منظور پښتین

تاند- د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته خبرداری ورکړ، ویې ویل هغه لاره چې دې غورځنګ خپله کړې نور به ونه زغمل شي.

د پاکستان د پوځ ویندوی بریدجنرال اصف غفور نن /دوشنبه/ وویل، د پاکستان پوځ غواړي چې په قبایلي سیمو کې پښتنو ته ورپېښې ستونزې حل کړي، خو هغه ږغ به، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د ستونزو په اړه پورته کړی، نور ونه زغمي.

اصف غفور په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې یوې لویې خبري غونډې ته د خبرو په مهال ادعا وکړه چې پي ټي ایم یا د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان او هند له استخباراتي ادارو پیسې اخلي.

غفور د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کوم سند وړاندې نه کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تل ویلي چې د پاکستان د قوانینو په چوکاټ کې په سوله ییز ډول د خپلو خلکو حقوق غواړي.

اصف غفور د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشارې وویل«موږ د خلکو (قبایلو) لپاره هر کار کوو، خو د هغو کسانو چې د نورو خلکو په لاسونو کې لوبېږي، وخت یې پوره شوی دی.»

د پي ټي ایم په اړه د پاکستان د پوځ د ویندوی تورونو ته په ټویټر کې ګڼو خلکو ځوابونه ویلي چې دا یې څو لومړۍ بېلګې دي

د پاکستان پوځ دا خبرداری د پښتون ژغورنې له وروستیو پراخو غونډو وروسته ورکړ.

د پاکستان د پوځ د خبرداري په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې د پاکستان پوځ د دې لپاره چې خلک وبېروي او له پي ټي ایم څخه لېرې شي او له بلې خوا د پاکستان پوځ هغه پیسې هضم کړي چې د پښتنو د وژلو په بدل کې یې له بهرنیو هیوادونوړ څخه اخیستي دي، دا خبرداری ورکوي.

ده د امریکا ږغ له اردو څانګې سره په مرکه کې د اصف غفور ادعا چې دوی له افغانستان یا هند څخه پیسې اخیستي په کلکه رد کړه او ویې ویل، که چا دا ثابته کړه چې دوی پیسې اخیستي، تیار دی چې په دار وخېژول شي.

منظور پښتون وویل چې د ده په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیسو ته اړتیا نه لري ځکه چې یوازې یو لوډسپېکر یې پکار دی، څوک په پیسو نه ورغواړي او نه چا ته ډوډۍ ورکوي.

3 thoughts on “منظور پښتین د پاکستان د پوځ خبرداري ته ځواب ووایه”
  1. د فکیستان نظامیان ، باجوان او جرنیلان باید پوه شي چې:
    نور د پنجابیانو د دیکتاتورۍ وخت تمام دی.
    پښتانه اوس د الله ج په فضل سره راويښ او متحد شویدي.
    پښتون قام یو متمدن ، آزاد او خپلواکۍ غوښتونکي ملت دی.
    پښتون به په ټول توان سره خپل ملي مشر او زعیم منظور پښتین ساتنه او ملاتړ وکړي.
    که احیانا پنجابیانو زمونږ مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ته لږ په کږه سترګه وکتل نو :
    د عمران خان نیازي په واکمني کې به فکیستان پنځه ټوټې کیږي. پښتونخواه ، سندیش ، کشمیر ، بلوچستان او ستاسو پنجاب.
    د هغه بل نیازي په وخت کې بنګلدیش خپلواک شو او داځل به د پنجاب ټولې مستعمرې خپلواکه شي.
    که ستاسو ورکاوی راغلی وي نو د مچیو ځالې ته به لاس وروړئ. منظور پښتین ماشاءالله د 70 میلیونو پښتنو ملي مشر دی.
    نورنو د پنجابیانو خوښه چې په رضا او سولې سره زمونږ حقوق راکوې او که له زوره کار اخلې؟

  2. All pakhtoon leaders must support PTM from Lar aw Bar pakhaton khawa.sorry to that some shameless leaders support Pak army.all the demands of PTM are genuine and in the frame of Pakistan constitutation.Mr Ghafor must provide profs for his baseless illigations.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *