تاند- په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې خبرې ژر پیل شي.

دې چې پرون /پنجشنبه/ د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په اړه په بحث کې خبرې کولې، وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبوي.

دې په افغانستان کې د سولې د خبرو بریالیتوب په افغانانو پوري تړلی وباله ویې ویل دا له دې سره اړه لري چې افغانان څومره مسوولانه رول ته تیار دي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه وویل چې پاکستان غواړي چې افغانان په خپله خوښه خپل هیواد ته لاړ شي.

3 thoughts on “ملیحه لودي وايي، طالبان به د افغانستان له حکومت سره خبرې پیل کړي”
  1. دې په افغانستان کې د سولې د خبرو بریالیتوب په افغانانو پوري تړلی وباله ویې ویل دا له دې سره اړه لري چې افغانان څومره مسوولانه رول ته تیار دي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *