تاند- په پاکستان کې هغه ملایان به، چې د طالبانو د ډلو ترمنځ د نوي مشر پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره هلې ځلې کوي، نن /شنبه/ یوه فیصله اعلان کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې عبدالمنان نیازي، چې د طالبانو د هغې ډلې، چې د ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ او د ملا اختر محمد منصور د مخالفانو ویندويي کوي، د جمعې په ورځ وویل، د علماوو پلاوي له دوی سره خبرې وکړې او ټاکل شوې ده چې نن /جمعه/ له ملا اختر منصور سره هم وویني.»

د ملا محمد عمر کورنۍ او د کوټې د شورا یو شمېر نورو غړیو د ملا عمر پر ځای د ملا منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی دی او وايي چې نوموړی د شورا د غړیو په رایو نه دی غوره شوی.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې ملا عبدالمنان نیازي له نامعلوم ځایه دې ورځپاڼې ته وویل:«موږ به د ملایانو پرېکړه ومنو او ډاډه یوو چې مقابل لوری به یې هم ومني. هیله لرو چې پرېکړه به د شنبې تر ورځې (نن) اعلان شي.»

ملا عبدالمنان منصور مخکې له رسنیو سره د کوټې له ښاره خبرې کړي او خپل موقعیت یې له چا پټ کړی نه دی.

ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو د واکمنۍ په مهال په جلا وختونو کې د هرات او کابل والي و. ده پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې د کابل حمله وغندله او د هغې د عاملانو د محاکمې او سختې جزا غوښتنه یې وکړه.

د کابل د جمعې د شپې په تروریستي حمله کې شاواخوا ۱۵ تنه ووژل شول، ۴۰۰ نور ژویل شول او خورا زیات مالي زیانونه یې ښاریانو ته واړول.

له دې حملې لا ۲۴ ساعتونه تېر شوي نه و چېپه یوه بله تروریستي انتحاري حمله کې د ملي پولیسو د اکاډیمۍ لږترلږه ۲۰ غړي ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ نور ژوبل شول.

ښاغلي نیازي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې ملا عبدالرزاق او محمد رسول د ملایانو پلاوي ته، چې منځګړتوب کوي، د منصور له مشرتابه سره د خپل اختلاف دلایل وویل.

عبدالرزاق او رسول د کوټې شورا غړي دي خو د منصور د غوراوي غونډې ته د یو شمېر نورو ترڅنګ نه ول بلل شوي.

کله چې له ملا عبدالمنان نیازي څخه وپوښتل شول چې منصور د کوټې د شورا د اکثرو غړیو په خوښه غوره شوی، ده وویل«دا خبره سمه نه ده ځکه چې د شورا ځیني غړیو ته اصلاً بلنه نه وه ورکړای شوې او ځینو غونډه بایکاټ کړې وه.»

خو د ایکسپریس تریبیون په وینا د ملا عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمین، چې د طالبانو یو مهم سلاکار دی، د منصور د مخالفانو ادعا رد کړه، ویې ویل چې د طالبانو د مشرتابه شورا (د کوټې شورا) په سلو کې ۹۵غړي د منصور د مشرتابه ملاتړ کوي.

ده همداراز وویل:«د نوي مشر یو شمېر مخالفت کوونکو د تېرو ۱۴ یا ۱۵ کلونو په مقاومت کې رول نه درلود. دوی زیات له کاروبار سره لېواله ول او اوس د امیرالمومنین خلاف خبرې کوي.»

منصور ځان امیرالمومنین بولي.

مطمین دې پاکستانۍ ورځپاڼې ته دا هم ویلي چې ملا عمر نه غوښتل چې د کورنۍ کوم غړی یې د طالبانو د چارو مشري په غاړه واخلي.

3 thoughts on “منځګړي ملایان به نن د طالبانو د اختلاف په اړه فیصله وکړي”
  1. اوس دغه ښاغلی او نور ټول چې په کوټه،پېښور او کراچۍ کې دې په عمل کې د مسلمانانو مشر ان خو په حقیقت کې د مسلمانانو وژونکی

  2. که ملا دی که طالب خدای اصلاح کری که نه اصلاح کیگی نو بیا دی خدای داسی تباه او برباد کری لکه دلوط پیغمبر قوم چی تباه شو همهغسی دی خدای نیست او نابود کری.امین

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *