د موسيقي په اړه د مسلمانو پوهانو ترمنځ دوه انده موجود دي. ډېری پوهان په دې نظر دي چي موسیقي د رواياتو له مخې حرامه ده. د پوهانو يوه بله وړه ډله په دې فکر دي چي د موسیقي حرمت ته په قران کي اشاره هم نه ده شوې او بل خوا د حرمت په اړه زیاتره روايات يې موضوعي او یا سخت ضعيف دي. د حرمت ملاتړي پوهان په دې اړه يوازي اته روايات داسي بولي چي استدلال ترې وشي او تر ټولو باوري روايت دوئ هغه بولي چي بخاري په خپل کتاب کي معلق راوړی او نورو محدثينو بیا متصل کړی دی. د دې روايت په اړه محدثين پر دوو ډلو ويشلي دي. ځيني يې د صحت لور ته ترجيح ور کوي او يو شمېر نور يې بیا ضعيف ګڼي. دا مقاله مي د همدې رواياتو د څېړنې لپاره ځانګړې کړېده چي په راتلونکو کرښو کي به يې په اړه تفصيلي بحث وکړو.

په دې مقاله کي د هغو اياتونو په اړه بحث نه کوم چي يو شمېر کسان يې د موسیقي له حرمت سره تړي. ځکه نه د ایاتونو الفاظ دا توجیه کوي، نه يې سیاق او سباق مني او نه د اصحابو هغه اقوال د سند له مخې کره او ثابت دي چي دا روايات د موسیقي په اړه بولي. دې ټکو ته په کتو نو بحث د هغو رواياتو په اړه کوم چي له دې موضوع سره تړلي دي، خو لومړی د قران د يوې اصطلاح(فحشا) په اړه وضاحت کوم.

په قران کي د فحشا الفاظ د حقیقت له مخې زنا(الاسراء: ۳۲) ته کار شوي، خو دا چي عربو د فحش توری یوازي زنا ته هم نه کاروه، بلکي زنا، له زنا سره اړوند فعلونه او اقوال، همجنس بازي،  بخل، بې انصافي او ځيني نوري بدي کړنې، له دې امله نو قران هم له زنا سره يوځای همجنس بازي(العنکبوت:۲۸)، له میرې سره نکاح(النساء: ۲۲) او بدو کړنو(ال عمران: ۱۳۵) ته هم د فحشا اصطلاح کارولې. د (الکلیات) لیکوال وايي:

[الْفَحْشَاء] : كل فحشاء ذكر فِي الْقُرْآن فَالْمُرَاد الزِّنَا إِلَّا فِي قَوْله تَعَالَى: {الشَّيْطَان يَعدكُم الْفقر ويأمركم بالفحشاء} : فَإِن المُرَاد الْبُخْل فِي أَدَاء الزَّكَاة (الکلیات، فصل الفاء)

ژباړه: په قران کي هر ځای د فحشا توری زنا ته کار شوی مګر يوازي په ذکر شوي ايت کي فحشا د بخل لپاره استعمال شوې.

له دې وضاحت څخه مي هدف دا وو چي يو شمېر کسان د فحشا ايت پر موسیقي ور ترپي، په داسي حال کي چي موسیقي د فحشا تر ايت لاندي په هيڅ صورت نه شي راتلای. موسیقي د زنا ذریعه نه ده او نه هم وه. بلکي څېړنو ښودلې چي څوک موسیقي اوري نو طبيعت يې سمېږي او يو ډول خوشالي احساسوي. يو شمېر مریضانو ته ډاکټران د درملنې لپاره دا توصیه کوي چي موسیقي دي اوري څو له ناروغي ښه شي.

اوس د هغو رواياتو په اړه بحث ته را ګرزم چي د موسیقي د حرمت په اړه د رواياتو په کتابونو کي راغلي.

لومړی روايت:

لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ، يَسْتَحِلُّونَ الحِرَ وَالحَرِيرَ، وَالخَمْرَ وَالمَعَازِفَ (بخاري: ۵۵۹۰)

ژباړه: ارو مرو به زما په امت کي داسي ډلې پيدا شي چي زنا، ورېښم، شراب او موسیقي به حلال ګڼي.

په دې روايت کي د معازف الفاظ شاذ دي، ځکه عطیه بن قیس نومي راوي یوازي دا الفاظ راوړي په داسي حال کي چي د روايت په نورو طریقو کي دا الفاظ نه شته او روايت د معازف له توري پرته راغلی او عطیه هغه راوي نه دی چي تفرد یې حجت وګڼل شي. ځکه د ده په اړه محدثين ښه نظر نه لري. امام بزار په کشف الاستار (۱/ ۱۰۶) کي وايي: لا باس به.  امام ابو حاتم په جرح و تعدیل کي وايي: صالح الحدیث. امام ابن سعد په الطبقات کي وايي: وکان معروفا و له احادیث. شیخ الباني په الضعیفة (۳/ ۱۱۲) کي د ابو حاتم د الفاظو په اړه تر يوې تشريح وروسته کاږي:فهذا نص منه علی ان کلمة صالح الحدیث مثل قولهم لین الحدیث یکتب حدیثه للاعتبار والشواهد، لا التعدیل عند ابي حاتم خلافا لما یدل علیه کلام السیوطي في التدریب.

ژباړه: نو ده دا څرګنده کړه چي د صالح الحدیث کليمه د محدثينو د لین الحدیث له کليمې سره برابره ده چي حدیث يې د شاهد او تابع په ډول ليکل کېدای شي، نو د ابوحاتم کلام تعدیل نه شو لکه چي سیوطي په تدریب کي همدا فهمولې.

د هیثم بن عمران په نوم يو کس له عبد الواحد بن قیس څخه روايت کړی چي د ده حافظه ښه وه ځکه نورو خلګو خپل قرأتونه د ده په قرأت سمول. خو دا روايت ځکه د اعتبار وړ نه دی چي راوي يې خپله تر شک لاندي دی. عبد الواحد محدثينو سخت غندلی او ډېر کمزوری يې ګنلی دی، له دې امله نو د ده روايت د بل په اړه نه شو منلای.

د محدثينو دوو سرلارو امام بخاري او امام مسلم په خپلو کتابونو کي د عطیه په روايت هيڅکله یوازي استدلال نه دی کړی بلکي صرف د شاهد او تابع په توګه يې راوړی. ځکه بخاري دا حدیث د شرابو په بحث کي راوړی او داسي باب يې ايښی دی: باب ما جاء فیمن یستحل الخمر و یسمیه بغیر اسمه. خو همدا روايت يې بیا د معازف په باب کي نه دی رواړی ځکه د راويانو ترمنځ اتفاقي شی د خمر توری دی چي ټولو راويانو یاد کړی او د معازف یادونه یوازي عطیه کړې چي دا الفاظ شاذ دي او راوي يې د استدلال وړ نه دی.يو مهم ټکی دا هم دی چي د روايت الفاظ خوندي شوي نه دي کله يو ډول او کله بل ډول راغلي. د بخاري روايت مو لوړ ذکر کړ چي څلور شیان يې یاد کړي، د ابوداؤد په روايت کي د (الحر، زنا) پر ځای (الخز/ پرېړ ورېښم) توری راغلی، د بیقهي په السنن الصغير کي بیا ورېښم، شراب او معازف یاد شوي. له دې اختلافه ښکاري چي روايت خوندي نه دی او معامله له عطیه خرابه شوېده. د ده له روايت سره راغلي شواهد هم ټول ضعيف دي چي يو ضعيف د بل ضعيف لپاره تکيه نه شي جوړېدای. امام الباني د خپل کتاب (صلاة التراویح) په هغه بحث کي چي پر شل رکعته تراوو يې اجماع رد کړېده، يو ځای داسي اصل بیانوي:

لأنه بني على ضعيف وما بني على ضعيف فهو ضعيف.

ژباړه: ځکه د دې بنیاد پر ضعیف ښودل شوی دی او کوم شی چي پر ضعيف بنا وي هغه خپله هم ضعيف وي.

امام بخاري په خپل تاريخ کي د مالک بن ابي مريم په نوم له یو بل کس د معازفو د حرمت په اړه روايت نقل کړی چي يو شمېر کسان دا روايت د عطیه متابع بولي. په داسي حال کي چي د مالک بن ابي مريم روايت خپله د مالک له وجي نه دی صحیح، ځکه مالک مجهول کس دی او هيچا يې تعدیل نه دی کړی، نو څنګه د يو داسي کس روايت د تابع په توګه ومنو چي د هغه هيڅ نه وي مالوم. د ده په اړه محدثين وايي:

قال الحافظ في تهذيب التهذيب 10 / 21 :

و قال ابن حزم : لا يدرى من هو .

و قال الذهبى : لا يعرف . اهـ .

ژباړه: ابن حجر په یاد کتاب کي ویلي: ابن حزم ویل، دی نه پوهېږي چي دا کس څوک دی او ذهبي ویل، مجهول کس دی.

د میزان الاعتدال لیکوال تر(۷۰۲۹) شمېره لاندي مالک راوړی او زیاتوي: (عن ابن غنم

لا يعرف.) ابن غنم ویل مجهول دی.  د مالک او عطیه يو بل متابع بخاري په تاريخ کبیر کي په (۹۶۷) شمېره راوړی لکن سند يې شکمن دی، د يوه راوي لپاره د (عمن اخبره) الفاظ کار شوي چي په سم ډول نه مالومېږي دا خبر څوک ور کوي، نو د دې شک له وجې هغه روايت بې اعتباره دی او د متابعت وړ نه دی. ځيني کسان پر دې ټينګار کوي چي په دې یادو الفاظو عبد الرحمن بن غنم راوي ته اشاره شوې، لکن دا خبره يې له څه دلیل پرته کړې. بلکي ده هم شک کړی لومړی يې ویلي که په دې الفاظو ابن غنم ته اشاره وي نو هغه ثقه دی او که بل څوک هدف وي نو بیا تابعي مستور دی. له دې الفاظو خپله د شک بوی راځي، له دې امله نو په پوره ډاډ سره وايم چي د دې روايت تابعي راوي مالوم نه دی او د شک له امله موږ د يو شي پر حرمت هيڅکله فیصله نه کوو، بلکي د دې حدیث (دع مایریبک الی ما لا یریبک) د اصل له مخې دا ضعیف او واهي روايات د دې وړ نه بولو چي د شیانو حرمت په ثابت کړو، ځکه حرمت يوه باوري پرېکړه ده چي باوري دلایل ورته لازمي دي نه د دې رواياتو په شان کمزوري او ضعيف روايات.

 دويم روايت:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَوْتَانِ مَلْعُونَانِ صَوْتُ مِزْمَارٍ عِنْدَ نِعْمَةٍ وَصَوْتُ رَنَّةٍ عِنْدَ مُصِيبَةٍ(مسند البزار: ۷۵۱۳)

ژباړه: انس رض ویل چي رسول الله وویل: پر دوو اوازو لعنت سوی، يو د نعمت پر وخت د نل(شپېلۍ) ږغ او بل د مصيبت پر وخت د غم اواز.

دا روايت د سند له مخې کره نه دی، د شبيب بن بشر په نوم راوي يې ضعيف دی. مزي په خپل کتاب(تهذیب الکمال) کي ليکلي:

قال أبو حاتم : لين الحديث.

و ذكره ابن حبان فى كتاب ” الثقات ” ، و قال : يخطىء كثيرا .

ژباړه: ابو حاتم ویل، لین الحدیث دی، ابن حبان په ثقاتو کي راوړی او ویل يې: ډېر خطا کېده.

د میزان الاعتدال لیکوال وايي: قال أبو حاتم وغيره: لين الحديث.

ابو حاتم او نورو ویلي چي د لین الحدیث مرتبه يې ده.

د ده په اړه يوازي امام ابن معين ویل چي ثقه دی، لکن د ابن معين وینا ځکه د اعتبار وړ نه ده چي هغه ډېر متساهل دی او تر تعديل دلته ځکه جرحه مخته ده چي مفسره ده یاني دلیل ور سره راوړل شوی چي زیات خطا کېده. په داسي حال کي چي ابن معين يې د باوريتوب کومه بیلګه نه ده وړاندي کړې.

 امام الباني په خپل کتاب(تحریم الات الطرب) کي ليکلي چي د شبیب بن بشر متابعت عیسی بن طهمان هم کړی دی چي همدا روايت يې له انسه نقل کړی. ما چي څومره تحقیق وکړ د عیسی روايت مي ونه موند، البته د ده په اړه محدثينو بیلا بیل نظریات ور کړي چي تر ټولو منځلاری يې  د ابن حبان رایه ده. ابن حجر په تهذیب التهذیب (۸/ ۲۱۶) کي څو نظرونه نقل کړي:

قال ابن حبان : يتفرد بالمناكير عن أنس.

و يزيد الرقاشى عنه ; لا يجوز الاحتجاج بخبره .

و قال العقيلى : لا يتابع على حديثه.

ابن حبان ویل:له انسه په خاص ډول مناکیر روايات نقلوي. یزید الرقاشي ویل: په روايت يې دلیل نه شي نیول کېدای، عقیلي ویل: د حدیثو متابعت يې نه کېږي.

که د ده په اړه د هغو محدثينو نظریات هم ولولو چي ثقه يې ګڼلی، نو دې پایلي ته رسېږو چي باوري به وي البته د انس روايات يې د منلو نه دي. ځکه ابن حبان يې په اړه مفسره جرحه کړې چي د انس روايات يې منکر دی. نو دلته يې متابعت ځکه نه منل کېږي چي ده هم روايت له انسه کړی او د انس روايات يې تر شک لاندي دي، له دې امله يې متابعت مردود دی.

امام حاکم په مستدرک او بیهقي په شعب الایمان کي د انس د روايت يو شاهد له جابر یا عبد الرحمن بن عوف څخه نقل کړی چي په سند کي يې ابن ابي لیلی کمزوری راوي سته. امام مزي په تهذیب الکمال کي وايي:

قال عبد الله بن أحمد بن حنبل ، عن أبيه : كان سىء الحفظ ، مضطرب الحديث ، كان فقه ابن أبى ليلى أحب إلينا من حديثه ، فى حديثه اضطراب .

عبد الله د خپل پلار په حواله ویل: دی سیء الحفظ او مضطرب الحدیث وو، تر حدیثو يې ماته فقه ښه وه ځکه په حدیثو کي يې اضطراب ليدل کېږي.

مزي دا هم ویلي چي امام احمد السعدي ویل: له عطاء څخه د ده زیاتره روايات ناسم دي.

تر دې وضاحت وروسته ویلای شو چي د عبد الرحمن یا د جابر او عبد الرحمن دواړو دا روايت ځکه د انس د روايت شاهد نه شي کېدای چي د دې روايت سند کمزوری دی، ټول مدار يې پر ابن ابي لیلی دی او هغه خپله کمزوری دی او له عطاء څخه روايات يې په خاص ډول کمزوري دي چي دا روايت يې هم له عطاء څخه کړی او د هيڅ اعتبار وړ نه دی.

درېيم روايت:

” إِنَّ اللهَ حَرَّمَ عَلَيَّ، أَوْ حَرَّمَ الْخَمْرَ وَالْمَيْسِرَ وَالْكُوبَةَ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ.

ژباړه: بېشکه الله پر ما او يا الله شراب، قمار، کوبه او هر نشه کوونکی شی حرام کړی دی.

پاسنی روايت امام احمد په خپل مسند کي په (۲۴۷۶) شمېره راوړی. امام الباني هم  د دې روايت پر سند ږغېدلی او د مسند احمد محقق هم سند سم بللی، ما يې هم په اړه داسي څه نه دي موندلي چي دلته يې ذکر کړم. خو دلته خبره په سند کي نه، بلکي په متن کي ده. د الکوبة توری مالوم نه دی چي اصلي مانا يې څه ده؟ چا د «الطبل» (د سروز الات) مانا ترې اخیستې، چا «نرد» بللی او نرد د چکې په شان د لوبي او ساتيري يوه اله ده چي اتلس ګيټي غواړي. بل چا بیا بل تعریف ورته غوره کړی، لنډه دا چي د الکوبة سمه مانا نه ده فهمول شوې چي کوبه یاني څه؟ نو په داسي يوه روايت د حراموالي فیصله نه شو کولای چي د متن سم لېدلوری يې نه مالومېږي.

د لسان العرب لیکوال کاږي:

والكُوبة: الشِّطْرَنْجَةُ. والكُوبَةُ: الطَّبْل والنَّرْدُ. قَالَ أَبو عُبَيْدٍ: أَما الكُوبة، فإِن مُحَمَّدَ بْنَ كَثِيرٍ أَخبرني أَن الكُوبةَ النَّرْدُ فِي كَلَامِ أَهل الْيَمَنِ؛ وَقَالَ غَيْرُهُ، الكُوبَةُ: الطَّبْلُ.

ژباړه: کوبه یاني شطرنج، کوبه د سروز الې او نرد ته هم وايي. ابو عبيد ویل، محمد بن کثیر خبر را کړ چي کوبه د یمنیانو په ژبه نرد ته وايي او بل چا ویلي چي کوبه د سروز الو ته وايي.

بلکي د سروز ترجمه د لغتو کتابونو په (قیل) لفظ راوړې چي يو ډول کمزوري او غیر حقیقيوالي ته يې اشاره کوي. د الفائق في لغت الحدیث مصنف وايي: الكوبة: النَّرد وَقيل الطبل.

کوبه نرد ته وايي، چا ویلي چي د سروز الې ترې هدف دي.

د تاج العروس لیکوال وايي چي دا يو ډول کوپونه ول چي هغه مهال د شرابو او څښاک لپاره کارېدل چي سر يې ګول او چوښکی يې نه وو او چا ویلي چي لاستی يې نه در لود. ده ویلي چي امام فرّا همدا نظر لري. قران هم څو ځایه د کوبه جمعه اکواب یاده کړې(الزخرف: ۷۱، الغاشية: ۱۴) خو هيڅ ځای هم د موسیقي الې نه دي هدف، بلکي کوپ او د څښاک سامان يې هدف دی. له دې مالومېږي چي الکوبه څخه د الطبل ترجمه ډېره کمزورې او له خپلې اصلي مانا څخه د لفظ له څه دلیل پرته اړول دي. په کوم حدیث کي چي د الکوبه یادونه شوې هلته د شرابو د څښلو لپاره د نورو سامانونو نومونه هم یاد شوي چي د يو څه وخت لپاره يې له هغو لوښو د دې لپاره منعه کړې وه چي د خلګو پخوانی عادت بیا را ژوندی نه شي، له هغو لوښو څخه يو همدا کوبه هم ده چي کوپ ته وايي او په خاص ډول د شرابو لپاره کارېده. دا مانا ور سره لګېږي او د الطبل ترجمه يې په دې ځای کي نه خپله حقیقي مانا ده او نه له مخکي متن سره خوند کوي.

څلرم روايت:

امام الباني په خپل کتاب (تحريم الات الطرب) کي څلرم حدیث د ابوداؤد(۳۶۸۵) او نورو په حواله له عبد الله بن عمرو څخه نقل کړی دی چي نه يې سند سم دی او نه يې له متنه داسي څه ښکاري چي د موسیقي حرمت ترې ثابت شي. ځکه يوه روايت کي د (الغبیراء) توری دی چي د شرابو نوم دی او ښکاره يې حدیث کي يادونه شوې، بل ځای د (القنين) لفظ دی چي دا د موسيقي يوې الې ته وايي مګر سند يې دومره ضعيف دی چي ګواکي بیخي نه سته او دا يادونه د مسند احمد محقق هم کړېده او په بل متن کي د الکوبه یادونه ده چي ما يې په اړه مخکي تشريح کړېده. د روايت په متن کي رسول الله ته داسي څه منسوب شوي چي د هغه له شان سره نه لګېږي. حدیث کي پوښتنه ترې شوې چي د (الغبیراء) په نوم موږ شرابو جوړ وو، رسول الله ورته ویلي چي مه يې خورئ، درې ځله يې ورته ویلي او بیا وايي که چا ایله نه کړل سر يې قلم کړئ. دا ځکه د رسول الله له شان سره نه لګېږي چي د شرابو خوړل ګنا ده مګر قتل يې په هيڅ صورت نه دی روا، نو رسول الله څنګه دا امر کاوه؟ نو له دې روايت څخه د موسیقي حرمت څنګه ثابتوي؟ زه دې ته ډېر حیران يم چي د الباني غوندي يوه عالم او متقي انسان هم خپل پخواني او په نورو کتابونو کي ذکر کړي اصول ټول دلته د موسیقي د حرمت ثابتولو لپاره له پامه اچولي دي.

پنځم روايت:

الباني په خپل کتاب(تحريم الات الطرب) کي له مصنف ابن ابي شيبه څخه په (۴۱۳۲) شمېره روايت نقل کړی دی چي الله پر ما شراب، کوبه، قنين او غبیراء حرام کړي دي.

“إن ربي تبارك وتعالى حرم علي الخمر والكوبة والقنين وإياكم والغبيراء فإنها ثلث خمر العالم”

الباني د دې روايت په تحقیق کي خپله دې نتېجې ته رسېږي چي سندونه يې ټول ضعيف دي، البته دا يو سند يې نسبتا نورو ته ليږ د پام وړ دی انو ده هم نقل کړی، لکن په هغه روايت کي د نورو کمزوريو تر څنګ د ابن لهيعه په نوم راوي شته چي هم يې حافظه خرابه وه او هم مدلس دی چي معنعن(هغه روايت چي په «عن» لفظ نقل شوی وي) روايت يې د منلو نه دی او دلته يې عنعنه کړې.

شپږم روايت:

ترمذي په خپل کتاب(۲۲۱۳) کي روايت نقلوي:

عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «فِي هَذِهِ الأُمَّةِ خَسْفٌ وَمَسْخٌ وَقَذْفٌ»، فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ المُسْلِمِينَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَتَى ذَاكَ؟ قَالَ: «إِذَا ظَهَرَتِ القَيْنَاتُ وَالمَعَازِفُ وَشُرِبَتِ الخُمُورُ»: وَقَدْ رُوِيَ هَذَا الحَدِيثُ، عَنِ الأَعْمَشِ، عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ سَابِطٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُرْسَلٌ وَهَذَا حَدِيثٌ غَرِيبٌ.

ژباړه: عمران بن حصين روايت کړی چي رسول الله وویل: په دې امت کي به خسف(په ځمکه ننوتل)، مسخه(د څېرې بدلون) او قذف(له اسمانه د تيږو باران) وي. د مسلمانانو يوه کس ورته وویل: د الله رسوله! دا څه وخت؟ ده وویل: کله چي سندرغاړې، سروزونه او شراب څښل عام شي. دا حدیث له اعمش، هغه له عبد الرحمن بن سابط هغه له رسول الله مرسل نقل کړی او دا حدیث غریب دی.

د دې روایت په سند کي عبد الله بن عبد القدوس نومی راوي دی چي محدثينو سخت غندلی، يوه نمونه يې دا ده:

قال عبد الله بن أحمد بن حنبل : سألت يحيى بن معين عنه ، فقال : ليس بشىء ،

رافضى خبيث .

و قال أحمد بن على الأبار : سألت زنيجا عنه ، فقال : تركته ، لم أكتب عنه شيئا

، و لم يرضه(تهذیب الکمال)

ژباړه: عبد الله وایي د ده په اړه مي له ابن معينه پوښتنه وکړه، ده وویل: هيڅ شی نه دی، خبیث رافضي دی. احمد بن علي الانبار وايي: له زنجي مي د ده په اړه پوښتنه وکړه، هغه ویل: ما ایله کړی دی، هيڅ نه ځني ليکم او نه ترې خوښ يم.

له دې ښکاري چي دا راوي د باور وړ نه دی او روايت يې مردود دی. الباني يې د يو شمېر توابعو او شواهدو یادونه کړې، خو هر ځای دی هم وايي چي دا د سند له مخې سم دی البته مرسل دی چي تابعي يې له رسول الله نقلوي او سند يې موصول نه دی او دا بیا متصل دی خو ضعيف السنده دی. نو د دې اړتيا نه شته چي د هغو په اړه خبره اوږده کړم.

اووم روايت:

ترمذي په جامع الترمذي(۲۲۱۱) کي له علي رض څخه روايت کړی چي که په دې امت کي لس خويونه پيدا شي نو تکالیف پر نازلېږي. له هغو خويونو يې سندرغاړې ته غوږ ښودل او سرزونه ږغول هم یاد کړي.

دا روايت هم صحیح نه دی، امام ترمذي تر روايت وروسته کښلي چي دا روايت يوازي په همدې طریقه نقل شوی چي فرج بن فضاله نومی راوي يې محدثينو سئ الحفظ بللی، له دې امله د اعتبار وړ نه دی.

اتم روايت:

امام ترمذي په جامع الترمذي( ۱۲۸۲) کي له ابو امامه څخه روايت کړی چي رسول الله د سندر غاړو له رانیولو، پرې پیسې اخیستلو، تجارت کولو او نورو څخه منعه کړې او له دې لاري راغلې پیسې يې ټولي حرامي بللې.

تر دې روايت وروسته ترمذي ليکي:

حَدِيثُ أَبِي أُمَامَةَ غَرِيبٌ إِنَّمَا نَعْرِفُهُ مِثْلَ هَذَا مِنْ هَذَا الوَجْهِ، وَقَدْ تَكَلَّمَ بَعْضُ أَهْلِ العِلْمِ فِي عَلِيِّ بْنِ يَزِيدَ وَضَعَّفَهُ وَهُوَ شَامِيٌّ.

ژباړه: د ابو امامه حدیث غریب دی، دا روايت  موږ ته یوازي په دې طریقه راغلی، ځينو علماؤ په علي بن یزيد کي خبرې کړې او ضعيف یې بللی دی، دا راوي شامي دی.

له دې څخه مالومېږي چي روايت د سندله مخې سم نه دی او د حرمت په اړه هيڅ هم ترې نه ثابېږي.

د موسیقي د حرمت په اړه د حدیثو په کتابونو کي دا هغه روايات دي چي د موسیقي حرام منونکي يې د استدلال وړ بولي او له دې پرته نور روایات دوئ هم د دې وړ نه ګڼي چي د موسیقي پر حرمت ترې استدلال وکړي. هغه روايات چي يو شمېر اوسنيو او پخوانيو علماؤ د موسیقي د حرمت په اړه کره بللي، په کتابونو کي يې ځای ور کړی او د موسیقي حرمت يې په ثابت کړی دی، د هغو ټولو حقیقت هغه وو چي ما لوړ بیان کړ. د دې رواياتو په اړه که تفصيلي بحث وکړم او ټول هغه موارد تر څېړنې لاندي ونیسم چي تېرو پوهانو د پاس رواياتو په اړه را برسېره کړي، نو زه په بارو وايم چي بیا يوه کتاب ګوټي ته اړتيا ده په يوه مقاله کي دا بحث را غونډول د چا د وسه خبره نه ده، لکن ما د لوستونکو د اسانۍ لپاره هڅه وکړه چي دا اوږد بحث په لنډ ډول را خلاصه کړم او په اصلي حقیقت خلګ خبر کړم. د موسیقي، سندرغاړو، دريوو او… په اړه د نفي او منعې د دلایلو تر څنګ د اثبات دلایل هم شته چي د حدیثو په معتبرو کتابونو کي نقل شوي دي. راځئ يو څو يې تر نظر تېر کړو.

امام بخاري او امام مسلم له علي رض څخه روايت نقلوي چي يوه ورځ حمزه رض د علي د دوو اوښو بوک پرې کړ، دی وايي: ما پوښتنه وکړه، دا چا وکړل؟ دوئ ویل:

فَعَلَهُ حَمْزَةُ بْنُ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ وَهُوَ فِي هَذَا الْبَيْتِ فِي شَرْبٍ مِنَ الْأَنْصَارِ غَنَّتْهُ قَيْنَةٌ وَأَصْحَابَهُ.(بخاري: ۳۰۹۱، مسلم: ۱۹۷۹)

ژباړه: حمزه دا کار وکړ، هغه د انصارو له يوې ډلې سره په دې کور کي دی، ده او ملګرو ته يې يوه سندر غاړې سندري وايي.

په دې روايت کي د هغې يوه مصرعه هم نقل شوې چي حمزه يې د اوښ د بوک پرېکولو ته هڅولی دی. روايت په اخیر کي دي چي دا مهال شراب حرام نه ول او د حرمت په اړه ايت وروسته نازل شو. د شرابو په اړه وضاحت شوی دی، لکن د سندر غاړې سندري اورېدل خو همداسي پر خپل حال پاته شو. نه کوم ايت کي د حرمت حکم نازل شوی او نه هم هيڅ کره او صحیح روايت کي دا خبره شوې چي له سندر غاړې سندري اورېدل حرام کار دی.

په بخاري کي له عائشې رض څخه روايت دی:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ أَبَا بَكْرٍ، دَخَلَ عَلَيْهَا وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَهَا يَوْمَ فِطْرٍ أَوْ أَضْحًى، وَعِنْدَهَا قَيْنَتَانِ تُغَنِّيَانِ بِمَا تَقَاذَفَتْ الأَنْصَارُ يَوْمَ بُعَاثٍ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: مِزْمَارُ الشَّيْطَانِ؟ مَرَّتَيْنِ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «دَعْهُمَا يَا أَبَا بَكْرٍ، إِنَّ لِكُلِّ قَوْمٍ عِيدًا، وَإِنَّ عِيدَنَا هَذَا اليَوْمُ»(بخاري: 3931)

ژباړه: عائشې رض ویل چي ابو بکر رض د کوچني یا لوی اختر په ورځ داسي مهال دې ته ورغی چي رسول الله له دې سره وو، هلته دوې سندر غاړې هم وې چي د بعاث(جنګ) په اړه يې هغه سندرې ویلې چي انصارو يو بل ته د پيغور په ډول تبادله کړې وې. ابو بکر وویل: د شیطان اوازونه؟ دوه واره يې وویل. رسول الله وویل: ابو بکره! ایله يې کړه، هر قوم يوه د خوښۍ ورځ لري، همدا زموږ د خوښۍ ورځ ده.

عائشه رض دې دوو نجونو ته د قینتان الفاظ کاروي چي زموږ په ژبه کي د دې متبادل لفظ سندرغاړې دی. په يوه بل روايت کي که څه هم د جاریتان لفظ راغلی، خو توافق يې داسي دی چي هم ځواني نجونې وي او هم يې سندرې ویلې.

عَنْ قَيْسِ بْنِ سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ، قَالَ: مَا مِنْ شَيْءٍ كَانَ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَّا وَقَدْ رَأَيْتُهُ، إِلَّا شَيْئًا وَاحِدًا ” أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُقَلَّسُ لَهُ يَوْمَ الْفِطْرِ ” (مسند احمد: ۱۵۴۷۹)

ژباړه: قیس ویل: د رسول الله په وخت کي چي هر څه وو ما خپله ليدلي مګر يو شی مي نه دی ليدلی چي د  واړه اختر په ورځ به رسو الله ته په  سندرو او دريو هر کلی ویل کېده.

د دې روايت په اړه مو دوو خبرو ته پام غواړم:

يوه دا چي روايت د سند له مخې ستونزې لرې، لکن د توابعو او شواهدو په مټ هغې درجې ته رسېږي چي د موسیقي حرمت منونکي د موسیقي د حرمت په اړه د همدې مرتبې دلایل وړاندي کوي. د جابر په نوم يو راوي کمزوری دی، خو يو شمېر کسانو يې متابعت کړی چي ابو اسحاق، شريک او نور دي. نو که د موسیقي حرمت په داسي کمزورو رواياتو ثابتوي، بیا به د همدې درجې هغه روايات څه په کوي چي د موسیقي او الو حلت يې ترې ثابتېږي؟

دويمه دا چي تقلیس څه ته وايي؟ سیوطي د دې په تفسیر کي ليکي:

قال السيوطي: فَسَّره بعض الرواة بأن تقعد الجواري والصبيان على أفواه الطرق يلعبون بالطبل، وغير ذلك، وقيل: هو الضرب بالدف. انتهى.

ژباړه: سیوطي ویل: ځينو راویانو د تقلیس تفسیر داسي کړی چي نجونې او هلکان د لاري پر طرفونو کېني په طبل(د سروز د الو لپاره کارېدونکی عمومي لفظ) لوبي کوي او داسي نور. چا ویلي: تقلیس دريې وهل دي.

قال السندي: كان يُقَلَّس: على بناء المفعول، من التقليس، وهو الضرب بالدف والغناء.

سندي ویلي: په مجهوله صیغه دی چي د ده به تقلیس کېده. یاني په دريو او سندرو يې هر کلی کېده.

عَنِ الرُّبَيِّعِ بِنْتِ مُعَوِّذٍ، قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَاةَ بُنِيَ عَلَيَّ، فَجَلَسَ عَلَى فِرَاشِي كَمَجْلِسِكَ مِنِّي، وَجُوَيْرِيَاتٌ يَضْرِبْنَ بِالدُّفِّ، يَنْدُبْنَ مَنْ قُتِلَ مِنْ آبَائِهِنَّ يَوْمَ بَدْرٍ، حَتَّى قَالَتْ جَارِيَةٌ: وَفِينَا نَبِيٌّ يَعْلَمُ مَا فِي غَدٍ. فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ تَقُولِي هَكَذَا وَقُولِي مَا كُنْتِ تَقُولِينَ» (بخاري: ۴۰۰۱)

ژباړه: ربیع بنت معوذ رض ویل چي زما د واده په سهار ما ته رسول الله راغی او همدا ستا پر ځای راته کېناست او څو نجونو دريه وهله او په بدر کي د خپلو وژل شويو پلرونو په اړه يې سندرې ویلې، ان چي يوې نجلۍ وویل: زموږ نبي د سبا په شیانو پوهېږي. رسول الله ورته وویل: داسي مه وایه، خپلې پخوانۍ سندرې وایه.

د ښځو سندرې، دريې او ډلونه په کره رواياتو ثابت دي په داسي حال کي چي دا هر څه د نارينه وو په وړاندي کوي، مګر بل لور ته د موسیقي د حرمت دلایل دومره ضعیف دي چي د دې رواياتو په وړاندي هيڅ هم نه دي، خپله د دې رواياتو منونکي هم دا خبره مني، ځکه يې نو هر ځای د حرمت ثابتونکي روايات په ټوټو سره تړلي او هر ځای يې په يوه او بل نورو ته پينې ور کړې. له دې ښکاري چي د پوره صحت په اړه يې هغوئ هم شکمن دي، نو په شکمن شي څنګه روا او داسي شیان حرام کړو چي جواز يې خپله په کره رواياتو ثابت دی.

ډول، دریه او د ښځو سندرې د موسیقي مهم اجزا دي. نو کله چي د دې درو واړو جواز له رواياتو ثابت شو، ګواکي ټول جزونه يې ثابت او روا شول. ځکه موسیقي يو شی نه ده، بلکي همدا ډول، دریه، باجه، نل او داسي نور الات، که ډول روا وي، دریه روا وي، د ښځو سندرې روا وي، نو دا نورو الاتو څه کړي دي چي د حرامو په کتار کي يې درولي؟

يو مهم اصل دا هم دی چي د ټولو شیانو اصل اباحت دی(البقرة: ۲۹) او کله چي د دې خلاف فيصله کېږي، نو پوره باروي دلایل غواړي چي يو شی له خپل اصل(اباحت) څخه واړوي. د موسیقي اصل هم جواز دی، که څوک غواړي چي د موسیقي حراموالی ثابت کړي، نو ارو مرو بايد د داسي مرتبې دلايل راوړي چي باوري او د شک هيڅ مجال په کي نه وي. خو د دې مرتبې روايات  او دلایل يو هم نه شته، بلکي هر روايت چي راغلی یا په سند یا هم متن کي داسي خبرې شوې چي د هغه روايت اعتبار او صحت ته يې زیان اړولی.

پر همدې بنسټ ویلای شم چي موسیقي د خپل اصل له مخې روا ده، د حرمت په اړه راغلي دلایل يې ټول ضعيف دي او يو شمېر کره دلایل يې لا د حلالوالي په اړه هم راغلي دي چي دا ټول د موسیقي پر جواز او رواوالي دلالت کوي.

One thought on “موسيقي په رواياتو کي/ زبیر افغان”
  1. د ژوند مزه چی نه وی دا ژوندون به وی بی خونده
    چي نه وی ولوله پکي بیزار له داسی ژږنده
    صدق العبدالله

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *