عکس له آرشیف نه

تاند – د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر، منظور پښتین، وایي چې د جنوبي وزیرستان په مرکز، واڼه، کې د نن ورځې دویم برید د پاکستان پوځ، اېف سي او وسله والو په شریکه کړی دی.

ښاغلی پښتین دا خبرې په فیسبوک په خپل ټایم لاین خپره کړې یوه ۱۶.۵ دقیقه یي ویډیو کې کړي دي.

منظور پښتین وایي،‌ چې له څو اونیو راهیسې مونږ وایو چې د پاکستان پوځ او (استخباراتي) ادارې وزیرستان ته طالبان راولي.

نوموړی وایي، طالبان له پخوا راهیسې د پاکستان د پوځ په کینټونو کې اوسېدل او اوس هم په کینټونو یا پوځي چاوڼیو کې اوسېږي. دی وایي، چې د ډي آی خان، د واڼه، د رزمک او د میرانشاه (پوځي) کینټونه له طالبانوډک دي.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر وایي، چې د پاکستان ادارې چې هغه د پوځ، اېم آی، او طالبانو په نومونو یادې کړې د پښتنو په قتلونو کې ښکېل دي.

منظور پښتین وایي، چې د نن ورځې برید داسې شوی چې کله علي وزیر په واڼه کې خپل د تېلو پمپ ته ورسېد، له بلې خوا طالبان له (پوځي) کمپ نه راووتل، چې تر شا یې پوځ او اېف سي ځواکونه ول، او په هغوی یې برید وکړ، خو د غورځنګ غړو یې په تیږو او لاسونو مقاومت وکړ چې په نتیجه کې یې درې کسان ټپیان او یو شهید شول. (په دې هکله د تاند مخکینی راپور)

ښاغلی پښتین وایي، چې د ولسي خلکو له خوا د طالبانو له په شا تمبولو څخه وروسته، د پاکستان پوځ، اېف سي او طالبانو بیا په ګډه برید وکړ چې د اېف سي په ډزو دېرش کسان ټپیان او یو شمېر نور شهیدان شول. نوموړی وایي چې په ننني برید کې ګڼ شمېر سپین ږیري هم ټپیان شوي دي.‌

هغه د ویډیو په وروستۍ برخه کې چې په اردو خبرې کوي د شهیدانو شمېر ۱۰ کسان وښود.

نن چې د پاکستان روزل شويو طالبانو په علي وزير د ډزو پيل وکړ د مکتب دې ګلاليو ماشومانو ورته خپلې سينې سپر کړې او د علي وزير مخې ته ودريدل او شهيدان شول.
(The Pashtun Times)

منظور پښتین په پښتنو غږ وکړ چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې دې د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د سازمانونو او نورو مسؤلو ادارو په وړاندې احتجاجونه وکړي او د پښتنو په وړاندې د پاکستاني ادارو د قاتلانه چلند په وړاندې دې غږ پورته کړي.

منظور په پښتنو ځوانانو غږ وکړ چې تیارسۍ دې اوسي، د خپلې وینې قربانۍ ته دې تیار اوسي او لومړنی سړی هم پخپله دی، دی چې قرباني ورکوي.‌ هغه یاده کړې چې په نننۍ حمله کې هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د سر کتار یو کس، عارف وزیر، ټپي شوی دی او دا چې د هغوی په تحریک کې د مشر او کارکوونکي تر منځ فرق او امتیاز نشته.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر اخطار ورکړ، چې هغوی پوهېږي چې طالبان څوک دي او ریاست دې په خلاصو غوږونو واوري چې د هغوی په مخکې شکست دی. نوموړي پاکستاني ادارو ته وویل، چې ستاسو هر پلان ناکام دی او ان شاءالله چې له ناکامۍ سره مخامخ کېږئ.

منظور پښتین د جیو تلوېزیون له خوا د دې خبر د خپرولو غندنه وکړه چې د ننني برید مسؤلیت یې په نامعلومو کسانو وراچولی دی او دا یې د شرم وړ بللی دی.

5 thoughts on “منظور پښتین: په واڼه کې دویم برید پوځ، اېف سي او وسله والو په ګډه کړی،‌ ۱۰ شهیدان، ۳۰ ټپیان”
  1. آخر یې دا کار وکړ حرامي پوځ، د کایناتو سترشیطان انګریز چاړې ته يې لاس کړ او مذهبي استخباراتي لړمان ماران یې د پښتون نجات غاړې ته واچول. بله لاره نشته. پښتون چیغه باید د زندان نه راووځي او اروپایي پایتختونو ولړزوي، دا چیغه باید نیویارک ته ټکان ورکړي، دا چیغه باید په نړیواله جنایي محکمه زلزله ګډه کړي تر هغه ټکانونه ورکړي تر څو چې پنجابي جنایتکار جنرالان یې هماغه میز ته وي راکش کړي چی سلوبودان میلاسوویچ په زړه وچادېد نوربسسسسسسسسسسسسسسسس ده نور چاړه له هډوکې هم تیره ده

  2. دا واضیح خبره ده چې د پاکستان په شان یو هېواد کې بې د پوځ له اجازې یوه مرمۍ هم نشي فیرکیدلي. بنا د نن ورځې ټول مسوولیت د هغه هېواد نظامیانو ته متوجې دی.
    اوس د دې وخت راغلي چې نړیوال باید د پنجاب له دې جنایتونو نه خبرشي. مشرانو ته لازمه ده چې د پښتنو د نجات لپاره له ټولو امکاناتو ، غونډو ، مظاهرو ، احتجاجونو ، اعتصابونو او نړیوالې ديپلوماسي له لارې خپل آواز اوچټ کړي.
    د لویو دولتونو ، نړیوالو سازمانونو ، مدني ټولنو نه غوښتنه وشي چې دغه دیکتاتور دولت تجزیه او هلته مېشتو قومونو ته لکه پخوانۍ یوګو سلاویا چې په پنځو هېوادونو ووېشل شوه ، خپلواکي ورکړل شي.

  3. دغه افغان ټالبان به څه وخت ځانونه پوهوي او څه وخت به ځان د بنجاب له غلامۍ خلاصوي، افسو س افسوس

  4. داظالمانه حمله په ملکی بیگناه خلکو دپاکستان او استخباراتی ادارو په مستقیم هدایت او مشوره شوی دی او پوجیان هم پکی شریک دی ددی حملی غندنه کوم پشتنو دحق غوشتنی حامی یم.

  5. سلام وتنوالو
    پښتانه بايد په دي پوه شي تر ځو چه دوي خپله نه وي راپاځييدلي نور ځوک ددوي دحق او ازادي له پاره ڼه جنګيږي او نه قرباني ورکوي
    اوس دا وخت را رسيدلي که رښتيا هم پښتون دا خوبولي اولس خپله ازادي غواړي نو که پيښو ننګرهار کندهار او خوست او باجوړو کي دي را ولاړ شي د خپل حق له پاره وجنګيږي
    که پښتون لر دي اوکه بر دي په يوه غږ را ولاړ شي دا ټپلي جنګ به ددي غلام اولس له مخه د عمر ابد لپاره تري تامياشي
    ددي نازک پښتون ژغورني خوځښت نه بايد د ملينونو لښکر او لښکري جوړي شي
    تر اوسه پوري ټولو. پښتنو دا بانه کوله چه موږ سرکښ نه لرو چه موږ يي شاته ودريږو دادي اوس مو دابانه هم نشته سرکښ او سرکښمو پيدا شو
    يا به له دي کاروان سره يوخاي کيږي کنه تاسوته بل داسي چانس لاس ته درخ

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *