مولانا سمیع الحق

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا سمیع الحق وايي چې د طالبانو ټولې ډلې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیارې دي نو باید په دغه هیواد کې د سولې پروسه ونه ځنډول شي.

د پاکستان جیو تلویزیون راپور ورکړ چې مولانا سمیع الحق، چې د طالب زېږې مدرسې حقانیه دارلعلوم موسس او خاوند هم دی، نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل:«په افغان طالبانو پوري ټولې ټړلې ډلې له حکومت سره خبرو ته تیارې دي.»

د ملا محمد عمر اخوند له مړینې وروسته د طالبانو په منځ کې د مشرۍ پر سر اختلاف رامنځته شوی خو د کوټې د شورا یوه غړي او د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي ملا حسن په وروستیو کې ازادي راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي و چې د طالبانو په منځ کې پر نورو مسلو له اختلاف سره سره د افغانستان له حکومت سره پر خبرو د دې ډلې ترمنځ اختلاف نشته. ده وویل: «د مشرتابه شورا مخکې لا په یوه خوله پرېکړه کړې چې د کابل له حکومت سره به د سولې خبرې کوي ځکه چې بهرني جنګي پوځیان وتلي دي.»

مولانا سمیع الحق، چې ویل کېږي د طالبانو ډېری مشران یې شاګردان دي، پاکستاني خبریالانو ته وویل:«د کابل حکومت هم د سولې خبرو ته چمتو دی، نو پر دې اساس باید د افغانستان د سولې بهیر تر دې زیات ونه ځنډول شي.»

ټاکل شوې وه چې د جولای په اوومه د افغان حکومت او طالبانو له لومړنیو مخامخ رسمي خبرو وروسته دوهم پړاو خبرې هم د پاکستان په مري تفریحي ښارګي کې د جولای په یودېرشمه وشي خو د ملا عمر د مړینې خبر، د طالبانو په منځ کې د مشرۍ پر سر اختلاف او د افغانستان او پاکستان د اړیکو سړېدو بل پړاو خبرې وځنډولې.

په وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي په اکوړه خټک کې له مولانا سمیع الحق سره ولیدل او له نوموړي څخه یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وغوښته.

5 thoughts on “مولانا سمیع الحق وايي، ټول طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته تیار دي”
  1. رښتیا خبره خو دغه ده چی د افغانستان حکومتی چارواکی حق لری دا وپوښتی چی دوه نیم کاله کیږی چی ملا عمر مړ دۍ او په دغه پورته موده کی چی دطالبانو او افغان حکومت تر منځ خبری د چا په مشرتابه او له کومه ادرسه شویدی،؟ او دغه جنګ بیا د چا تر لارښونی لاندی په مخ وړل شویدۍ؟او بله داچی د پاکستان حکومت په وارونو دا ویلی دی چی له خپلی خاوری نه به چا ته اجازه نه ورکوی چی د افغانستا خلاف کړنی وکړی، مګر ددی برخلاف دملاعمر د مړینی د خبر له رسوا کیدو وروسته بیا هم دطالبانو د غوراوی غونډه په پاکسان کی وشوه اودغه عمل د پاکستانی لوری د ورکړل شویو وعدو خلاف وو. نو دلته د باور مسله اصلا د پاکستان لخوا له منځه وړل شویده! باید افغانی لورۍ نور د طالبانو سره خبری پخپل لا کی واخلی او تر ټولو مهمه دغه ده چی د طالبانو لخوا قوی ضمانتونه د دوبی له دفتر څخه هغه هم د دوبۍ اوامریکا په ضمانت تر لاسه کړی او بیا خبرو ته ورسره کښینی!

  2. زما په فکر سره اوس ټول افغانان په دی باندی پوهیدلی دی چی څنګه وکړی خپل لوری زما په فکر باندی په خپله تعینولی شی ځکه دوی اوس په دی پوهیدلی دی چی زمونږ دښمن څوک دی او بیا هم که نه وی پوهیدلی زما په فکر سره دا به غټه تیروتنه وی کوم وخت چی دطالبانو رژیم نسکور شوه دوی همدا وایی چی مونږ له طالبانو سره سوله کوه افغانان زمونږ ورونه دی ولی تر اوسه پوری سوله نه ده راغلی باید زما په فکر بی ځایه مصارف ونه شی ځکه تقریبن دیارلس کاله کیږی چی دی وطن سره پاکستان لوبی کوی مولاناسمیع الحق نوی لوبه اوس شروع کړی ده او غواړی چی د پاکستان دڅارګری اداری په مرسته افغانانو ته بیا فریب ورکړی

  3. مولانا صیب دا ګز او دا میدان که دوی تیار وی د افغانستان دولت هره ورځ تیار دی . د ناستی ځای او خپل باوری کسان د ور معرفی کړی . څه غواړی ؟ خپل وړاندیزونه او غوښتنی د په تحریری ډول دافغانستان دولت ته ووایی . په سوله کی د الله ج امر او خوشحالی ده . د افغانانو خیر هم دی نو چاته ګوری؟ خو یوه خبر باید له پامه ونه غورځوی. افغانان نور په آی اس آی او ګندستان باور نه کوی . هغوی د دافغانستان له سولی لری ګرځی. شر مه را رسوی له خیره مو مونږ تیر یو.

  4. محترمو وروڼو سمیع الحق ته مولانا ویل ندی پکار هغه زمونږ مشر یا رهبر ندی نو باید ورته مولانا نه ملا وویل شی دی خو ماده پرست انسان دی دده پلار ملا عبدالحق دی عاق کړی دی او ورته یې ویلی وه چې زما جنازه به هم نه کوی نو دی
    چې کله د هغه د جنازه لمونځ ته مخکی شو دده په پوزه وینې راغلی او دجنازه د لمونځ تر پایه روانې وې .

  5. حضرت مولانا صاحب اوس چه د حکومت رول نفی شو نو ته به لوبه د وخت په ضایع کولو مخکی وړی دا خو زړه مستعمله طریقه ده ای کاش تاسی علما منحیث ورثة الانبیاء خپله دنده د امت او انسانیت په وړاندی پیژندلی او ادا کړی وای ،متأسفانه زموږ ګاونډی علما کوم چه ستا په شان دی د امت کار تری پاتی او د استخباراتو نوکری کوی آیا فکر کوی چه دا د یهود او نصاری د پروژو چلوونکی تر خدای رب العزت ښه اجر درکوی؟ که دا فکر در سره وی بیا ملا نه بلکه د فساد بلا یی او اسلام او مسلمانان درنه بیزاره دی،
    دعلماوو فساد د عالم فساد دی او نباید په دین او عالم لوبی وشی او یا دیو اسلامی ملک حکام د یهود او نصاری پروژی پیاده کړی هغه هم یو هستوی ملک.
    دتاسی سره دا ښایی چه د اسلامی امت له هر مظلوم نه دفاع وکړی نه دا چه د ټول توان او امکاناتو او قوت سره د یهود او نصاری تر پښو لاندی پراته وی بیا وروسته دا هستوی وسله د څه لپاره؟

ځواب ورکول Faiyaz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *