناروغۍ د درملنې لپاره وکاروئ، هسې نه چي له کتابونو طبيبانو د علم درمل واخلئ او دا درمل مو هسې په ذهنونو کې تر وخت تېر شي. په کوټه کې زموږ ګران مشر او استاد ډاکټر واحد يوه ورځ خپل ماشوم زوى لويال خان پوښتلى وو، “بابا په دې کتاب کې څه دي، چي تا هر وخت مخته نيولى وي”، وايي ما ورته وويل “زويه په دې کتاب کې يو پوه سړى ناست دى، هغه خبرې راته کوي، ما غوږ ورته نيولى دى”.
ډېر ښه