تاند- د طالبانو د اسلامي امارت د مهال د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هیواد د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې منځګړتوب ته تیار دی.

متوکل، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند ځانګړی ویاند هم پاتې شوی، له ویوسراونډ (Viewsaround) سره په مرکه کې وویل:«که نوی منتخب حکومت په پرانستي ذهن او له هر ډول مخکې تر مخکې شرط او بدې ارادې پرته د سولې د خبرو غوښتونکی وي هاله موږ یقیناً چې د سولې د ګټورو خبرو تمه لرلی شو.»

ده همداراز وویل:«پخوا د ځینو وړو مسلو په خاطر د خبرو لپاره سم چاپیریال نه و برابر شوی. په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شو. خو اوس ب��ید ټولې خواوې سم لور ته حرکت وکړي.»

ګومان کېږي چې طالبان به له کرزي وروسته د افغانستان له نوي حکومت سره د خبرو مخالفت ونه کړي او ژر به د خبرو باب پیل کړي ځکه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وځي، پاکستان په خپله له خپلو سخت دریځو په تنګ شوی او ډېری افغان طالبان نه غواړي چې هیواد یې د نوي یمې لسیزې په شان په کورنیو جګړو ویجاړ شي.

مولوي متوکل په خپلو خبرو کې همداراز وویل، که د افغانستان حکومت غوښتل حاضر دی چې په هیواد کې د سولې په راوستلو کې مثبت رول ولوبوي.

ده په عین حال کې ومنله چې له طالبانو سره تماس نه لري او په وروستیو کې یې د طالبانو له تحریک سره خبرې نه دي کړي. خو ده دا هم وویل چې حاضر دی د دواړو خواوو په خوښه د منځګړي رول ولوبوي.

متوکل دا خبره رد کړه چې د طالبانو تحریک سره پاشل شوی او یا ملا عمر نور په خپلو طالبانو کنټرول نه لري.

3 thoughts on “مولوي متوکل: د افغانستان د نوي حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب کوم”
  1. الله دی ډیر عمر درکړی مولوی صاحب چې د پښتنو د وژنی او نیست او نابودی د دسیسی پروژی د شنډولو په اړه مو فکر کړی دی الله دی پکی خیر واچوی

  2. الله ج دی راولی، دافغانستان نوی حکومت سولی ته ژمن دی او داداکثریت افغانانو هیله ده، افغان ملت نور نه غواړی چی په دی خاوره کی نا حقه وینی توی شی، او نوی حکومت د خلکو دارادی تمثیل کوی، هیله مند یم چی د سولی خبری به دنوی حکومت سره بریالی شی او په ګران هیواد کی به دایمی سوله او امنیت ټینګ شی

  3. ډېرښه الله دې همداسې وکړي او هیله ده چه دواړه خواوې صادقانه پیل وکړي ترڅو دا مظلوم ولس نور دپردیو له دسیسو څخه خلاص سي شي او یو پر امن هېواد اوسيږي په همدې هيله.

ځواب ورکول نورالله عادل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *