د ارواښاد استاد عبدالجلیل وجدي له ناچاپو آثارو څخه
دا لیکنه په ۱۳۵۸کال کي لیکل شوي ده
زما نوې وظیفې زه د سیاست دایرې ته یو بل ګام هم ورنژدې کړم، هغه په داسې توګه چې دستګیر پنجشیري هم زما په څېرد کلتور د ریاست د فکلور د څانګې د غړي په توګه دلته راویستل شوی و، ماته د پښتو فلکور او ده ته د دري فکلور وظیفه سپارل شوې وه، دواړو ته په یوه کوټه کې یوازې یو مېز او دوه څوکۍ اېښودل شوې وې او په دې توګه یې زه او دی د واړه مخامخ کښېنولي وو.
په دې وخت کې هغه د خلق د ګوند غړی و او ما خپله همکاري د افغان ملت د ګوند سره پیل کړې وه، له دې کبله چې موږ په دغه ځای کې د کار دپاره نه بلکې د مصـروف ساتلو دپاره کښېنول شوي وو، موږ دواړو نه غوښتل چې یوازې د کښېناستلو وظیفه سرته ورسوو؛ نو د راډیو د پخواني سټېشن په ودانۍ کې زموږ د کوټې کړکۍ د منډیي د بازار په لوري ورخلاصې وې، له دې کبله چې دا کړکۍ د سړک له مخ نه ډېرې جګې نه وې؛ نو موږ به چې د وره له لارې کوټې ته داخل شوو، د کړکیو له لارې به وتلو، دی به د خلق دفتر ته او زه به د افغان ملت دفتر ته روانېدلم.
پنجشیري به ډېر کوښښ کاوه، چې ما خپلې لارې ته ور واړوي؛ خو زما هڅه به دا وه، چې دی په دې قانع کړم، چې د خپلې غلطې لارې نه راوګرځي. یوه ورځ حفیظ الله امین او ببرک کارمل هم د پنجشیري د کتلو دپاره زموږ څانګې ته راغلي وو، له دې کبله چې موږ د یو مېلمه د کښېناستلو دپاره هم جلا څوکۍ نه درلوده؛ نو که کوم مېلمه به راغی موږ به مجبورېدو، چې یا خپل ځای ورته خوشې کړو او یا د مېلمه پالنې د روحیې له مخې له هغه سره ودرېږو او په ولاړه مرکه ور سره وکړو، ببرک کارمل او امین د واړه ولاړ وو، موږ هم ور سره په ولاړې مرکه کوله. پنجشیري زه دوی ته معرفي کړم او دا یې هم ورسره وویل، چې دی یو مترقي نېشنلسټ دی؛ خو نژدې دی چې زموږ لاره خوښه کړي او زموږ تر څنګ ودرېږي. ما وخندل کارمل او امین ته مې وویل، چې تاسو په ده وډار شئ ځکه ما دی ډېر د ځان په لوري رانژدې کړی دی، لیرې نه ده، چې زه دی خپلې لارې ته راوګرځوم…
رښتیا زما او د پنجشیري ترمینځ د جذب مسابقه په یوه دفتر کې د ګډې رسمي همکارۍ نه دمخه حتی د خلق د جریدې د راوتلو نه هم ډېره موده دمخه پیل شوې وه. د پنجشیري کوښښ به دا و، چې ما «ملګری» کړي؛ خو ما به هغه ته د «هو» یا «نه» ځواب نه ورکاوه، بلکې کوښښ به مې کاوه، چې د دوی د مسلک او سیاست په باب ورڅخه ډېرې پوښتنې وکړم. مخصوصاً زما هیله دا وه، چې د اسلام او افغانیت په باب د دوی نظریات د همدوی د خپلې خولې نه واورم، زه چې د ژورنالیزم یو شاګرد وم، په هغو ټولو ترکونو پوهېدم، چې څنګه یو سړی په خبرو راولم او د ده مافي ضمیر په خپله د دوی د خولې نه کشف کړم.
د افغان ملت له ملي جریدې سره زما همکاري پخوا له هغه چې زه په ګوند کې ورسره شامل شم، دې جریدې ته د آزادو خبرونو د لیکلو له وخته پیل شوې وه. قدرت الله حدات چې په ژورنالیزم کې زما همصنفی و، له مانه وغوښتل چې د افغان ملت د ملي جریدې د لومړنۍ ګڼې دپاره ورته ځینې آزاد خبرونه برابر کړم، له دې امله چې له جریدې سره زما قلمي همکاري له لومړۍ ګڼې څخه پیل شوې وه، د هغې د لومړۍ ګنې د ترلاسه کولو د پاره مې تلوسه زیاته وه. کله چې د افغان ملت لومړنۍ ګڼه له چاپه راووتله، هغه مې تر لاسه کړه او کله چې دستګیر پنجشیري زما په لاس کې دا اخبار ولید؛ نو ماته یې وویل دا به درته د شرم نه ډک کار وي، چې ته داسې یو ارتجاعي اخبار درسره ګرځوې او هغه لولې، ما ده ته وویل، چې ته نو په دې اخبار کې یو ارتجاعي مطلب را به ګوته کړه، هغه په یو عنوان کې د «ملي وحدت» مطلب ته ګوته ونیوله، ویې ویل:
– دا دی ارتجاعي مطلب.
– تاسو نو ملي و حدت نه غواړئ؟
– نه! موږ ملي وحدت نه غواړو؛ خو ملي اتحاد غواړو.
– د ملي وحدت او ملي اتحاد ترمینځ فرق څه شی دی؟
– دواړه یو د بل نه ډېر تفاوت لري، د ملي وحدت نه مقصد دا دی، چې ګواکي په افغانستان کې بېل بېل ملتونه ژوند کوي او موږ د ملي جدایۍ تر سرحده د بېلو بېلو مليتونو د اتحاد ملاتړ کوو او ملي وحدت د ملي ستم سره برابر یو عمل بولو.
له دې کبله چې د «ملي جدایۍ» په «ملي اتحاد» او «ملي ستم» اصطلاحات زما دپاره ډېر نوي وو؛ نو ما په دې برخه کې د دستګیر پنجشیري څخه نور ډېر توضیحات وغوښتل.
ده په دې برخه کې د خپلو توضیحاتو په ترڅ کې وویل، چې په افغانستان کې بېل بېل مليتونه موجود دي، چې هغه د پښتون مليت، تاجک مليت، ازبک مليت، هزاره مليت، نورستاني مليت او ترکمن مليت، بلوڅ مليت او داسې نورو مليتونو څخه عبارت دي. ده وویل د ریاضي د کسري اعدادو په څېر د هر مليت صورت دلته او مخرج یې بل ځای دی. د مثال په توګه د پښتون مليت او بلوڅ مليت صورتونه دلته او مخرجونه یې په پښتونستان، بلوچستان او یا پاکستان کې دي، همدارنګه د تاجک، ازبک او ترکمن مليتونو صورتونه دلته او مخرجونه یې په شوروي تاجکستان، شوروي ازبکستان او شوروي ترکمنستان کې دي.
ده وويل موږ په پاکستان کې د کمونیزم د بریالیتوب تر مرحلې پورې د پښتونستان او بلوچستان د آزادۍ دپاره مبارزه کوو؛ خو کله چې دا ډاډ ترلاسه شو، چې په پاکستان کې کمونستان قدرت ته رسېږي بیا نو یوازې دا نه چې د پښتونستان د مطالبې څخه لاس اخلو، بلکې غواړو چې د افغانستان پښتانه او بلوڅ هم په پاکستان کې د خپلو مخارجو سره یو ځای کړی شي او دا به د افغانستان د مليتونو ترمینځ د ملي جدایۍ مرحله وي او په دې توګه به د افغانستان خلک د ملي ستم له منګولو څخه آزاد شي، چې د ملي جدایۍ په مرحله کې د افغانستان د مليتونو ترمینځ د ملي اتحاد او ورسره د ملي ستم موضوعات هم له مینځه ځي.
کله چې پنجشیري دا خبرې وکړې، ما ورته وویل، چې په پاکستان کې د کمونیزم د راتګ خبره ډېره لیرې ده، یا ښایي اصلاً هلته کمونیزم وده ونشـي کړی؛ خو د افغانستان د ځینو نورو مليتونو یعنې د ازبک، ترکمن او تاجک مليتونو په شوروي مخارجو کې کمونیزم ډېر په مخ کې تللی وي؛ نو که تاسو قدرت ته ورسېږئ ښایي په افغانستان کې د خپلو پښو د ټینګولو سره سم نیمایي افغانستان په شوروي اتحاد کې د خپلو مخارجو سره د تاجک، ازبک، ترکمن او قزاق د مليتونو د صورتونو د یو ځای کولو په پلمه شوروي اتحاد ته وسپارئ.
لکه چې تو کړې لاړې بېرته نشـي راټولېدلی، هماغسې د پنجشیري د خولې نه وتلې خبرې یې بېرته نشوای ورټولولی، د ظاهري بڼې نه یې داسې ښکارېده، چې پنجشیري د وخت نه دمخه د خپلو ضد ملي هدفونو څخه چې د سوسیال امپریالیستانو له خوا ورباندې ګمارل شوی و، د پردې جګولو په کار پښېمانه شوی دی.
څومره شه لیکنه ده. الله پاک دی استاد وجدی وبښي او خدای پاک دي وکړي چي په مینه یي همداسي تکړه څوک پاتي وي چی د هغه لار ونیسي
مګر تر اوسه خو موږ د هغه له کوره د چا غږ نه اورو
د وجدي صاحب کورنۍ ته وايو چي د لوی مفکر ډیوه بله وساتی
مننه
دکمیونستي رژیم دافغان اشغال پر مهال ما دمرحوم وجدي صاب یو زوی لیدلی و، له نوموړي سره به یئ په پاکستان کي په ځینو ادبي غونډو کي ګډون هم کاوه، الله دی وکړي چي هغه زوی یئ دده ځای ونیسي. نه پوهیږم چی هغه به چیرته وي؟ خو وجدي صاب ډیر سپيڅلی او له مینې څخه ډک انسان و.