د ولسمشرۍ ټاکنو له رانږدې کیدو او ټاکنو ته د حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو د جدې ارادې سره مهاله د ځينو لورو لخوا د موقت حکومت د غوښتنې غږونه راپورته کیږي.
ځيني لوري له فرصته په ګټنې د سولې په تړاو روانې هڅې هم له موقت حکومت سره غوټه کوي چې ګواکي د مخالفو وسله والو او پاتې نورو سیاسي اړخونو ترمینځ د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامینځته کیدو لپاره باید موقته اداره رامینځته شي ، ترڅو بیا هغه اداره سراسري او ټولو ته د منلو وړ ټاکنو ته لاره هواره کړي.
له هر څه د مخه لوموړی باید دا واضح شي چې حکومت موقت حکومت څه ، او څوک د دا ډول حکومت د رامینځته کیدو غوښتنه کوي.
موقت حکومت هغه وخت رامینځته کیږي چې په یوه هیواد کې ټول بنسټونه نړیدلي وي او ښکیل اړخونه د باور فضا د رامینځته کولو لپاره د ټولو په غوښتنه او ګډون یوه لنډمهاله اداره رامینځته کوي ترڅو ډیموکراتیکو پروسو ته لاره هواره کړي او وروسته ټاکنو ته لاړ شي چې پکې د رایې کارونې او نوماندۍ حق ولري او د خلکو په اراده یو منل شوی نظام رامینځته شي او هغه اړخونه چې په ټاکنو کې ماته خورې پرته له جنجاله یې پایلي ومني او له نظام سره د سیاسي مخالف یا همکار په توګه پاتې شي چې دا حالت د افغانستان د اوسني وضعیت سره په ټولو مانا په ټکر کې دی.
اوس په افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه یعنې بیرته ۲۰۰۲ کال ته ستیندل ، بیا هغه وخت ته ورګرځيدل چې باید شته بنسټونه په هیڅ حساب شي او د مشخصو لورو په غوښتنه نوي بنسټونه رامینځته شي ترڅو دویته دا فرصت په لاس ورکړي چې بیرته واک ته راګرځي. موقت حکومت د ټولو هغو مبارزو پرخلاف او لاسته راوړنو د شاته غورځولو په مانا دی چې افغانانو په تیرو اولسو کلونو کې ترسره کړې او د افغانستان نظام یې یوه ولسواک مسیر ته برابر کړی دی.
دا وخت چې د افغانستان نظام په پښو ولاړ دی ، ټاکنیز بنسټونه ، عدلي او قضایې ادارې ، مدني ټولنې ، مقننه قوه ، نړیوال ملاتړي او اجراییه قوه په خپل ځای دی نو د موقت حکومت د غوښتلو منطق ترکومه د منلو دی.
بل دا چې څوک د داسې یوې ادارې د جوړښت غوښته کوي.
انګیرنې دادي چې یو شمیر مشخص لوري او شخصیتونه چې خپله راتلونکې د اوسني نظام په دوام کې تیاره ویني د موقت حکومت غوښتنه کوي ، په عامه اصطلاح اوبه خړوي ترڅو پکې کبان ونیسي.
داسې نظرونه هم موجود دي چې یو شمیر کسان په راتلونکو ټاکنو کې سر اوسه خپله ماتې حتمي ګڼې نو ځکه موقته ادارې ته لومړیتوب ورکوي.
دارنګه دا هم ویل کیږي چې که د ولسمشرغني په مشرۍ راتلونکې حکومت د پنځو نورو کلونو لپاره دوام کوي ښایې ورسره حساب او کتاب وشي او ولسمشر خپل نیمګړی کارونه بشپړ کړي.
له لوري چې اوس مهال د پارلماني ټاکنو پایلې د ډیرو د تمې خلاف راوتلې او افغانانو په خپلو رایو ډير نوي او وړ کسان د سیاست ډګر ته رامخکې کړې ، یو شمیر پخواني سیاستوال خپل زوال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په آینه کې ویني نو ځکه خو د موقت حکومت غوښتنه کوي.
په هر صورت دا ټول هغه هغه نظرونه دي چې په سیاسي مجالسو کې لاس په لاس کیږي خو اصلي خبره داده چې موقت حکومت د افغانستان په خیر ندی او هغه لوري چې د افغانستان او افغانانو خیر د اوسنۍ ولسواکې پروسې او نظام په دوام کې ویني جداُ له دا ډول طرحو سره مخالفت ښيې او ټینګار یې پر دې چې قانون ته باید لومړیتوب ورکړل شي او د نظام د دوام لپاره باید ټاکنو ته مخه شي ترڅو په افغانستان کې دا ځوانه ډيموکراسي پخوالي ته ورسي او افغانان بیرته هغه وخت ته ستانه نشي چې هر څه د کتاب له لومړي فصل شروع کړي.
Excellent post! We are linking to this great article on our website.
Keep up the good writing.