مورنۍ ژبه نه، خېټنۍ ژبه، د ډوډۍ، ژوند، اقتصاد او تجارت ژبه غواړم. نن د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ وه. په همدې مناسبت مې دا ناره پورته کړه. د ورځې مې نه، په نیمه شپه مې پورته کړه، ځکه غواړم غږ مې واورېدل شي او ما څوک ونه ویني. ښایي زما تر څېره، زما تر ډلې، زما تر نوع، زما تر نژاد زما غږ ډېر اغېزمن وي.

ژبه زما د خپل وجود او ذات برخه ده، او د خپل ځان او ذات مینه فطري ده، خو ما لا خپله دا برخه ځان په چا نه دی منلی. زما دغه برخه ذات محوه دی. ما خپل دا برخه ځان په خپله هم لا نه دی منلی. زه پخوا ډېر ساده وم. د خپلې لوږې کیسه کول به مې عیب ګڼل. خپل غربت او فقر اظهارول مې عیب ګاڼه. چې د ژبې حق به مې غوښت، نو د اصلي خبري پر ځای به مې دا نارې وهلې چې دا خو زما ثقافت دی، زما تاریخ دی، زما د ژبې الفاظ معنوي ملغلرې دي. دا د سردرو د آبشارونو ژبه، دا د پسرلي د شمالونو، د وږمو او نغمو ژبه ده.

زموږ د ژبې مدافعین چې اوس هم کښېني د ژبې هوایي او تجملي دفاع کوي. باباګان، نیکونه، ټپې، سندرې یادوي. هغه ټولې پر ځای، خو د ژبې د دفاع اصلي منطق دغه دی چې زه یې یادم. ته له ما څخه زما د ژبې په شکل دغه ټول صنعتونه او کاري فرصتونه اخلې، خو ما ته څه راکوې؟

دا ځل خپله دا حیاتي اړتیا په یوه بله بڼه درسره مطرح کوم، ګوندې دا طریقه خلکو ته زما د مستۍ او غرور پر ځای زما د حقیقي وجود او حقیقي حالت تصویر ورکړي او رحم راباندې وکړي. زه دا ځل مورنۍ ژبه د دې لپاره نه غواړم چې ښایسته ده، د دې لپاره یې هم نه غواړم چې اسانه ده. د دې لپاره یې هم نه غواړم چې خوږه، روانه، سلیسه ده. د دې لپاره یې هم نه غواړم چې اوږد تاریخ لري. د دې لپاره یې هم نه غواړم چې خوند راکوي، د دې لپاره خو یې بالکل نه غواړم چې د نورو تر ژبو ښایسته را ته ښکارېږي.

دا خبرې د مړې ګېډې دي، او مړه ګېډه خو معلومه ده چې پاړسي وایي. موږ دلته د وږي ګېډې خبرې کوو. چې مړه ګېډه پښتو وایي نو وږي خو باید پښتو ووایي کړه.

موږ خپله ژبه لومړی د دې لپاره غواړو چې وږي یو. په جېبونو کې مو د اولاد لپاره د درملو پېرودلو پیسې نشته.

نن سبا په نړۍ کې په لسګونو داسې صنعتونه دي چې ژبه یې د ملا تير ده. په دې صنعتونو کې په ملیاردونو ډالره پانګه ښکته پورته کېږي. که زما ژبه ژبه نه وي، دا ټول صنعتونه، او په دې صنعتونو کې پرته پانګه هم زما نه ده. د شوبز، ډرامې، فلم صنعت، د موسیقۍ صنعت، د سافټوېیر صنعت، د کتاب صنعت، د ژباړې صنعت، د لابي او تبلیغاتو صنعت، وکالت، دندې، او زرګونو نور داسې صنعتونه او کاري فرصتونه چې ژبه یې ما ته را کولای، او زما د ژبې غاصب یې را څخه غصبولای شي. ژبه د سینګارتون د استعمال مواد نه دي چې کارول او نه کارول یې یوه معنا ولري. یوه کلیمه ژبه یوه ګوله ډوډۍ ده. یواځې یو مثال یې وایم. د ژباړې په صنعت کې د ژبې د یوې کلیمې ارزښت لږ تر لږه ۵ افغانۍ ده. هره ورځ په لسګونو پښتانه یواځې په همدې دلیل د دفترونو له دندو او دروازو څخه ځوابېږي چې د دوی ژبه په دغو دفترونو کې د سړیو ژبه نه ده.
زه چې سودا پلورم، هم تاواني یم، ځکه مشتري ته د خپلو توکیو توصیف نشم کولای او چې پېرم یې هم تېروزم، ځکه چې چنې نشم وهلای. نو زما خپله ژبه د مارکیټینګ په ډګر کې هم په کار ده. دلته مې د احمدشاه بابا د امپراطورۍ قایمولو لپاره نه، د خپلو جورابو، خولیو، تسبو او مسواکو د پېرودلو لپاره په کار ده. زه وږی یم، په جېب کې مې د اولاد د درمل پیسې نشته.

دوهم، مورنۍ ژبه د دې لپاره غواړو چې ناپوهه یو، نالوستي یو. موږ چې په بله ژبه دومره خواري کوو چې د تعبیر، او تخلیق جوګه کېږو، نو سرونه مو سپین وي. موږ ځکه خپله ژبه بډایه غواړو.

زه ستا ژبه زده کولای شم، خو ستا په ژبه شعر، ناول، سندره لیکل له ما څخه نبوغ غواړي. کاشکې زما هر ماشوم نابغه وای چې ستا پر ژبه یې له تا سره شعرجنګي کړې وای، خو داسې نه کېږي.

درېیم، خپله مورنۍ ژبه د دې لپاره غواړم چې زه هر وخت پړ او ملامت یم. غواړم د ځان د سپیناوي وس ولرم.
کله چې مې په بازار کې تا سره شخړه شي، حوزې ته ولاړ شو، هلته زما ژبه تتړه وي. آمر صاحب زما په ژبه نه پوهېږي. زما مقابل طرف ژر ژر خپله خبره وکړي، زه په رڼو رڼو ورته ګورم، او په نه ملامته ملامت شم. کله چې بیا ځان ته وکیل ونیسم، وکیل مې د دعوې صورت په بله ژبه را ته ولیکي. زما دعوه وي، زما قضیه وي، زما دلیلونه وي، خو زه نه پرې پوهېږم. بیا هم حیران حیران ګورم. ما یو عمر په کلي کې تېر وي. د هغه ځای متل، شعر، سندره، د هغه ځای درانه کلیمات مې یاد وي. هلته ښه ژبور، ښه ټوکمار، ښه متل مار، ښه مثال تېروونکی یم، خو دلته چې راشم، نه مې متل په کار کېږي، نه مې شعر په کار کېږي، نه مې سندره څوک اوري. کله چې په دفتر کې پر یوه پروژه نظریات وړاندې کوم. له ما سره ښه پوخ نظر وي، ښه معقوله خبره وي، زه ماسټر او ډاکټر یم، خو چې کله غږېدل پیل کړم، د خپل دلیل ویلو پر ځای د بلې ژبې په الفاظو فکر کوم. یوه دقیقه وخت مې وي، هغه را څخه د بلې ژبې په ادبیاتو برابرولو تېر شي. په مقابل کې مې دوولسم پاس مامور لکه طوطي لګیا شيو آو خپله خطا او بې اساسه خبره دومره ښکلې بیان کي چې ټول پرې ور مات شي. کله چې پوهنتون ته راشم، لومړي دوه کاله مې په دې ولګېږي چې ځان په خبره وپوهوم، او هماغه را وشي چې، تا که اوزبک تاجک مېشه، تاجک ملا مېشه. زما ستا له ژبې سره مینه ده، خو ستا د ژبې حق نه شم اداء کولای. زما ستا له ژبې سره مینه ده، خو زما دا مینه زما دا دردونه یو هم نشي علاجولای. بده یې مه ګڼه. تعصب یې مه ګڼه. کرکه یې مه ګڼه. زما مجبوریت او زما اړتیا یې وګڼه. ما پرېږده چې په خپله ژبه وغږېږم.

زه مې مورنۍ ژبه غواړم. زه وږی یم، په جېب کې مې د اولاد لپاره د درمل پېرودلو پیسې نشته. پیسې په ژبه کې دي، ژبه مې څوک راسره مني نه.

By Editor2

13 thoughts on “مورنۍ ژبه نه، خېټنۍ ژبه غواړو/ مجید قرار”
  1. ډیره ښکلی او په منطق ولاړه لیکنه ده . په قلم د برکت اوعمر د ډیر شه.
    ټولو ځوانانو ته یی د یوځل ویلو بلنه ورکوم.

  2. قرارجانه نو څه درته ووایم
    بس دومره درته وایم چې الله دې ځانته نیږدې کړه
    الله دې ګناهونه معاف کړه
    الله دې مرتبې اوچتې کړه
    تا د دې محرومو خلکو درد څومره ښه تعبیر کړ

  3. مورنۍ ژبه اودهغې د درناوي خبره دنړۍ د لوړو اخلاقو او لوړې انساني پریکړې پایله ده چې د انساني فطري او لوړو معنوی ارزښتونو دتقویی او پالنې په خاطر دنړیوالو له خوا طرحه شوې ، زه فکرکوم چې موږ باید دخیټې ستونزه له خپلو خیټمارو سره طرح کړو ، نه دنړۍ له یوې واحدې فکري پریکړې سره ، هیله ده چی ښاغلي قرار باید دغې موضوع ته دخیټې له کړکۍ ونه ګوري او نه باید لوړمعنوي ارزښتونه چی دلوړو انسانی افکارو محصول دي ، په ټیټو تلو کې وتلي ، لږ دخدای لپاره که دمورنۍ ژبې د نومونې تقدس او له هغې ستا دغه تعبیرکه زه نړیوالو ته وژباړم ، پرته له دي چی دیوه ناخبره قام ټاپه راباندې ووهی بل څه نه شي تعبیریدای . هیله ده چی له دغې انساني نومونې څخه انساني تعبیر وکړو او له خپتې پرته لږ نورهم ورته ځیرشو .
    درناوي
    زرین ګل اندیا

  4. قرار صيب په عمر دې برکت شه او قلم دې ھميشه داسې حقيقت ويونكی واوسه ښکلې ليکنه ده ډير يې تشويق کړم او ډير يې خفه هم کړم ځکه تشويق يې ددې لپاره کړم چې بايد کار ورته وشي تر اوسه هسي ټول پري لاپي وهو او خفه پر دې شوم چې څومره لا له نورو ژبو پاتې يو او ټول حقايق رښتيا دې

  5. گران او هڅاند قرار صاحب
    زه د دغه بېځايه مفتو دعاگانو پرځای همدومره وايم : سياسي کره کتنې، سکونډنې دې بس نه دي چې اوس دې په ژبې پسې هم راواخېسته؟

  6. ولا ما د خپلې ژبې زور لیدلی. کیدای شي په لږ وخت کې د همدې وجې ډېره ښه دنده له لاسه ورکړم. څه وکړم په پښتو راسره د چا سر نه خلاصیږي او په نورو ورسره زما سر.په منطق کې ولا له ټولو تکړه یم خو په پښتو

  7. قرار صیب ډېرو اساسي او ښو ټکو ته د اشاره کړیده. ماته ستا د( پښتون او پکیج) لیکنه را یاده شوه. هو پښتو د پښتانه پکیج دی او دا پکیج باید غني او بډایه شي او پښتانه باید خپل پکیچ وکاروي نه د نورو.

  8. قرار صاحب لینکه دی پر ځا ی کړیده واقیعتونه دی ویلی دی الله دی وکړی چه خپله ژبه ژوندی وسا تو او خدمت ورته وکړو کنه نو همدا سی حا ل به مو ی او حقوق به مو بل خوری

  9. د بحتانی صاحب شعر دی چه وایی

    د پښتو پسی پښتو پښتو ناری کړی——-پښتانه هم فارسی وایی چه ماړه شی

    مننه

ځواب ورکول m.a. zyar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *