عبدالرحمن/ دا لیکنه د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب شهادت ورځپاڼې خپره کړې ده.

د طالبانو رهبري شورى (د كويټي شورى) لومړى د مولوي عبدالقيوم ذاكر د استعفاء خبر اعلان كړ او ورپسې ئې څو ورځي وروسته د ملامحمد عمر د ورور مولوي عبدالمنان هوتك په اړه دا اعلاميه خپره كړه چي نوموړى د رهبري شورى د پرېكړي له مخي د معاون او نظامي چارو د ناظر په توگه وټاكل شو!! په دې اړه له ډېرو سره دا پوښتني راولاړي شوې:

د داسي مهمو پرېكړو په ارتباط ولي د ملامحمد عمر د حكم، موافقې اومنظوري هيڅ يادونه نه كېږي، حتى د ده نوم هم نه اخيستل كېږي؟!!، دا خو له هر چا سره دا اندېښنه راولاړوي چي ښايي ملامحمد عمر يا له خپل امارت لاس اخيستى، يا بندي دئ او يا وفات شوى!!

د ملا آغا جان معتصم او شهيد مولوي عبدالرقيب په څېر ډېر طالب مشران همدا خبره كوي چي ملا عمر په تېرو دريو كلونو كي نه چا ليدلى، نه ئې د ده كوم شفاهي او تحريري پيغام ترلاسه كړى!! ويل كېږي شهيد مولوي عبدالرقيب له دې كبله ترور شو چي په يوې غونډي كي ئې دغه خبره كړې وه او ويلي ئې وو چي بايد بل مشر وټاكل شي.

دا هم ويل كېږي چي مولوي عبدالقيوم ذاكر له دې كبله له خپلي دندي لري شو چي د معاون په توگه د مولوي عبدالمنان هوتك له ټاكني سره موافق نه وو او دا ئې د زعامت موروثي كېدل گڼل!!، حقيقت دا دئ چي د معاون او نظامي چارو د ناظر په توگه د عبدالمنان هوتك ټاكنه له دې پرته بل تعبير نه لري چي دى به ډېر ژر د ملا عمر ځاى ناستى شي، هم به د سياسي چارو ټول واك ده ته انتقال شي او هم د نظامي چارو!! لومړى به د رهبري شورى مشري ترلاسه كوي او بيا به اميرالمؤمنين شي.

آيا د طالبانو تحريك د موروثي كېدو په لوري روان دئ؟ كه داسي نه وي نو ولي د امير ورور پر داسي مهمي دندي گمارل كېږي او د ځاى ناستي كېدولار ورته پرانيستل كېږي؟

آيا په طالبانو كي تر مولوي عبدالمنان هوتك غوره غړى نشته؟ ولي د معاونيت او نظامي چارو مسئوليت يوه كس ته او هغه هم د امير ورور ته سپارل كېږي؟ دا خو د غيراسلامي ټولنو ځانگړتيا ده چي اقتدار د زعيم په كورنۍ كي له يوه بل ته انتقالېږي، د اسلامي ټولني مهمه ځانگړتيا دا ده چي زعامت د مسلمانانو له لوري افضل او اصلح ته سپارل كېږي، نه له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مشري د ده د كورنۍ كوم غړي ته انتقال شوه او نه د ده له څلورو يارانو ابوبكر، عمر، عثمان او علي (رضي الله عنهم)، د دې معنى دا ده چي په موروثي توگه د زعامت انتقال هم د سنت خلاف عمل دئ او هم د صحابه وو د منهج خلاف. هغه ټولني چي فكري بنسټونه  ئې كمزوري وي، د قوم او ژبي پر بنسټ راغونډ شوي وي، نه د كوم فكر او معنوي ارزښت پر بنسټ، يا مالي او مادي اغراضو سره يو ځاى كړي وي او دا اغراض د كوم شتمن او ځواكمن په خوا كي لټوي؛ د هغوى زعامت موروثي وي.

د طالبانو په نامه گڼ شمېر دفترونه پرانيستل شوي او د نورو د پرانستېدو انتظار كېږي، له هر چا سره دا پوښتنه راپيدا شوې چي كوم دفتر د طالبانو اصلي استازيتوب كوي؟ په قطر، اماراتو، تركيه، كابل، كندهار او كويټه كي دفترونه پرانيستل شوي، آبله ورځ په كابل كي د طالبانو د پخواني معروف قومندان اكبر آغا په مشرۍ (د افغانستان د خلاصون لار) تر نامه لاندي  بل تنظيم اعلان شو، آغا جان معتصم ځان د تحريك مشر گڼي او ادعاء كوي چي د طالبانو ډېرى مشران او قومندانان د ده ملاتړ كوي!!

حقيقت دا دئ چي كه طالبان په خپلي تگلاري كي بيا كتنه ونه كړي، له مجاهدينو سره له شديد عناد او دښمنۍ لاس وانه خلي، د ملت په وړاندي په صريحو الفاظو ونه وايي چي د عاريتي وسلې په زور پر افغانانو د حكومت كولو اراده نه لري، دا د ملت مسلم او اسلامي حق گڼي چي خپل زعيم او مشر په خپله خوښه او له هر راز فشار او گواښ پرته غوره كړي، له حزب اسلامي سره خپل يو اړخيز جنگ متوقف نه كړي نو حتماً به له لازياتو بدو پايلو سره مخامخ شي او ټول هوښيار طالبان به له دوى بېل شي.

ډېره عجيبه ده چي په همداسي كړكېچن حالت كي چيني طالب ليكوال د دې پر ځاى چي خپلي داخلي ستونزي وڅېړي، خپلو داخلي پراخو او ورځ په ورځ زياتېدونكو مشكلاتو ته د حل لار ولټوي؛ پر حزب اسلامي نيوكي كوي،
امريكايانو او د كابل حكومت ته د زرگونو طالبانو تسليمېدل نه ويني، خو دا د حزب په ضد د تبليغاتو په توگه كاروي چي فلاني پخواني حزبي د فلاني نوماند ملاتړ وكړ!!

دې ته ئې پام نه دئ چي ولي هر نوماند د دې هڅه كړې چي يو حزبي په خپلي خوا كي ولري او ولس ته ووايي چي دا دئ د حزب اسلامي ځيني مشران د دوى په څنگ كي ولاړ دي، غواړي په دې توگه د ملت ملاتړ او تأييد ترلاسه كړي، كه حزب اسلامي په ملت كي ژوري جرړي نه درلودى او د ولس غوڅ اكثريت د حزب خواخوږي نه وى نو نه به عبدالله د ارغنديوال ډلي ته د جمهوري رياست معاونيت او گڼ شمېر وزارتونه او ولايتونه منل، نه به زلمي رسول له يو شمېر حزبيانو سره د گڼ شمېر وزارتونو او ولايتونو ژمنه كوله، نه به د اشرف غني احمدزي ټيم دا ويل چي د حزب اسلامي يو مهم اړخ د ده ملاتړ كوي، نه به سياف د ولسي جرگې مشر عبدالرؤف ابراهيمي په هري غونډي كي خلكو ته ښودو چي د حزب د خواخوږو ملاتړ ترلاسه كړي. پوښتنه دا ده چي ولي هيچا د طالبانو يادونه ونه كړه، په داسي حال كي چي ډېرو طالب مشرانو په پټه او څرگنده توگه د يوه او بل نوماند ملاتړ كړى؟!!

كه كوم نوماند دا گمان كړى وى چي كولى شي د ملت د يوې برخي حمايت او تأييد په دې توگه ترلاسه كړي چي كوم تسليم شوى طالب په خپلي خوا كي ونيسي نو يقيناً چي ډېرو به دا كار كړى وو!!

خو گورو چي ډېرو د طالبانو په ضد د شديد او جدي دريځ غوره كولو او سختو الفاظو د كارولو له لاري د ملت د حمايت ترلاسه كولو هڅه وكړه!! هر څوك پوهېږي چي د دې وجه څه ده!! كه دوى داسي انگېرلې وى چي د طالبانو ضد اظهارات د ملت يوه برخه له دوى ناراض كوي نو هيڅكله به ئې دا كار نه وو كړى!! طالب مشرانو او ليكوالو ته وايو: حزب اسلامي خپل جهاد ته پرېږدئ، هغه د اوږدې مبارزې په لوړو ژورو كي پوخ شوى، كافي تجربه لري، پوهېږي څه وكړي، څنگه د دښمن د توطئو مقابله وكړي، تاسو خپلو پراخو ستونزو ته خپل وخت وقف كړئ او خپل پام واړوئ، د حزب په ضد له تبليغاتو او دښمنۍ به څه ترلاسه كړئ؟

متأسفانه ځيني طالبان د كركجني رخې او حسد له كبله وخت ناوخت د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي او حزب دې ته اړباسي چي ځواب ئې ووايي، ځيني نور ئې داسي دي چي د ادب او اخلاق ټولي پولي نړوي او د حزب مشرانو او مجاهدينو ته داسي ښكنځلي كوي چي هيڅ شريف انسان ئې په خوله نشي تكرارولى!! د دين او ايمان خاوند خو د داسي پوچي خولې كارولو تصور هم نشي كولى!!

11 thoughts on “مولوي عبدالمنان هوتك د ملا محمد عمر ځاى ناستى شو؟”
  1. د دواړو بوټي له عین غیرافغاني چینې نه خړوبېږي. یو هم د افغانستان په درد نه خوري تر هغه چې د آی ایس آی د غلامۍ کړۍ ونه غورځوي او افغانستان ته راونه ګرځي.

  2. دی ښاغلی به دمشر لالا نه دزیاتو تخریباتو وعدی دچټلستان داستخباراتی شبکی سره کړی وی که نه دی چوکی ته کله عادی سړی رسیدای شی
    مننه

  3. Assalamu Alaikum
    Hekmatyar’s analysis of the Taliban Islamic Movement successor and possible disappearance of Mulah Mohammad Omar Mujahid is a thorough explanation of the movement troubles in a foreseen time period.
    Although the analysis is possibly the feature picture of the Taliban movement, but Hekmatyar should not forget that, any weakness in the ranks of Taliban, will have its repercussion both on HIA and Afghanistan.
    The East and the West plus the neighbouring countries have a final TARGET, AND THAT IS TO ELIMINATE BOTH THE TALIBAN AND HEZBE- ISLAMI AFGHANISTAN!!!!
    before it is too late both the Taliban and HIA for the sake of our country and themselves, must and should start work on a plan for the unification or at least an alliance of the two movements, even if the cost of this unification is the leadership of HIA accepting Mulah mohammad Omaar as leader (temporary or permanent) .otherwise, in the light of possible change of policy of pakistan, Iran, and the West neither HIA nor Taliban will exist in the long run.

    May allah forbid.
    Watasemu be Hablelahe…….

  4. تاسو حزبیان یاست او که ځزز بیان زه خو حزبی یم خو دا وایم چی حزب زما یتیم خانه څه کړه ولی مو یتیمان چهار اسیاب ته دمسعود دجنګ لفاره ولیږل او بیا مو زموږ یتیم خانه را خلاصه نکړه او تاسو خفل ځامن خارج ته ولیږل او موږ مو همداسی فریشودو ۲ ولی مو مدرسی بندی کړی دمشر ځامنو ولی داسلامی تعلیم فر ځای انجنری او یادسعودی عرب تعلیم خوش کړ چی بیغیر له وهابیت او تعصب سخه بل څه نه زیږوی ۳ مشر ولی داسی خلقو سره خفلولی شروع کړی چی یو هم داسلامی حرکاتو خاوند نه وه دحزب جیګ فوړی چارواکی ولی امریکاته له ټولو مخکی لبیک وویل دحزب اسلامی مدر سی څه شوی دحزب امکانات ابوبک جریر غیرت انجنر سلام او داسی نورو ترخفل تصرف راوستی ولی به موږ بیا داسی غولیږوی چی دارنګه تس فه نامه لاندی حزبیان موږ وغولوی او دا دمظلومو ها ده چی حزبیان نه کفار فه خفل صف کی فریږدی او نه مسلمان ۰۰۰۰۰

  5. maulawi shamsu rahman sahib

    zema salaamoona we mana
    pe farsi ke matal day che wayee DEH DA KUJA WA DARKHT HAA DA KUJA,
    hassy pe hwaa kay dazee kawee,
    bahs delta che shay day aw te pe chee lagyaa yee
    mulla jana leg kho de akkael wa karawaah
    de hezb madrasee oos ham shamshatwoo keay shtah, che teh yee na shey leday no dasy shkaree che staa de hakekat ledelo stergay landeh deee!!!
    Alah day ta ta hedayat weklee

  6. محترم مولوی صاحب شمس الرحمن سلام
    نه پوهیږم چی ملا به وی اوکه نه ځکه چی ځانته دی دحزبی خطاب هم کړی خوبیا هم په هر صورت که هرڅوک یی نوهیله می داده چی لږترلږه دغه املاخو دصحیح کړه بل تاویلی دی چی:
    ولی مو یتیمان چهار اسیاب ته دمسعود دجنګ لفاره ولیږل
    ښه خبره دی نده کړی په کار داؤ چی دانتحاری حملی لپاره لیږل شوی وای اوپه بیګناه خلکواویا هم جومات کی یی چاودنه کړی وای بل مو ویلی دی چی ولی مو مدرسی بندی کړی داخبره دلمرنه روښانه ده چی څوک دعلم دوستان او څوک دعلم دوښمنان دی چی ښه بیلګه یی په وردګ ولایت دچک ولسوالی کی د شهادت ددینی مدرسه تړل دی
    بل موویلی دی چی دمشر ځامنو ولی داسلامی تعلیم فر ځای انجنری او یادسعودی عرب تعلیم خوش کړ چی بیغیر له وهابیت او تعصب سخه بل څه نه زیږوی
    زه درته وایم کچیری دسعودی مرستی اوپیسی د ډیر کم وخت لپاره درباندی ودریږی نو سلسله به مو ډیر ژرتوقف وکړی
    بل موویلی دی چی دحزب جیګ فوړی چارواکی ولی امریکاته له ټولو مخکی لبیک وویل
    نومهربانی وکړه نوم یی واخله څوک دی ملا راکټی که ملا خاکسار یا………
    بل موویلی دی چی دحزب امکانات ابوبک جریر غیرت انجنر سلام او داسی نورو ترخفل تصرف راوستی ولی به موږ بیا داسی غولیږوی
    زه درته وایم چی دا امکانات به ډیر وی که هغه چی دطالبانو د بی وسلی کولو ګروپ چی دپښتنو په سیمو کی یی وکړل دجهاد سپیڅلی سلاح ګانی یی ټولی اوبیا یی په پاکستان کی داوسپنی په قیمت خرڅی کړی اوپیسی یی صرف یو جیب ته ولویدی
    بل موویلی دی چی
    او دا دمظلومو ها ده چی حزبیان نه کفار فه خفل صف کی فریږدی او نه مسلمان
    پدی خبره کی زه درسره سل په زرو کی موافق یم ځکه چی رښتیا هم طالبانو غوندی مبهم مسلمانان اویهودو اونصاراؤ غوندی کفار حزبیان په خپل صف کی نه پریږدی
    د توجه نه مو یوه نړی مننه

  7. Most respectfully I want to state you that we never thought about Taliban because every Afghan knows who are Taliban and who make them and for whom they are in straggle? But we most respectfully asked from our dear and respected leader Hekmatyar Sahib that why you act like and worse than Taliban with your oppressed Mujahed nation and Hisb e Islami Afghanistan the movement it give more than 2 million martyrs and sacrifices under your command. The Blood of 2 million martyrs and the sacrifices more than 30 years of this courageous nation make you Hekmatyar otherwise you were nothing but only Gulbudden. In the result of our sacrifices the south union not only deported in very disgrace situation from Afghanistan but its name ended forever. When America and the alliance Forces occupy our Mujahed nation Afghanistan you forgotten Jehad, Mujahideen, Hisb e Islami Afghanistan and this courageous nation and come with ISI and take revenge from them. Dear Sir; really you don’t see the roving state of our nation and of every member of Hisb-e- Islami Afghanistan which are staying and begging in different doors as you have mentioned it in your above statement which we have fighting several year with them. Please tell me what will be the different between Najeebs, the present Government and the Government comes through these candidates in the future. Really this situation of such Mujahed movement is not a sorry excuse? When a movement has more than 60% supporter of its nation instead of this it beg some posts from the enemy of Islam and its nation, this situation and state mean only slavery and enemy with their self and with their nation not else… Dear Sir; you have forgotten the death and the day of hereafter? How long you will be live? This time is not for you to write Tafasir but it is for you to come out from the cave of ISI and throw off the rope of slavery from you and your nation neck and protect and recover you, your nation and Islamic movement. People talked about the black bags also…Hence by the name of ALLAH (S.W.T) please don’t hear the wrong information of your agent and lowly Friends. The day of hereafter is very near and ALLAH (S.W.T) asked you about the poor helpless peoples, Shaheeds, Orphans, Widows… of this occupied nation.

  8. شمس الرحمن ورډاګ صاحب ۰جواب ته غوږ شه داخوتاسو ومنله چی طالبانو صلاح ټوله کړه او تاجناب اقرار وکړ چی دحزب مال دیتیم مال مو وخوړ حرام که لږ وی او که ډیر خو ستاسو لفاره دعام مجاهد مال حرام ده ۲ ستاسو حزبیان لکه غیرت لکه هلال۰ لکه سباووووون ۰لکه حامد دمشر زوم لکه ته یی چی نور فیږنی چارګول ظفرالدین عطا الله دحزب ټول مرداری به حکمتیار همدغوته ورکاوه خو نن دمسلمان مقابل کی ده ۰حزبیان دقدرت وږی ده ۳نه فوهیږم چی ورډاګ صاحب چی تاسو دجهاد وقت کی څومره وی خو دروسانو فه مقابل کی چی جهاد ادامه لروده حزب فه شمشتو ورسک فشاورکی مدرسی ټولی ودرولی او هغه هلکان یی چهار اسیاب ته جنګ ته راوړل چی خدای چ شاهد حال ده زه خفله هم له هغو سخه یو اوم۰ او بیا مو دمدرسی نوم ونه لید۰ حزب دڅه فه خاطر له ربانی سیاف مسعود سره جنګیده او بیا فه کوم اساس ورسره یو ځای کیده۰ له دوستم سره ولی جنګید بیا ولی یو ځای کید۰بیا له کرزی سره ولی جنګید بیا ولی له تورخم سخه فه تورو شیشو موټروکی هره ورځ کابل ته هره ورځ وروان یاست هره ورځ ولی قیوم کرزی امرالله صالح او دبل لمن کی ږړا کوی۰۰۰موږ افغانان فه هرڅه خبر یو له خدایه باید وویرږی منافقت باید فریږدی چی منافقت وکړی بیا وایی دازموږ سیاست ده افسوس فه داسی بی حیا مسلمانانو چی غواړی ۳۰ ملیونه افغانانو ته دوکه ورکړی دا جنګونه که تاسو دسیاف ربانی مولوی محمدنبی فه ضد نه وای کړی ولی تاسو داسی کیدی ۰انتخابات انتخابات نار ی وهی صفر رایه اخلی افغانان که حزبیان هم ده خو انسانان ده فوهیږی چی حزبیان دقدرت وږی مشران خاینان یی نه مجاهدین حزبیان هغه خاینان چی سفینی یی ږیری ده او سفین اوخړ فکول فه سرکوی او له منافقت سخه ډک ده ګوره سباوووون جریر غیرت ففوس هلال ګوډاګی چارګولللللللللللل وغیره چی فرون چیرته نن چیرته طالبان ښه وه چی سنت یی کړه کنه زرداد قلم چمن تورن ټرن وغیره څه فجایع ونکړی ۰۰۰که تاسومنافق نه وای حتما طالبانو څنګ کی ځای در کاوه خو ټول فو هیږی چی بیابه تاسو ویل چی دا زموږ خلق وه او نور افغانان به بیا موږ سره نه وه۰ موږ دسعودی روفی اخلو خو وهابیت یی نه منو موږ دسعودی کومک منو خو تاسو غونته دوستیانی نه ورسره کوو چی میدان یی هوایی کی خوشی کړی موږ سعودیان منو خوتاسوغونته یی فه لاسو نه ور لویږو چی دبوریا خولی ورته فه سرکړو ورته وایو ګډدشمن ده نر شه کومک ستا غزول یی فر ما ۰۰۰ستاسو سره به هم الله حساب وکړی او هم ملت چی یو زل کفار لاړ شی بیا به منافقان هم ورکوو

  9. Mullah shamsurahaman
    Ka ner yen de wardag sahib de sawaaloono zawab warkla te de jaree aw nooro kese pregdah, HEKMATYAR TA goora che cherta dah, ham pe kalam jihad ka aw ham pe toorah
    Ze kho talibanoo pe bara ke che ne wayem, zeka che te sok yee che de talebanoo nanga kawyyeee? aw ze ta de talb hagh shuledeleey bootanoo ta ham ne barabarawoom.
    Hez kho hagha neer hezb dah che pe zegoona taliban yee de dostum de tegha khlas kelel.

    maa sara de talibanoo de ertebat pe bara kee deer sanadoona shtah, che yee munaseba nebolem ta ta yee wowayem, zeka che te na talib yee aw na hezbee.
    de Dustum khabis sara hezb de day depara etelaf wokel che de dushman mulah pre mata kelee, de JABELSARAG ETELAF che de hezb pe khelaf jol showee woo, mat kele, che hamasy woshoul, aw da yawa khedah wah che islami jawaz laree.
    hez kho dostam ta leka de Genral malik che talibanoo de khareja wezarat maawen takelai na woo.
    ka ghairt karzee sara goree, te wayaa che Karzai khe dah ka Amreekayyan che taliban worsara pe Qatar ke sang pe sang worsara kenastel???
    ka sabaaoon, ka Zafarudden pe kabel kay dah, beyaa no , Mulla wakeel, mulaah zaeef, salm Raketee cheera deee???
    pe wardagoo kay, Kufaar de talibanoo da sang na tereagee aw pe hez hamal kawee!!! che zawab laree???
    Taliban kho de kabul hezbeeyan de amreeca mazdooran booleee, no de wardagoo aw de baghlan hezbeeyan kho de kufaaroo pe mukabel ke pe sangar nast dee aw hara wraz pre guzarroona kawee, walay taliban per haghoy shab khon aw kameen waheee????
    Mula jan kholmay me ra khwazawh che beyyaa ba Taliban derta hasy raswa raswa klem!!!!!
    ka de da bas na wee noo ner sha zawab rakah ka na noo de Talebanoo lamen raa bandee pe shaa me alwah!!!
    wasalamu alaikum

ځواب ورکول م شمس الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *