تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي مشر منظور پښتین پر ضد د ثبت شویو دوو قضیو په اړه د ضمانت منظوري ورکړې ده.

په یاده محکمه کې د منظور پښتین مدافع وکیل شاکرالله ایډوکیټ ویلي، د پښتین پر ضد د ثبت شویو قضیو په اړه محکمه په سپیناوي ورکولو کې پاتې راغلې ده او پر هغه لګول شوي تورونه بې اساسه ثابت شوي دي.

هغه زیاته کړې، د پښتین پر ضد د ثبت شوي بل تور په اړه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ پرېکړه کېږي او نوموړی به محکمې ته وړاندې کېږي، خو هغه ډاډ ورکړی دی چې راتلونکې محکمه اسانه ده ځکه تر دې وړاندې هم د پي ټي ایم پر ځینو غړو ورته تورونه لګول شوي دي چې محکمې یې د سپیناوي لپاره دلایل نه دي راوړي.

پر منظور پښتین هم لکه د یاد غورځنګ د نورو غړیو په څېر له قانونه د سرغړونې تورونه لګول شوي دي او له یوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې له خپلو شاخوا ۲۰ فعالانو سره د پاکستان په بند کې دی.

3 thoughts on “منظور راخوشې کېږي، محکمه یې په مجرم ثابتولو کې ناکامه شوه”
  1. د پنجاب بلا دې زموږ په خرو خلکیانو، اشرارو وحشي طالبانو وګرځي، دوی دومره حساب وکتاب خو لري. فکر وکړئ که دا اوس افغانستان وای، ځای به یې یا پولیګون وه، یا سټیډیوم یا سړک په سره تیرباران…. خلص چی مونږ ډیر ځناور وحشیان یوو

  2. منظور پښتون په خپلو خبرو کی ویلی وو چی پاکستانی پوځ زموږ په سیمی او کلی بمونه خښ کړی او زموږ ښکلی وزیرستان نا امنه کړی چی ددی خبری د غلط ثابتولو لپاره د پاکستان استخباراتی اداری د ډیرو پیسو په وړاندیز سره غوښتل چی جاوید امیر خیل باندی هلته کانسرت وکړی او ټول لر او بر پښتانه یی د ګډون لپاره را وغواړی مګر امیر خیل پاکستان وړاندیز خبره رد کړ

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *