عطا محمد نور

پس له کلونو د شمال درې جنرالانو په يو وخت د مزارشريف اکسېجن تنفس کوه. جنرال دوستم له اشرف غني احمدزی سره د دې ښار مېلمه وو، جنرال همدرد له پکتيا راغلی و او دويم پړاو ټاکنو لپاره د پښتنو په ويښولو بوخت وو او جنرال عطا دغه هر څه ته له خپل خيالي سلطنته د سياست په دروبين کې کتل.

د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته د شرشرې کوڅه له خلکو ډکه وه، د موټر د ګرځېدو کنجايش پکې نه و، هر لوري ته د ((رهبر ما اشرف غني)) تر څنګ د ((زنده باد دوستم بادشاه ساز)) شعارونه ورکول کېدل. د ټاکنو لومړی پړاو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د بلخ د سلطان عطامحمد نور د سياسي ډلې په ګټه پای ته رسېدلې وو؛ خو د دويم پړاو ټاکنو کې د همدې ډلې پښې په شمال کې سستې ښکارېدې. وېره له همدې وه، چې دلته د جنګونو د دوه سردارانو لاسونه يو بل ته ورکړل شوي وو، نور نو جنرال دوستم او جنرال همدرد د کانتينرونو کيسې شاته پرې ايښې وې، دواړو سياست کوه او ښه سياست يې وکړ.

د شرشرې کوڅې په نيمايي کې پنځلس کاله پخوانۍ ستره سيمټي کلا، چې په دغه ښار کې پر ((خانه دوستم)) باندې مشوره ده، د دويم پړاو د ټاکنيزې کمپاين غونډې شور پکې جوړ وو. ډاکټر اشرف غني احمدزي په داسې حال کې، چې د شمال پښتانه او ازبک واړه او غټ جهاديان يې تر شا ناست وو، په نري؛ خو په لوړ غږ وويل: واړه سلطنتونه به له منځه يوسوو.

که چېرې د اشرف غني احمدزي دغې خبرې ته د ولسمشرۍ د نوماند د خبرې په توګه وګورو نو احساساتي ښکاري؛ خو که چېرې ورته د افغانستان د ولسمشر د خبرې په توګه وګورو؛ د دې هېواد کورنی سياست د همدې خبرې عملي کېدو ته اړتيا لري. که د پخواني ولسمشر- حامد کرزي خاميانې په ګوته کوو؛ نو دا بايد په سر کې وليکو، چې د خپلو حکومتونو په دورو کې يې په کورني سياست کې شمال ته نه بلکې د شمال سردارانو ته ارزښت ورکړ، چې يو پکې همدا ننی خيالي سلطان دی، چې د افسانوي رهبر تر کچې يې ورسوه او په دې هېواد کې يې د قومي سياست د نغري د بل ساتلو اورلڼوني په لاس کې اخيستی دی.

د اشرف غني لخوا د وړو سلطنتونو د محوه کولو خبره هوښيار سياستمدار عطامحمد نور درک کړه، پوه شو، چې له دې سړي سره بايد اوبه بېلې کړي. همدا وه، چې د دويم پړاو ټاکنو له پايلو وروسته د روان سياسي بهير يو له غښتلو مخالفينو څخه و. دا به کمه نه وي، چې د اصلاحات او همګرايي ډلې د ډېری مخالفيتونو سرچينه د ده له فکره وته او پر مخ تلله.

که څه هم د بلخ والي د ټاکنو د دويم پړاو په ورځ په ښکاره وويل، چې که چېرې يې اشرف غني احمدزی وګټی؛ نو دی ورسره په حکومت کې کار نه کوي؛ خو نن نورې کيسې غږوي.

د ملي وحدت حکومت پر جوړېد باندې سلا ډېرو ته په افغانستان کې د نوي سياسي باب د پرانيستنې هيلې ورکړي دي؛ خو د بلخ سلطان هماغه سلطان دی!؟ د نوموړي دربار اوس هم ګرم دی او د خپلې سياسي ځوانۍ د غښتلتيا دورې (تېر ديارلس کلونه) يو ځل بيا په خوب ګوري. د افغانستان منتخب ولسمشر، مخکې له دې چې د واګ پر ګدۍ رسما کېني، ګوته څنډنه ورته کوي او ښه په سپين سترګي يې کوي.

تېره اونۍ يې له امريکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې ښه په نره د راتلونکي حکومت منتخب ولسمشر وننګوه: اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی؛ خو منتخب ولسمشر نه دی، ځکه چې دی د رڼو ټاکنو په ترڅ کې د خلکو د رايې پر بنسټ نه دی راغلی، بلکې د سياسي جوړجاړي په ترڅ کې د ملي وحدت ولسمشر دی، چې د ده ډله- اصلاحات او همګرايي ورسره ۵۰ سلنه شريکه ده.

همداراز د بلخ ولايت له مقامه يا په بله اصطلاح د خپل سلطنت له ګدۍ څخه د ده لرې کول اسانه کار نه دی او اشرف غني به دومره ساده نه وي، چې دغه کار ته زړه ښه کړي.

خو وايي، چې لا يې هم تصميم نه دی نيولی، چې د احمدزي په مشرۍ راتلونکی حکومت کې به د مامور په توګه کار کوي او که نه؛ خو که دی يې وکړي نو د بلخ له سلطنته تر کابينې پورې يې څوک ځکه مخه نه شي نيولی، چې د ده ډله په راتلونکي حکومت کې د ملي وحدت د سياسي جوړجاړي له مخې ۵۰سلنه شريکه ده.

د اندېښنې مسله همدلته، چې عطامحمد نور اشرف غني احمدزي ته د حامد کرزي په هينداره کې ګوري؛ نو که چېرې د لږ ځنډ لپاره هم منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی چپ پاتې کېږي نو خيالي سلطان ترې اعظمي ګټه پورته کولی شي.

د نور، په خبرو کې يوه زورښودنه له دې امله هم وه، چې کواګې د بلخ اوسېدونکي دی غواړي، يانې که چېرې راتلونکی حکومت د ده د لرې کولو هڅه وکړي؛ نو ممکن بيا د نارنجي او سرو حرکتونو اړتيا وليدل شي. دا نو اوس د ده د خبرو هغه اړخ دی، چې تېر ديارلس کاله يې پرې زړه سواند حامد کرزی وغولاوه.

بايد د افغانستان منتخب ولسمشر دا ځل د نور افغانستان تر څنګ شمال ته خورا سياسي پام واړوي. لکه څنګه چې زموږ بهرنی سياست بايد د پاکستان په رام کولو کې رغنده وي نو بايد کورني سياست د شمال په ساتنه کې سستي ونه کړي او ښه لاره يې دغه ده، چې د شمال زورواکي په قانوني لارو رام کړای شي.

سياسي افسانوي رهبر- عطامحمد يوازې ناروا اقتصادي زور لري، ولس له ده سره نه بلکې په هېواد کې د ژور بدلون په تمه دی. که په سمه توګه په بلخ ولايت کې د تېرو څو کلونو پرمختګ چې ټول هېواد کې يې شور جوړ دی، کتنه وشي؛ نو په لومړي سر کې همدا تر سترګو کېږي، چې دغه پرمختګ تر مزراشريف ښاره او په ښار کې د روضې تر شاوخوا پورې رالنډ دی. ښار په هغو لوريو کې پراختيا موندلې، چېرې چې د نور صاحب اقتصادي پروژې روانې دي.

له مزارشريف څخه د رسنيو خپاره شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې د دغه ښار د بيارغونې په برخه کې له دوه ګوني چلند څخه کار اخيستل شوی دی. ولې د ښار سوېل لور، چې د خالد بن وليد په نامه ښارګوټي په کې لري، تر دشتو پکې لسګونه کيلومتره پوخ سړک غځېدلی؛ خو د ښار شمال لور ته، چې د خلکو نفوذ پکې د سوېل په پرتله ډېر دی او د ښار د مرکزي سيمې ساحه هم ده، يوازې دوه درې کيلومتره سړک يې پوخ شوی او نور همداسې شړ پاتې دی. دې ته ورته لسګونې بېلګې دي، چې ولس يې شاهد دی او يوازې د ده د زور پر وړاندې چپ دي.

عطامحمد نور، ځکه په شور کې دی، چې تېرې ديارلس کلنې دورې او د ښاغلي حامد کرزي مهربانه مجبوريتونو له ده افسانوي رهبر جوړ کړ او دی اوس هم هماغه خوبونه ګوري. که چېرې په شروع کې د بلخ د سلطنت ګدۍ د هېواد د نورو ولايتونو د مقامونو سره مساوي نه شي؛ نو په زغرده ويلی شوو، چې راتلونکی حکومت به له نويو ناندريو سره مخ وي.

کله چې د يو انسان بغاوت تر دې کچې ورسېږي، چې د ولسمشر ۍ په درشل کې د ولسمشر پر وړاندې د سياسي سپکاوي چغه پورته کړي؛ نو د دغه غږ کنټرولول په کار دی، کنه راتلونکي پنځه کاله به همدا ببولالې اورو.

ښاغلي منتخب ولسمشر! ګارډين ورځپاڼه به ملامته نه وي، چې ستاسو کتاب ((د ناکامو هېوادونو د بري لارښود)) ته يې له تېرو څو ورځو زربين نيولی او ستاسو نظريې راسپړي؛ هغه طراح، چې ناکامو هېوادونو ته يې د بري مشورې ورکولې په راتلونکو پنځه کلونو کې به په خپل ناکام هېواد کې خپله کاميابه طرحه څرنګه عملي کوي.

له ازادۍ راډيو سره د عطامحمد نور د څرګندونو په ځواب کې ستاسو اوږده خندا اوس هم د خلکو په غوږونو کې انګازې کوي، تر هغې به يې هېره نه شي، چې دا خندا مو عملي کړې نه وي.

ولس خو ته، په اسمان غوښتې خدای پر ځمکه ورکړې. هغه، چې دې شاوخوا راټول دي او هغه چې د سلطان عطامحمد نور په ګډون ستا د ملګري په ډله کې دي، چې د ملي وحدت وعدې مو سره کړي؛ د نورو ټولو پرمختګونو تر څنګ ستر چيلنج د همدې خلکو رام کول دي، چې د سياسي سړيتوب په چوکاټ کې يې پر ژوند کولو عادت کړې، بيا به نو دا وطن غني شي.

دا خبره په زغرده کول په کار دي؛ که چېرې د بلخ يا د شمال ولس له عطامحمد نور څخه په تنګ دي؛ نو د جنرال دوستم او جنرال همدرد غوښتونکي هم نه دي، سمه ده، چې دې دواړو د تحول او تداوم ريښو ته اوبه ورکړې؛ خو د ونې ټولې ميوې بايد د دوی حق ونه ګرځي. بلخ په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په شمال زون کې اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيز ارزښت لري. دغه ارزښت ته پراختيا ورکول به ستاسو لپاره له ټولو ستر ازمېښت وي، ځکه چې دغه ښار د درې جنرالانو تر منځ په ولکه کې پاتې شوی او دا يو هم د دې ولايت لياقت نه لري.

ښاغلي منتخب ولسمشر! د شمال لپاره ستاسو پلانونه بايد د شمال د درې جنرالانو د سياليو تر سيوري لاندې را نه شي. ځکه چې ټول عمر دغو درې واړو خپلو کې سره خوړلي دي او خوراک به يې د دې زون خوار پښتون، ازبک او تاجک ولس و، همدا ولس نن تاسو ته په تمه دی، چې ((د ناکامو هېوادونو د بري لارښوونې)) به په شمال کې هم پلی کوئ.

0 thoughts on “منتخب ولسمشر صاحب! د بلخ سلطان دې نه مني!/ محمد اسماعيل”
  1. تیروتنه ؟ یومطلب پیداکړو دهغه نشر کی هم تیر وتنه وشی څومره خوصله سړی باید ولری؟

    مطلب :دبدماشانو لاسونه باید فوری او عاجل لنډ شی اول دمزارشریف له بد ماش والی نه شروع او دوهم دورکی دوهم بد ماش والی دخوست ټیکه دار ورپسیقدمونه او چت تر څو ولایات ددوی له شره حلاص شی

  2. Mr,
    The Government divided 50% & 50% No need your advice for President Ghahni & also Mr Noor the part of 50% in Gov.. that is belong to Mr Atta Noor work as governor or Minister in his 50% in Government.
    The agreement already done by Abdullah,Ghani no need for us to give them advice…..

ځواب ورکول mohammad ehsan ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *