ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ښاغلۍ ډاکټر اشرف غني احمدزی ! موږ دنوي نسل په استازولی غواړو خپل لومړیتوبونه په ترتیب له تاسو سره شریک کړو.

په لومړي کال کې غواړو دافغانستان لپاره په حیاتي موضوعاتو تمرکز وکړئ اوستاسو له قول سره سم په شپږو لومړیو میاشتو کې ولس ته په دې هلکه راپور ورکړئ :

دنیمروز اوچاه بهار بندر ترمنځ دپرتې لارې امنیت اودچابهار بندر له لارې دهندوستان- افغانستان او هندوستان- منځنۍ آسیا سره دپراخې راکړې ورکړې، سوداګرۍ اوترانزیت زمینه برابرول.
دجنوبي ایران دچاه بهار دبندر له لارې دافغاني محصولاتو ،کانونو، کرهڼیزو اومالداري تولیداتو رسول ترهندې مارکیټ اوله هندڅخه ډول ډول توکې ګران هیواد افغانستان ته ددغه بندر له لارې رالیږدول ډیر ارزښتمن اوستاسو دوینا سره سم دافغانانو په دسترخوان کې تغیر راوړلی شي .

چاه بهار هغه یوازینی ایرانی بندر دی چې دهند بحیرې سره نښتی دی.په داسې حال کې چې له کابل څخه دکراچۍ بندر ته په ۱۰۹۱ کیلومټره واټن مګر دچابهار بندر څخه کابل ته ۱۳۱۳ کیلیومټره واټن دی . همداراز دغه بندر دهند- منځنۍ اسیا مارکیټونو ترمنځ هم ډیر اغیزمن بندر اولار ثابتیدای شي دټرانزیټ اوټرانسپورټ له لارې ترې موږ ډیر عواید ترلاسه کولی شو. ددغه بندر له لارې کولی شو منځنۍ اسیا له جنوبې اسیاسره هم ونښلو چې بیا هم افغانستان ته ترې ستر عوایدلاسته راتللی شي .دیادونې وړده چې دهندد وست هیواد ددغه بندر دمعیاري کیدو اوجوړیدو لپاره کابو ۱۰۰ ملیونه امریکایې ډالر لګولي دي ، دهنددوست هیواد له چاه بهار بندرڅخه ترزرنج دلارام پورې سړک هم په پاخه اواساسي ډول د۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت جوړکړی دی اوورسره دچاه بهار څخه دبامیانو دحاجي ګک داوسپنې تر کان پورې د۹۰۰ کلیومترو په اندازه دریل پټلۍ هم تر غور لاندې ده . له نیکه مرغه دتیرجمهورییس حامد کرزي په وخت کې دافغان- هند- ایران دری اړخیز تړون ددغه بندر په هکله لاسلیک شومګر لاهم ددې بندر دښه فعالولو لپاره باید ایران خپلې هڅې ګړندۍ کړي اولاندې جدول سره سم باید ایران خپل مسولیت بشپړ کړې:

دچاه بهار بندر ایران ته دوه ستراتیژیکې ګټې لري، لمړی داچې دایران په بندر عباس بندر به ګڼه ګوڼه اوله حده زیات تراکم راکم شي اوبل داچې ایران غواړي دچاه بهار بندردمنځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، اوفارس خلیج ترمنځ دسوداګرۍ اوټرانزیټ دپله بڼه غوره کړي.دچاه بهار دبندر دفعالیدلو لپاره لاندې اړینې پروژې په پام کې نیول شوې چې ددغو پروژو په بشپړیدو سره به دچاه بهار بندر فعال اوله دې لارې به وکولی شو له مختلفو هیوادونوته لیږد رالیږد ولرو :

دپروژې نوم ځای مسولیت دکار جریان
زرنج – دلارام سړک لویدیځ افغانستان، نیمروز ولایت چې ایران دهرات – کندهار دلویې لارې په مټ له افغانستان سره نښلوي هندوستان کاریې بشپړ شوی
چاه بهار – ایران شهر- زاهدان – میلاک سړک ایران، چاه بهار دافغانستان له پولې سره په نیمروز کې نښلوي ایران کاریې بشپړشوی
چاه بهار- زرنج – دلارام – حاجي ګک دریل پټلۍ په مرکزي افغانستان، بامیان کې دحاجي ګک داوسپنې کان له چاه بهار سره نښلوي هندوستان اعلان شوی مګر پیل شوی نه دی
چاه بهار – فرج – بام دریل پټلۍ په ایران کې دچاه بهار اوبام ترمنځ دریل کرښه ایران اوهندوستان اعلان شوی مګر پیل شوی نه دی
چاه بهار – زهدان – مشهد دریل پټلۍ دایران دچاه بهار – مشهد اوشمال ختیځ ایران دریل په مټ سره نښلوي ایران کاریې په ۲۰۱۰ کې پیل شوی مګر لابشپړ نه دی

له پورتنیو پروژو سره سره باید ایران هغه امنیتي ستونزې چې په سیستان- بلوچستان ولایت کې شتون لري له مینځه یوسي .هغه سني بلوچ یاغیان چې په سیمه کې شتون لري غواړي چاه بهار بندر ترخپل سیورې لاندې راولي .په جولای ۲۰۱۳ کې دحرکت الانصار ایران ډلې په دغه سیمه کې دځینو حملو پړه په خپله غاړه واخیسته ، همداراز په ۲۰۱۰ کې دعبدالمالک ریګې وژل په دغه سیمه کې هم دناامنیو باعث شو. له همدې امله له تاسو هیله لرو چې په افغانستان کې ترنیمروز پورې ددغې سیمې امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي اوپه ټول توان سره ددغې لارې اوسیمې امنیت خوندي شي . همداراز دیو متعهدافغاني هیت په مټ له ایران سره ددغې چارې دتعقیب اوتحقق لپاره کوټلي اقدامات وشي اوله ایران څخه وغوښتل شي ترڅو سیستان- بلوچستان ولایت امنیت اونورپه ایران پورې اړوند مسولیتونه په بشپړ ډول ترسره کړي .

مننه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

۲۰۱۴/۰۹/۲۷ کابل ، افغانستان

0 thoughts on “منتخب ولسمشر ښاغلي اشرف غني احمدزي ته وړاندیز”
  1. که زمونږ هر په کار پوه او مسلکی افغان داسی په زړه پوری او له افغانی او هیواد سره د مینی په احساس سره ښکلی او د منلو وړ وړاندیزونه خپل محبوب مشر ته وړاندی کړی او د افغانستان منتخب جمهور رییس له خوا یوه اداره د غو وړاندیزونو د انسجام لپاره جوړه شی ، لری به نه وی چی زمونږ ګران هیواد به د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو له جملی نه حساب شی اونور به هیڅوک جنګ او جګړی ته ړزه ښه نه کړی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *