د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

تاند- له توقع سره سم د مسلم لیګ نواز کاندید ممنون حسین د پاکستان د ملي او صوبايي جرګو او مشرانو جرګې د استازو د رایو په اکثریت د پاکستان ولسمشر غوره شو.

د ممنون حسین په وړاندې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند وجیهه الدین کاندید و.

د غیررسمي پایلو له مخې، چې د پاکستان تلویزیون خپرې کړې، ممنون حسین ۳۷۸ رایې خپلې کړي دي دا په داسي حال کې ده چې ده ته د ولسمشر کېدو لپاره ۳۵۳ رایې پکار وې.

وجیهه الدین تراوسه ۷۳ رایې ګټلي.

ښايي د دواړو خواوو رایې یو څه زیاتې شي ځکه چې لا ټولې رایې نه دي شمېرل شوي خو د ممنون حسین پر بریالیتوب به اغېز ونه کړي.

د رای ورکولو پروسه غیر علني وه. د ملي جرګې او مشرانو جرګې استازو په اسلام اباد کې رایې ورکړې خو د څلورو صوبايي جرګو غړیو د خپلو ایالتونو په صوبايي اسمبلیو کې رایې واچولې.

تراوسه یوازې د پنجاب ټولې رایې نه دي شمېرل شوي.

په مرکزي پارلمان یا ملي جرګه کې ممنون حسین ته ۲۷۷ رایې ورکړای شوي. د ده سیال په ملي جرګه کې ۳۴ رایې ترلاسه کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې ممنون حسین ته ۳۶، په سیند کې ۲۵، او بلوچستان کې ۵۵ رایې ورکړای شوي دي.

پیپلز ګوند دا انتخابات بایکاټ کړي و ځکه چې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات د مسلم لیګ نون په غوښتنه او د پاکستان د سترې محکمې په پرېکړه تر ټاکلي وخت یوه اوونۍ وړاندې ترسره شول.

د پیپلز ګوند کاندید سناتور رضا رباني تر انتخاباتو مخکې د سترې محکمې د پرېکړې په اړه وویل چې د دې محکمې ناببره پرېکړې دوی ته د تبلیغاتو لپاره وخت نه دی پرې ایښی، نو غوره بولي چې انتخابات بایکاټ کړي.

که څه هم په پاکستان کې ولسمشري تر ډېره تشریفاتي چوکۍ ده او عموماً د هغه ګوند کاندید ولسمشر غوره کېږي چې په ملي جرګه کې اکثریت لري خو د دغه هیواد له قانون سره سم ولسمشر د پاکستان د ملي جرګې، مشرانو جرګې(سنیټ) او د څلورو ایالتي جرګو د ۱۱۲۴ غړیو په رایو غوره کېږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د غړیو شمېر۱۰۳ دی، ملي جرګې ۳۲۴ غړي لري. خو د صوبايی جرګو د غړیو شمېر له یو بل سره توپیر لري.

تر ټولو زیاتې چوکۍ پنجاب لري. د پنجاب د صوبايي جرګې د غړیو شمېر ۳۵۲ دی، ورپسې سند۱۶۳، خیبر پښتونخوا ۱۲۰ او بلوچستان ۶۱ غړي لري.

One thought on “ممنون حسین د پاکستان ولسمشرشو”

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *