مولانا سمیع الحق

تاند-د جمعیت علمای اسلام د یوې ډلې مشر مولانا سمیع الحق نن /جمعه/ د نامعلومو وسله والو له لوري په راولپنډۍ کې ووژل شو.

د ده زوی حامد الحق وايي چې کله چې کور ته لاړ نو خونه له وینو ډکه وه.

د سمیع الحق زوی او د جمعیت علمای اسلام ګوند د پېښور څانګې مشر د مولانا سمیع الحق وژل کېدا تایید کړه.

مولانا سمیع الحق د جقانیه دارلعلوم مشر هم و.

د سمیع الحق زوی حامد الحق وايي چې سمیع الحق له اکوړه خټک څخه د یوې عیسوۍ ښځې د اعدام د سزا د لغوه کېدو په اعتراض کې په مظاهرو کې د ګډون راغلی و. ده غوښتل چې اسلام اباد ته لاړ شي خو لاره بنده وه نو یې د راولپنډۍ په کور کې استراحت کاوه چې حمله پرې وشوه.

راپورونه وايي چې سمیع الحق په خپل کور کې په چاقو وهل شوی و او سخت ټپي شوی و خو کله چې په موټر کې روغتون ته وړل کېده، پر موټر یې بله حمله وشوه او ووژل شو. د ده ساتونکی او د موټرچلوونکی ژوبل شوي دي.

خو ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې سمیع الحق په کور کې په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.

د ده په دارلعلوم کې په زرګونو سختدریځي روزل شوي دي.

سمیع الحق، چې د افغان طالبانو معنوي پلار ګڼل کېده، څو ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د وینې بهېدا ملاتړ وکړ.

مشهور پاکستانی ژورنالیست حامد میر د مولانا سمیع الحق په ستاینه کې وايي چې نوموړي هیڅوخت په پاکستان کې جګړه تشویق کړې نه ده.

4 thoughts on “د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق ووژل شو”
  1. الحمدالله چي دا د اسرایلو بچي او د شیطان لعین پایروان د اسلامي غازیانو له خوا مردار سو جهنم دوژخ دي یی تر عابده ځاي وي

  2. مرګ حق دی او له مرګه هېڅوک هم نه خلاصیږي. اما داسې مرګ چې په میلیونونه مظلوم انسانان یې په وژلو خوشحاله او له لوی او لایزال خدای نه د داسې یو ظالم له خلاصونه یې د شکرانې لمونځونه اداکړل شي ډېر لږ وي. په معاصر کې تاریخ کې د جرنیل ضیاالباطل او د مولانا سمیع الحق وژل یادولی شو.
    جهنم یې ځای او له الله ج نه دغه مکار او جابر ظالم ته د دوزخ ابدي اور او اسفل السافلین غواړو.

ځواب ورکول ګ ص ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *