تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، پښتانه ځوانان، افغان جګړې ته د غرب په غوښتنه پارول کیدل او لېږل کېدل.

نوموړي ویلي، وسله والو فعالیتونو ته د پښتنو ځوانانو هڅونه د مدرسو کار نه؛ بلکې د پاکستاني استخباراتو کار و او د همدوی له لوري ورته وسلې ورکول کېدې څو افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شي.

هغه زیاته کړې دا هغه حقیقت دی چې تاریخ به یې ثابت کړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوې ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

5 thoughts on “مولانا فضل الرحمان: آی ایس آی د غرب په فرمایش افغان جګړې ته د مدرسو پښتانه استولي”
  1. نوچې تیار کته کړی تک شین خر درته ولاړ وي، څوک پرې نه سپریږي؟ خبره زموږ په خرتوب کې ده د بل چا په کمال کې نه ده، که داسې نه وي، تورکوني پنجابیان ولې نورقومونه نه شي خره کولی

  2. ښه د ملا ګوډ او انګریزی ملایانو ملګریه ملا فضل الرحمانه ! د طالبانود تروریستی تحریک معنوی پلاره ! تر اوسه خو د دافغانستان د ملت او دولت خلاف د پښتنو خلاف د جهاد فتواوی صادرولی دا خواوس لکه بلبل غوندی ډیر ښه اقرارونه کوی ، عجب !
    اوس دادی ایله د تاریخ څرخ مجبورکړی چه اصلی خبری ته راشی او پر واقعیتونو او حقایقوباندی طوطی وار اقرارونه وکړی ، د کوم واقعیتونو نه چه تا او ستا ملګریو او ستا په اصطلاح پاکستانی استخباراتو دغه ۴۰ کاله انکار کاوه !
    ولی د ابلیس ملګریه ! کله چه ته ځان یودینی عالم بولی تر اوسه ولی منکروی ؟ اوولی دی په دغه لوی ملی خیانت او جنایت هم د پاکستان د ملت په حق کی ، هم د پښتنو د قوم په حق کی او هم د افغانستان دملت په حق کی تر اوسه ستا خوله ګونګی وه ؟
    آیا دا ته نه وی چه په ډیره بی باکی سره دی په افغانستان کی د افغان تاریخی مسلمان او مجاهد ولس خلاف د جهاد او افغان وژنی فتواوی ورکولی ، ایا تاسواو ستاسو ملګرو حلقاتو نه ویل چه : جهاد افغانستان دفاع پاکستان ؟
    ته مطمئن اوسه چه د زرهاوو مظلومو افغان شهیدانو وینه به حسیب او لطیف خدای نه ضایع کوی .
    اګرچه ستاسو دغه اوسنی اقرارونه تر یوه حده د ستاینی وړ دی خوډیر نا وخته دی ، په هرحال ستا ماضی په هیڅ صورت د افغانستان د ملت د پاره د یوه یوه مغرض او اجرتی ملا په حیث د هیریدو او بښنی وړ نه ده .

  3. مولانا فضل الرحمانه! بي حده نجس او مردار سری یي
    تر پرونه خو تا هم په افغانستان کی خلک جهاد ته لیزل، اوس دی ولی نظر بدل شو. لعنت دی په تا غوندی دلال شي. لکه ای اس ای ستا لاسونه هم د افغانانو په ونيو سره دی. الله دی دا مردار تور مخ په خاورو پت کره

  4. فضل الرحمان صاحب ددی معنی او مطلب څه شی دی، حقیقی توبه دی رب العالمین ته وویسته او که د ای اس ای له ملاتړه ناهیلی شوی
    قاضی حسین احمد، مولوی سمیع الحق، د جنرال حمید ګل پښتون او نصرالله بابر په فتواو تر اوسه جهاد وه او اوس د ډالرو جنګ شو
    چی پرویز مشرف، په امریکا کی پخوانی پاکستانی سفیر حسین حقانی او حامد کرزی چی په واک کی وه خیر خیریت وه او اوس وایی چی امریکایان داعش او طالبانو ته مرستی، وسلی او پیسی ورکوي، دا ټول کارونه د انګلیس، روس، چین، فرانس، جرمني او امریکا دی چی په غلامانو او جاسوسانو پاکستان او ایران یی ترسره کوي او خپلي پروژي پلی کوي

  5. افغان حافظ وایي،‌ پنځه شپې کېږي چې مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په خوب ویني
    http://www.taand.com/archives/108387

    د قران کریم ځوان حافظ، سرور ستانکزی، وایي د روژې له اولې راهیسې پنځه شپې سر په سر مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په خوب ویني چې د وروستیو دوه شپو حالت یې نوموړی سخت نا ارام کړی دی.
    ښاغلي ستانکزي دا خبرې په یوه ویډیو کې چې هغه په خپل فیسبوک خپره کړې او په زرګونو خلکو شریکه کړې او په لسګونو زرو خلکو لیدلې ده، کړي دي.
    سرورستانکزی چې په سویډن کې اوسېږي او درس وایي له تاند سره په خبرو کې وویل، نوموړی نورو مسلمانانو ته جماعت او تراویح ورکوي او د شپې له مخې په اوداسه ویده کیږي.
    په خپره شوې ویډیو کې هغه په مخکې ایښی قران کریم قسم یادوي چې په خپله وینا کې ریښتنی دی او هېڅ دروغ په کې نه وایي.
    سرور وایي، د روژې په اولو درې شپو کې یې ولیدل چې د مولانا فضل الرحمان سر د سپي او د مولانا سمیع الحق سر د خره وي. ډېر خلک پرې ورټول وي او دوی یو د سپي په څېر غاپي او بل یې د خره په څېر غاپي (ونګېږي).
    نوموړی وایي، په دوه وروستیو شپو کې یې یاد دوه شخصیتونه په نیم لوڅ حالت کې ولیدل چې په څلوري وي او شاته یې نظامي کسان ولاړ وي او هغوی مجبوروي چې د نظامیانو په خوښه خبرې وکړي

    .http://www.taand.com/archives/115471
    طاهر اشرفي: د مولانا سمیع الحق مرګ به د افغانستان جهاد پیاوړی کړي

    http://www.taand.com/archives/109382
    مولانا سمیع الحق: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ګټه نه کوي

ځواب ورکول هارون حسین خیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *