تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي وايي، د افغانستان د حالاتو په اړه د ده او پوتین نظر ورته والی لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /شنبه/ د بریکس په نوم په سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته ورسېد.

مودي د هند په ګوا کې د بریکس د سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل«ولسمشر پوتین او ما د افغانستان د حالاتو او د لوېدیځې اسیا د کړکېچ په اړه ورته نظرونه لرل.»

ده زیاته کړه چې روسیه هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې څرګند دریځ لري.

«موږ د پولو له پوري خوا څخه د تروریزم پر ضد، چې ټوله سیمه ګواښي، د مبارزې د ملاتړ په باب د روسیې درک ستایو.»

پوتین په افغانستان کې د مخدرو موادو له تولید، قاچاق او تروریزم سره د مبارزې په وړاندې پر نه زغم تاکید وکړ.

پوتین هند ته تر روانېدو مخکې وویل، د روسیې او هند ترمنځ په سیمه کې حالات کړکېچن دي خو د افغانستان حالات تر ټولو زیات اندېښمنوونکي دي.

ده په افغانستان کې د ترهګرو او سختدریځو زور اخیستو ته په اشارې وویل«روسیه او هند د نړیوالو معیارونو پر اساس په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د هلوځلو د ملاتړ د اړتیا په باب د نظر یووالی لري.»

پوتین له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیمه ییزو همکاریو زیاتېدا ته د خپل هیواد چمتووالی وښود.

پوتین د هند له صدراعظم نریندر مودي سره د انرژۍ او دفاعي چارو په برخه کې موافقې هم لاسلیک کړې.

One thought on “مودي وايي، د افغانستان په اړه له پوتین سره ورته نظر لري”
  1. زما په فکر د افغانستان جنگ د روسیه په گته ده، که افغانستان او پاکستان کی آرامی وی د مرکزی آسیا آزاد شوی جمهوریتونه خپل نفت و گاز صادره وی چی دا کار د روسیه په گته نه ده.

ځواب ورکول خلیل احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *