تاند (کابل) – د پاکستان د علماوو د نظریاتي جرګې مشر مولانا محمدخان شېراني وایي چې د سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري ته له قانون څخه د سرغړونې له امله د مرګ سزا ورکول شوه.

سلمان تاثیر د پاکستان د پنجاب ایالت والي وو چې په ۲۰۱۱ کال کې د هغه د یوه وسله وال ساتونکي ممتاز قادري له خوا په اسلام اباد کې ووژل شو. وروسته ممتاز قادري ځان پولیسو ته وسپاره.

وړمه ورځ د پاکستان حکومت د سلمان تاثیر پخوانی ساتونکی او قاتل ممتاز قادري په دار وځړاوه چې د ګڼ شمېر مذهبي ګروپونو غوسه یې راوپاروله او جنازه یې په شور او ولولو سره د سه شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه.

تېره ورځ، له اردو پواینټ پاکستاني اخبار سره د مرکې پر وخت د پاکستان د علماوو د نظریاتي جرګې مشر مولانا محمدخان شېراني وویل چې ممتاز قادري ته د دې له امله د مرګ سزا ورکول شوه چې هغه قانون په لاس کې اخیستی وو او والي یې وژلی وو.

ویل کیږي چې د پاکستان د اساسي قانون بنسټ د لارډ میکالي په نامه انګرېز له خوا اېښودل شوی او وروسته په ۱۹۷۳ کال په کې یو لړ تغیرات راوستل شوي دي خو له دیني علماوو څخه رانیولې د ژوند د بېلابېلو اقشارو تر خلکو پورې ټول خپل ځانونه دغه قانون ته وفادار ګڼي. په عین حال کې ګڼ پاکستاني سیاستوال او چارواکي د افغانستان پرحکومت زور راوړي چې له طالبانو سره په خبرو کې دې د افغانستان په اساسي قانون چې د لویې جرګې د زرګونو غړو له خوا تصویب شوی دی معامله وشي.

3 thoughts on “مولانا شېراني: ممتاز قادري ته له قانون څخه د سرغړونې سزا ورکول شوه”
  1. افغانستان په پاکستان پورې څه اړه لري ؟ چې په آخري پروګراف کې مو دافغانستان په اساسي خبره راغبرګه کړي ده تاسې ته نده معلومه چې دافغانستان طالبان پاکستاني سیاسي ملایان مرتد او منافقین بولي؟ تاسو ته نده معلومه چې دسوچه اسلامي حکومت او شرعي قانون لپاره ملیونونه افغانان شهیدان شوي دي؟ پاکستان دانګریز غلام دی اوس ستاسو څه خیال دی چې افغانان دې هم دانګریزانو غلامي او قانون ومني؟ په پاکستان کې فاحشه خانې او ساقي خانې په څرګنده فعالیت کوي اوس تاسې غواړئ په افغانستان کې دې هم داسې فاحشه خانې ساقي خانې وجود ولري او حکومت دې ترینه مالیه واخلي ؟ پاکستانیانو ته داسلام نه پیسه زیات اهمیت لري اوس نو مونږ هم ددوی په شان په پیسو ایمان خرڅ کړو؟
    دا نشي کیدای هیله ده خپل خبرونه او رپوټونه دانګریزانو او نامسلمانو خدمت ته وقف نکړئ!

ځواب ورکول qamar ali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *