تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله نن په خبري غونډه کې د کمېسیون د مشرې او نورو کمېشنرانو څرګند سپکاوی کړی چې له کبله یې د کمېسیون مشرې او نورو کمېشنرانو غونډه پرې ایښې ده.
ټاکل شوې وه نن د ټاکنو کمېسیون د بې بایومتریکه رایو د شمېرنې په تړاو خپل دریځ اعلان کړي، خو مولانا د ټولو خبریالانو او کمېشنرانو په حضور کې په مایک ورمنډه کړې ده او د هغه په اړه یې د یوناما د شکایت په ځواب کې د اوږدې لیکنې په لوستلو پیل وکړ.
کله چې مولانا ته وویل شول، حوصله وکړي، نورو کمېشنرانو سره یې لفظي شخړه منځته راځي او نوموړی د کمېسیون د مشرې څرګنده بې احترامي کوي.
ښاغلي عبدالله، د ملګرو ملتونو دفتر ته په خپله وینا کې زشت کلیمات وکارول او د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې يې یوناما په لاسوهنه تورنه کړه.
د هغه د دغه چلند په غبرګون کې د دارالانشاء مشر او د کمېسیون د رئیسې په ګډون ټولو کمېشنرانو غونډه پرېښوده.
مولانا عبدالله د پنجشېر دی او په کمېسیون کې د ډاکټر عبدالله د ټیم قوي مهره بلل کېږي.
پر نوموړي د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو د بحراني کولو تورونه لګېدلي او یوناما هم ترې شکایت کړی چې مولانا عبدالله د ټاکنو کمېسیون د ډیټا بېس هزاره رئیس ته د دین او قوم ښکنځل کړې دي او هغه یې په مرګ ګواښلی دی.
داسې راپورونه هم شته چې نن د مولانا عبدالله په ضد په کابل کې هزاره ګانو لاریون راایستلی او د هغه د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
مولانا عبدالله د خپل ولینعمت (جلالتماُب ډبل عبدالله) چاړه په اوبو کې لیدلې ده او س نو لکه لیونۍ سپۍ هری خوا اوهر چا ته خوله اچوی او هغه پنجشیری متل یې رښتیا کړو کوم چی وایی: پنجشیری که کچه نبود پنجشیری نیست.په پتاسود آموخته کړم ««»» اوس د جوارو پولۍخوند نه راکوینه.