ستاسو ذهن باید پر دې ډاډمن وي چې د يو کار د تر سره کولو او يا يو څه د تر لاسه کولو وړتيا لرئ. براین تریسي د “هدف” په نوم کتاب کې دوه مثالونه راوړي دي چې د یوه یې دلته یادونه کوو:

له يوه زده کوونکي مې وپوښتل چې موخه وټاکه. هغه وويل غواړم د يو کابل په موده کې په ټوله نړۍ کې سوله راولم.

بيا مې ترې وپوښتل: ایا ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي یې؟

 – نه

د امریکا ولسمشر یې؟

 – نه

د یوې لویې ډلې مذهبې او معنوي مشر یې

 – نه

چې داسې ده نو خپل کار کوه!  ستا یې په نړیواله سوله څه! ته هڅه وکړه خپله کورنۍ دې په سوله کې ژوند وکړي.

موخه باید د باور وړ او ممکنه وي. که يوه داسې موخه ټاکئ چې په تر لاسه کولو يې ډاډمن نه وی، په حقيقت کې د خپلې ماتې لپاره نقشه جوړوی؛ ځکه یو خو مو داسې موخه ټاکلې چې پوهېږئ ورته رسېدی نه شئ او بیا یې چې کله د لاسته راوړلو هڅه کوئ تل به غمګین او پرېشانه یاست.

د ټاکل شوو موخو څو ښې بېلګې:

۱- د ۱۳۹۶ کال تر ۱۲ مې میاشتې باید ۶۵ کیلوګرامه وزن ولرم

۲- د ۱۳۹۶ کال تر پایه مې باید پانګه ۵۰۰۰۰ ډالره وي

۳- د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې باید د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شم

او داسې نور…

One thought on “موخو ته په رسېدو بايد ډاډمن وئ/ ژباړه: حمیدالله حمیدي”
  1. سلام وروره دا لیکنه ته لږ پام کوی بیا یی پوسټ کوی ځکه
    چی دا لیکنۍ ټوله نړی ګوری.
    مثلاً.له يوه زده کوونکي مې وپوښتل چې موخه وټاکه. هغه وويل غواړم د يو (کابل-کال) په موده کې په ټوله نړۍ کې سوله راولم.

ځواب ورکول Zakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *