ژباړن: غزانور غزا —

څو ورځې مخکې مې د ماشومانو کورنۍ ښوونکې مېرمن یولیا واسیلي یوانا، د کار کوټې ته را وبلله، غوښتل مې حساب ور سره خلاص کړم، ومې ویل:

ـ یولیا واسیلي یوانا! کېنئ، راځه حساب سره وکړو…. پوهېږم چې لاس مو تنګ دی، خو سیال یاست، ځکه یې نه یادوئ، ګورئ، ما او تا سره منلې وه چې د میاشتې به دېرش روبل درکووم.

ـ نه! څلوېښت روبله.

ـ نه ما یاداښت کړي دي، زه تل د ماشومانو ښوونکې ته دېرش روبل ور کول…. ښه…. تاسو دوه میاشتې زما سره کار وکړ.

ـ دوه میاشتې او پنځه ورځې.

ـ ټیک دوه میاشتې…. ما یاداښت کړې دي…. دا شپېته روبل کیږي…. خو نهه یکشنبې ترې کمیږي…. په یکشنبو دې له کوالیا سره کار نه کاوه…. له ارام او چکر پرته دې بل کار نه درلود…. درې ورځې هم د اختر رخصتۍ وې.

د یولیا واسیلي یوانا مخ ناڅاپه سور شو، د کمیس ګونځو ته یې لاس کړ، څو ځله یې ټکان ور کړ…. خو الف او بې یې ونه ویل.

ـ هو، درې ورځې د اختر رخصتۍ، ټولې ۱۲ ورځې کمیږي…. څلور ورځې هم کوالیا ناروغي درلوده…. په دې ورځو کې مو یواځې له واریا سره کار کاوه…. درې ورځې هم تاسو غاښ درد درلود، له مېرمنې مو په اجازې سره نیمه ورځ یعنې له ماسپښین وروسته له ماشومانو سره کار کاوه…. ۱۲ او ۷ کیږي ۱۹ ورځې… له ۶۰ چې ۱۹ کم شي، ۴۱روبل پاتې کیږي…. ښه… سمه ده؟

د یولیا واسیلي یوانا چپه سترګه سره اوښلنه شوه. زنه یې ولړزېدله…. په عصبي حالت یې وټوخل، پوزه یې پورته کش کړه، خو الف او بې یې ونه ویل.

ـ د نوې کال په شپه مو یوه پیاله له نالبکي سره له لاس ولوېده، ماته شوه…. د پیالې له درکه هم دوه روبل در څخه کمیږي…. هرګوره پیاله له دې ډېره ارځي – د کورنۍ یادګار و ـ خو … ترې تېر یم! هغه متل دی چې اوبه له سر پورته شي، څه لوېشت څه نېزه…. پر دې سربېره یوه ورځ ستا د بې پامۍ لامله کوالیا ونې ته وختل، کوړتۍ یې څېرې شوه… دا هم نور لس روبل شول…. بیا هم ستا د بې پامۍ لامله زموږ پو پخواني خدمتګار د واریا بوټان پټ کړل… تاسو باید هرڅه ته پام وکړئ. له همدې درکه تنخا اخلئ. پرېږده یې…. پنځه روبل نور هم کمیږي…. د جنورۍ په لسمه مې هم لس روبل در کړي وو.

په فریاد سره یې وویل

ـ ما له تا پیسې نه دي اخیستې.

ـ زه خو یې هسې دلته نه یاداښت کووم.

ـ ډېر ښه …. وي به.

ـ له ۴۱ چې ۲۷ کم شي، ۱۴ پاتې کیږي.

دا ځل هم د یولیا واسیلي یوانا سترګې له اوښکو ډکې شوې…. د خولو غټو څاڅکو یې جګه او ښکلې پوزه پوښلې وه. بېنوا نجلۍ چې غږ یې لړزېده وویل:

ـ ما یواځې یو ځل- هغه هم ستا له مېرمنې- درې روبل اخیستي دی…. یواځې همدا…. نورې پیسې مې نه دي اخیستې.

ـ رښتیا وايې؟…. ګوره؟ دا خو مې یاداښت کړې هم نه وې…. بیا نو له ۱۴ روبلو درې کم کړه ۱۱ کیږي…. واخلئ، دا هم یوولس روبل! دا درې روبله. دا هم دوه جوړې درې ربله نور… دا هم دوه روبله… ټول یوولس روبل…. واخلئ.

پیسې یې واخیستې، په لړزېدونکو ګوتو یې د کمیس په جیب کې واچولې، ورو یې وویل:

ـ مننه

له ځایه پورته شوم، هملته مې په کوټه کې قدم واهه. بدن مې غوسې او قهر نیولی و. ومې پوښتله.

ـ مننه د څه لپاره؟

ـ د پیسو لپاره

ـ ما خو دوکه کړې. په شیطان لعنت، ومې لوټلې، په ښکاره مې غلا در نه وکړه!(مننه!) د څه لپاره؟

ـ له دې مخکې مې چې هر چرته کار کړی دی، همدومره یې هم نه را کولې.

ـ ستنولې یې؟ د تعجب خبره نه ده! وګورئ، تراوسه مې له تاسو سره ټوکه کوله، نیت مې و چې تریخ درس در کړم… تاسو ته اتیا روبل در کووم…. ټول په هغه پاکټ کې دي چې ګورئ یې! خو افسوس په هغو چې دومره بې لاس و پښو شي! ولې اعتراض نه کوئ؟ ولې خاموش کیږئ؟ زموږ په دنیا کې ولې انسان ممکن ترخه ژبه ونه لري؟ ولې ممکنه ده دومره کمزوری وي؟

ترخه خندا یې وکړه، په مخ کې مې یې ولوستل( هو ممکنه ده)

د تریخ درس په خاطر چې ور کړی مې و، بښنه مې ترې وغوښتله، د هغې له ډېرې هیښتیا سره مې اتیا روبل ور کړل.

په حیا او عاجزۍ یې مننه وکړه، له دروازې ووتله…. له شا مې پسې کتل او فکر مې کاوه،( زموږ په دنیا کې ځواکمتیا او زور وهل، څومره اسان او ساده دي.)

پای

7 thoughts on “مننه (لنډه کیسه) انتوان چیخوف”
  1. ښکلې کیسه وه او غزا صیب ډیره ښکلې ژباړلې وه، خو زه وایم که وروستۍ جمله یې داسې شي، نو لا به ښه شي (زموږ په دنیا کې زور او زیاتی، څومره اسانه او ساده دي.)

  2. د درې واړو مننه، ښاغلی ریحان ستاسو نظر خوشال کړم، خو له اصلي متن سره له لوستلو وروسته به یې بدلوم، چې د لیکوال اصلي هدف ته تاوان ونه رسوي.
    په درنښت

  3. غزانور غزا صیب، مننه چې د چیخوف دا ښکلې کیسه مو ډېره ښکلې راته ژباړلې ده، څو کلونه پخوا شاید د لسو په شواوخواکې کلونه پخوامې چېرته د چیخوف یوه کیسه لوستلې وه، فکر کوم خوب نومېده، داسې کیسه وه چې یوه نجلۍ پکې د یوه بوټ ګنډونکي سره نوکره وي، تمامه ورځ پرې کارونه وکړي، شپه ترې مالک او میرمن خپلې خوبخونې ته لاړشي او خپل ژړاندوک زوی دې نوکرې خوارکۍ ته پرېږدي، په هغې چې خوب ډېر زیات شي او څو پرله پسې شپې بېخوبي تېره کړي، او بیاهم ورته ماشوم د شپې ژاړي، نو سترګې را اوچتې کړي چې دا څشي دی چې ددې د خوب مخه نیسي، دماشوم ژړا یې ترغوږشي، زانګو ته چې ترڅنګه یې پرته وي، لاس ور اوږد کړي، د ماشوم په مرۍ لاس کېږي، پرې زورکړي، ښه یې زور کړی ونیسي، ترهغې چې ماشوم مړشي، او دا کلاره ارامه ویده شي
    اوس ډېره پلټنه کوم چې هغه کیسه چرته ومومم او یوځل بیایې ولولم خو نه یې شم پیداکولی
    البته له تاسو مننه چې دا ښکلې کیسه مو راته وژباړله

  4. سلامونه او ښې چارې
    ښاغلی بشارت، زه چې له تېر جولای راهیسې د انتوان چیخوف اثار او پر هغه د نورو لیکوالو لیکنې مطالعه کوو،
    د خوب په نوم کیسه مې تراوسه لوستې نه ده، خو د وانکا په نوم کیسه یې شته، په
    دغه کیسه کې د وانکا ژوکوف په نوم نه کلن ماشوم یتیم وی، نیکه یې له بوټ جوړوونکي سره مزدور کړی وی، نور مزدوران، بوټ جوړوونکی او د هغه مېرمن پرې ظلم کوي.
    دی د کریسمیس په شپه خپل نیکه ته لیک کاږي او ترې غواړي چې بېرته یې خپل ښار ته بوځي
    کله چې ماخوستن لیک پوستی صندوق ته واچوي، وانکا ویده شي او په خوب کې ویني چې نیکه یې د خښتو د بخارۍ په څنډه ناست دی، د ملک د کور خدمتګارانو ته لیک لولي.
    دا کیسه په انګریزي او پارسي کې د وانکا په نوم په ګوګل کې شته او پښتو ته هم اړول شوې ده.

ځواب ورکول ریحان خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *