تاند- په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخوانی استازی او د سولې د عالي شورا اوسنی غړی عطا الله لودین د ننګرهار والي وټاکل شو.

ننګرهار له څه مودې راهیسي، چې پخواني والي ګل اغا شېرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځان د کاندیدولو لپاره د ولایت له مقامه استعفا ورکړه، والي نه درلود.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د دوی په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په تایید د سولې د عالي شورا غړی مولوي عطا الله لودین د ننګرهار د نوي والي په توګه وګومارل شو.

لودین د حزب اسلامي غړی دی.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له خبرپاڼې سره سم ښاغلي لودین په دیني علومو کې لوړې زده کړې کړې او تر وکالت دمخه د ننګرهار ولایت د څارنوال او د کابل محاکمو رییس پاتې شوی دی. د دې ادارې په وینا نوموړی د ننګرهار ولایت لپاره مناسب کس دی او د ولایتي چارو د پر مخ وړلو کافي تجربه لري.

د ځینو راپورونو له مخې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د هلمند پخوانی والي ګلاب منکل د ننګرهار د والي په توګه ولسمشر کرزي ته وړاندیز کړی و خو کرزي مولوي لودین غوره کړ.

د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شیرزي په نسبي ډول په ننګرهار کې زیات کار وکړ او ډېر خلک ورڅخه خوشاله ول. که څه هم ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې د لومړیو هغو په شان د بیارغونې کارونو ته توجه نه لرله.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ننګرهار ولایت د پخواني والي ښاغلي ګل اغا شېرزي د خدمت او لاسته راوړنو ستاینه کړې او نوي والي ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده..

14 thoughts on “مولوي عطا الله لودین د ننګرهار والي وګومارل شو”
  1. هلکو، پوه نه یئ چې څوک د لوګر والی شوی دی؟ ما واورېدل چې محمد حلیم فدایي د لوګر والی شوی دی خو لوستلي مې لا نه دي. که چا ته معلومات وي ودې یې لیکي.

  2. الله تعاله دی وکړی چی هغه مشکلات چی د ننګر هار اوسیدونکی ورسره مح دی حل شی بالحصوص په خوګیانیو ولسوالی کی چی د امنیت په نوم هلت هیڅ نه شته ا د خو کیانیو و لسوالی او سیدونکی اوس محال دیر په یو بد حالت کی قرار لی هغه داچی ا منیت بالکل نسته پراختیایی پروژی خو بیخی ورکی دی دبیا رعونی کا رونه هم په ټپه ولاړ دی نو الله تعاله دی دغه ټولو تدبختیو ته د پای ټکی کیدی او الله تعاله دی لو دین صاحب ته ددی توفیق ورکړی چی دعه مشکلاتو په حل کی مرسته وکړی

  3. لودین دننګرهار د والی په حیث ښه کاردی۰هیله کوو چه دخپلې ډلې لکه زرداد ،فریاد،قلم،چمن ملا ټړي ونکړي.بلکی ټول مشرقیوالوته لکه شیرزۍ په یوه سترګه وګوری۰خدای به هم راضی وی.اوس ولس هم یوڅه yراویښ شویدۍ.درناو

  4. دا خو له سره منا سب كس نه دئ نه پو خبر دا به خراب مس نه وي خو ننگر هار ته مهم كس بأيد فوره شوي وأي له دي هم كوم سياسي مقصد انگيرل كيري
    نه يو خبر دا كسان كوزي صا حب ولي مهم حسا بوي او له كومه يي مومي

  5. د لوګر ولایت لپاره ښاغلی محمد حلیم فدایی یو مناسب شخص دی که هغه ته دا دنده ور وسپارل شی او د دولت مقامات پر هغه باندی اعتماد وکړی . فکر کوم چی هلته به ډیر ژر سوله راوستل شی او د ولایت اقتصادی او اجتماعی کارونه به بیرته خپل پرمختګ لوری ته روان شی .

  6. داسې ښکاري کرزی ورو ورو ولس دیته تیاروي چې د هرې سیمې خلک پخپله سیمه کې چارې په لاس کې واخلي. شمال د شمالیانو، جنوب د ملایانو او مشرق د مشرقیانو.

    د جنوب خلک به پدې سره لا تباه او برباد شي. ځکه هلته په یوویشتمه صدۍ کې هم د قوم او قبیلې پرسر تربګینت او دوښمنۍ آن په رسمي چوکیو کې شتون لري.

  7. درنو لوستونکو اسلام عیکم
    زه چی څومره فکر کوم په أکثرا سرحدی ولایاتو کی باید د پاکستان جاسوس مقرر شی او د لودین صاحب په تقرر خو باید تاسی ښاغلی تر ټولو ښه پوه باید اوسی د حزب اسلامی نماینده او د ای ایس ای جاسوس غیرت بهیرد پاکستان څخه یی د تقرر امر راوړه او اجرات پری وشول د ننګرهار په شان سیاسی او ترانزیتی ولایت کی د داسی کس مقرر کول او د خدمت تمعه کول لری خبره دی

  8. Pe Pashto key waye: “De shkanhe rang de shpeyli ne dai”.
    De Nangarhaar lepara deyra ghalata noskha da, zeka dai de dasey gwend gherhai dai chey de Afghanistaan wranawelo ta ye khpela tola mobareza waqf kerhey da.
    La badyaano de kho tama kawel hemaqat dai.

  9. کچیر دولت غواړی وطن کی ارامی راولی باید ټولو ولایاتو کی والیان دینی علماوی داځکه چی علما دقوم فه ږبه فو هیږی او قناعت ور کوولی شی ۰۰۰اوکه علما خیانت وکړی قوم به ورته ګوته نیسی چی تا سو خو علما یاست خیانت ولی کو وی

  10. له هغو نه چې د جهاد په نامه تجارت کوي د خیر تمه ناممکنه ده. که څه هم چې زه پخپله هم پاکستان ته تللو کسانو کې وم خو زه له پاکستان څخه په راغلیو کسانو کې تر اوسه داسې چارواکی نه پېژنم چې د آی ایس آی جاسوس او خاین نه وي. د ایران او روسیې د جاسوسانو په هکله نه پوهېږم.

  11. ډیر ښه کار شوی الله پاک دی توفیق ورکړي چی په ننګرهارکی معنوياتو ته کار وکړي همدا د خلکو اساسي اړتبا ده او د لودین صیب څخه یی تمه کیدای شي

ځواب ورکول Ahmad Shah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *