په یو هیواد کي د ټولنیز نظم رامنځ ته کولو او ساتلو لپاره د حکومت وجود لازمي دی، ولس د خپلو رایو له لارې حکومت ته مشروعیت او د ملاتړ له لارې خپل نظام ته قوت او ثبات ورپه برخه کوي. حکومتونه د امورو په هکله د منتخب پارلمان له لارې له ولس سره په چارو کي مشوره کوي او ولسونه د حکومتونو د فیصلو قدر او د خپل حکومت د اوامرو اطاعت کوي. دا هغه اصول دي چې په قرآن شریف کی د الله تبارک و تعالی له خوا موږ ته تعین شوي: (۱: و امرهم شورا بینهم ، ۲: و اطیعوالله و اطیعوالرسول و اولی الامر منکم ). کله چې په یو هیواد کې د ولس په خوښه حکومت رامنځ ته شي، په دغه هیواد کې امن راځي، د امن له برکته تعلیم، زراعت، صنعت، تخنیک، تجارت او داسی نور… وده کوي چې د هیواد په اقتصاد او د ولس په ژوند مثبت اغیر کوي او له برکته یې د هیواد د پرمختګ او د ولس د هوساینې سبب ګرځي .
له بده برغه زموږ د هیواد حکومتونه ترډیره د ولس له ملاتړه بې برخې ؤ او اوس هم دی، د اولی الامر د اطاعت پرځای زموږ د ولس یوه برخه تل د ډلو او افرادو ترشا دریدلی چې نتیجه یې کورنۍ جګړه او د هغه په تعقیب د طالبانو دوره یادولای شو. موږ په لوی لاس خپل نظام، سیاسي جوړښتونه، ادارې، ملي شتمنۍ او ملي یووالی له منځه یووړ او په بدل کې مو بدبختي، بې اتفاقي، بیوسي، فقر، بیسوادي او لاچاري ترلاسه کړه. دا هرڅه موږ خپله په خپل ځان کړی او علت یي داؤ چي د خدای تعالی د احکامو، سیاسی بصیرت او د مصلحت پرځای د هغو کسانو او ډلو خبرو ته غوږ ؤ چي د پردیو له خوا تربیه ، تجهیز او تمویلیدل. زمونږ هیواد له تیرو دری نیمو لسیزو راهیسی د یو داسي اور په لمن کي سوځي چي ددغه هیواد ځینی نا اهله بچو خپل کور ته د پردو په لمسون راوړی. د وروستیو انکشافاتو په نتیجه کي دا ټولو ته جوته شوه چي دغه لوبه د وخت د دوه سترو قدرتونو (شوروی اتحاد او د امریکا متحده ایالات) ترمنځ وه خو له بده مرغه میدان یي زمونږ هیواد شو او ابزار یي هغه طبقه چي افغانانو په هغوی په پټو سترګو باور کولو چي عبارت له مذهبي کړیو او ملایانو دی، د جهادی ډلو تر عنوان لاندی غوره شول. جهاد په اصل کي په غرب کي پلان شوی یوه داسی پروژه وه چي د هغه وخت یوه ستر قدرت د خپل حریف د ماتولو په هدف په غرب کي پلان او د تطبیق لپاره یي پاکستان او ایران ته ورپه لاس کړه چي دغو دواړو هیوادونو د ددغی پروژی لپاره ټیکه داران پیداکړل چي هغه زمونږ جهادی رهبران ؤ. دغو جهادی ډلو په ډیر صداقت سره د پردیو (امریکا او متحدینو) له خوا ورسپارل شوی دنده (یعنی د جهاد د پروژی ټیکه) په پوره ایمانداری سرته ورسوله، د هغوی د پیسو په بدل کي یي خپل هیواد او لا اقل دری نسلونه تباه کړل، د خدای (ج) په ځمکه یي فساد قایم کړ چي تراوسه پوری دوی په خپله دغه دکانداری اخته دی.
دغه لوبه چي د پردیو له خوا جوړه شوی ډیره جالبه ده، لکه په ګیمونو کي چي وی: دغو پردیو ړومبی جهادي ډلې ایجاد کړي، د دوی د له منځه وړو لپاره یي یوبل وایرس د طالبانو په نوم ایجاد کړ اوس یي د طالبانو په مقابل کي داعش … د یو وایرس لپاره بل او د بل لپاره بل …
د جهادي ډلو، طالبانو او داعش ټولو وجود د پاکستان او ایران له خاورو منشأ اخلي، د دوی ادعاوې او فتواوې د اسلام پرځای د اسلام آباد او تهران د هدایت پر اساس وې، د دوی وفاداري او تعهد د افغانستان پرځای د پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو سره ده او د قرآن مجید آیت کریمه (ولا تشترو بایتی ثمنا قلیلا) په اصل کي دغو ډلو ته اشاره ده. خدای (ج) د وکړي چي ولس او لا اقل نوی نسل د دغو مداریانو په جال کی راګیر نشی. (یوه یادونه ضروری ده هغه دا چي دغه جهادی ډلی سیاسی ډلي نه وی، نه دی او نه هم ورته آمادګي لری).
سوله: په تیرو وروستیو کي د سولې نوم ډیر اوریدل کیږی او هر شخص د سولې په هکله خپل نظر ورکوی، جهادی ډلې چي په ګډ وډیو کي یي خیر دی هیڅکله نه غواړي چي په افغانستان کي سوله راشي او تل په دی تکل کي وی چي مخه یي ونیسی او دغه موجود نظام له منځه یوسی. د سولي دښمنان چي په اصل کي زمونږ ناځوانه ګاونډیان دی تل د خپلو لاسپوڅو له لاری کوښښ کوی څو زمونږ په هیواد کي د نظام د جوړیدو مخه ونیسی، خو چي په خپله ړومبۍ سوبه کي پاتی راغلل نو بیا یی د نظام د کمزوری کولو کوښښونه پیل کړل. دغه دښمنانو تل د خپلو ګوډاګیو له لاری کوښښ کړی څو دغه نظام کمزوی کړی، مونږ ترډیره فکر کولو چي یواځي طالبان او داعش د پاکستان ، ایران ، هند، روسیي او داسی نورو ګټې خوندی کوی خو ترطالبانو ډیر پخوانی مجاهدین چي په سر کي یي د اسلامی حزب او جمعیت دی د دوی د ګټو د خوندی کولو ضامن دی. حزب اسلامی او جمعیت د مجاهدینو لمړني تنظیمونه دی چي د پاکستان په مرسته د افغانستان د بربادی په موخه تمویل او تربیت شول او لا کیږی. دغه جهادی ډلې د سړی تښتونی، د مخدره توکو قاچاق، د شخصی او دولتی ځمکو چور، اداری او اخلاقی فساد، زنجیری وژنو، د نظام د کمزوری کولو، مصنوعی نامنی ایجادولو او دلارو په شوکولو کي ښکیلي دی. دوی کله په ډله ایزه توګه په یو میز د حراست او د ثبات د عالی شورا په بڼه او کله په انفرادی ډول لکه د انورالحق ملی جبهه ، کله د عطا محمد نورپه ډول له حکومته د باغي او کله هم د دولت د وسله والو مخالفینو په جامه لکه حکمتیار او طالبان راپورته کیږی، لمړی کوښښ یي داوی چي دولس ذهنیت مخشوش کړی او بیا په ورانکاریو لاس پوری کړی چي ښکاره ثبوت یي تیری دری نیمی لسیزی دی.
ملت او په خاصه ځوانان باید نور د غفلت له خوبه راویښ شی، د ښه او بد تمیز وکړی ، نورباید په دی اطمینان پیدا کړو چي زمونږ د ستونزو حل له جهادی ډلو او یا افراو سره نه بلکه د یوه قوی نظام چي د ټولنیز نظم په نتیجه کي د ولسی حکومت په شکل رامنځ ته شوی ممکن ده. ولس باید د خدای دین او قرآن مجید د احکامو په رڼا کي د خپل نظام ملاتړ وکړی. د موجوده بدبختیو حل یوازی او یوازی د قوی نظام موجودیت دی او بس، دا منم چي په حکومت کي ډیری نیمګرتیاوی شته د حکومت اکثره پالیسي اصلاح طلبه او دوباره کتو ته اړتیا لری او دغه اصلاح د موجوده نظام په موجودیت کي ممکنه ده خو د اصلاح لار د نظام له منځه وړل او یا کمزوری کول نه بلکه د دیموکراتیکو پروسو له لاری چي په قانون کي ورته ځای ورکړل شوی هلی ځلي دی. راځي چي د خپل نظام ترشا ودریږو،. زمونږ اوسنی حکومت د ډاکټر غنی په مشری ددی توان او زغم لری چي د ولس ږغ ته غوږ شي، نیوکي یي په خلاصو غوږو واوری او د حل لاری ورته ولټوی.
لندن
دیره په واقعت ولاره لیکنه په قلم د برکت شه
حکومت باید د هغو احزابو د غړو څیړنه او څارنه وکړی کوم چه راجستر شوی او رسمیت یی ورکړی او روښانه شی کوم حزب ،کومی خواته روان دی ؟
په خپلو تعهداتو پابند دی ؟
دمرام سره سم ، مسؤلیت اداء کوی که هغه صرف کرښی دی او حزب پخپل سر روان دی؟
معاونین ،وزیران،والیان ،رئیسان او ولسوالان یی کوم چه په حکومت کی برخه لری کومه فیصدی یی صالح او کومه فاسده ده که د فساد برخه یی درنه وی لږ یا ډیره ،باید څه ورسره وشی ،په حکومت کی له برخی محروم شی؟ که ډیر فاسد وی ،حزب یی غیر قانونی اعلان شی او مفسدین یی حساب ته حواله شی؟
که کوم حزب ملیشی لری او لکه اجرتی قاتلان ، غاصبین او جنایت کارانو اعمال ترسره کوی نو بیا به د حکومت عکس العمل څه وی؟
که د بهرنیانو نه پیسی او وسلی اخلی یا د وزارت له امکاناتو ،وسلو او پیسو نه د حزب په ګټه کار اخلی یا د موازی حکومت په شان عمل کوی ، دحکومت دریځ به څه وی؟
که دیو حزب اکثریت ارکان بالفعل په فساد او جنایت یا د ملی ګټو خلاف فعال وی نو د داسی حزب ،انجام به څه وی فتوحاتو ته به دوام ورکوی که به یی لاس قطع کیږی ؟
آیا احزاب باید تربیتی سالم نظام ولری که نه؟ یا فعالیت به یی دا وی چه مال خودم از خودم ،مال مردم هم از خودم ، چور تاکه می توانی؟
نو نه پوهیږم د احزابو قانون شته؟ خلک پری خبر ندی ، مراقبت او څارنه نشته، حکام ړانده دی یا ترک فساد موجب مرض شان می شود.
احزاب که د عادی خلکو په شان او حتی بدتر عمل کوی یا فساد تشدیدوی یا لکه یو باند د مفسدینو عمل کوی نو بیا باید منحل او له سره باید په سالم بنیاد ورغول شی او ګند یی تصفیه او تجرید شی
دا او دیته ورته فلتر داصلاح لپاره ،شتون یی حتمی دی ورنه قانون څه فایده لری چه سالم او فاسد تمیز نکړی او حتی فاسد رجحان ولری؟
واقعا ډېر شه مطلب دی او ډېرو شو موضوعاتو ته مو اشاره کړې وه الله مو همیشه کامیابه لره .
واقعا چې زمونږ کامیابی فقد په یوالی او د دولت په ملاتړ کې دی او بس .
ولس هم دا غواړي خودولس یوه بره خلک دهمدې ټیکدارانو په لومه کې په شعوري یاغیرې شعوري ډول ښکیل دي ، له دوي څخه یې دخلاصون یوازنۍ لاره یوموټې کیدل اوهم دمرکزي دولت پیاوړي کیدل دي ، په هرقیمت چې کیږي مرکزي دولت اوخلک باید ددې ټیکدارانو له اسرات اوفریت څخه ځانونه خلاص کړي،دخپل دولت دپیاوړي کیدو په فکرکې دکوټلي ګامونه اوچت کړي ، دولت باید نور ددې ټیکدارانو دتخریب اومنفي انتقاداتو مخه ونیسي ، مطبوعات هم باید خپل اصلات ترخپولاندې نه کړي ددولت داستحکام اوپیاوړتیا له پاره بایدځانګړي پرګرامونه اوبرنامې ترکارلاندې ونیسي