تاند- د هند پولیسو یوه کوتره ونیوله چې د دغه هیواد صدراعظم نریندر مودي ته یې له پاکستانه ګواښونکی پیغام لېږه.

د بریتانیا د انډیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې دا کوتره له پاکستان سره د هند په پوله کې ونیول شوه.

کوترې له ځان سره یو یادښت ووړ چې په هغه کې د هند صدراعظم نریندر مودي ته خبرداری لیکل شوی و چې هر پاکستانی ماشوم د هند پر ضد جګړې ته تیار دی.

د هند سرحدي ځواکونو دا کوتره د هند د شمالي پنجاب ایالت په پټانکوټ کې وموندله.

په همدې سیمه کې د جنورۍ په میاشت کې د پاکستاني سختدریځو له لوري د هند د پوځ پر اډې برید شوی و.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پټانکوټ د پولیسو رييس راکیش کومار وویل«موږ دا کوتره تېر ماښام ونیوله.»

په یادښت کې مودي ته په اردو ژبه لیکل شوي «موږ هغه خلک نه یوو چې په ۱۹۷۱ کې وو.»

په ۱۹۷۱ م کال د پاکستان یولک سرتېري په بنګله دېش کې هندي پوځیانو ته تسلیم شول او بنګله دېش خپلواک شو. په یو وار د یولک پوځیانو تسلیمي د پاکستان لپاره لوی شرم او بې عزتي وه.

ښاغلي کومار وویل چې یادښت د پاکستاني سختدریځې ډلې لشکر طیبه له لوري لاسلیک شوی دی.

2 thoughts on “مودي ته د ګواښونکي پیغام وړونکې کوتره ونیوله شوه”
  1. پاکستان دافغانانو ازار وهلی لکه چی هنده ته وشرمیده همداسی بی خدای ج افغانانو ته هم شرموی داده ډالرو سپیان دی اوس به یی پیغلی او کوتری په هند کی چکری وهی

  2. دهندو په بمو وران شی پاکستانه
    خدای دی مه ابادوه د وحشت کوره
    سری لمبی شی سور انګاراو تو رسکاره شې
    افغانانو ته محتاج شی سر سرتوره
    د اسلام ترنامه لاندی سره کافره
    د انګریز بچیه ورشه ځان ته ګوره

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *