تاند- د هند د چټک اقتصادي یون په دوام کې مومبی د نړۍ د ډېرو ملیاردرانو دوولسم ستر ښار شو.

په دغه ښار کې د هند ۲۸ تنه ملیاردران اوسي او د خصوصي سیکتور په لاس کې۹۵۰ ملیارد ډالره شتمني شته.

په نوې نړۍ کې د شتمنۍ د ادارې له راپور سره سم، مومبي ښار د ملیاردرانو د شمېر له نظره د نړۍ په لسو ښارونو راځي.

مومبي د هند تر ټولو ستر او تر ټولو مهم تجارتي او اقتصادي ښار دی.

په دغه ښار کې ۲۸ ملیاردران اوسي چې د هر یوه شتمني تر یو ملیارد ډالرو اوړي.

په راپور کې ویل شوي چې په مومبي کې د ملیاردرانو شتمني۹۵۰ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

د مومبي د ونډو (سټاک) بازار هم په نړۍ کې دوولسم ځای لري.

راپور وايي، په راتلونکې یوه لسیزه کې به د شتمنۍ له نظره مومبي د نړۍ تر ټولو ښارونو زیاته وده وکړي.

حاضردمه نیویارک د نړۍ تر ټولو شتمن ښار دی. د دغه ښار د ملیاردرانو شتمني ۳ تریلیون ډالره ده. ورپسې لندن ۲ اعشاریه ۷ تریلیون ډالره، توکیو۲ اعشاریه ۵ تریلیون او د امریکا سان فرانسیسکو ۲ اعشاریه ۳ تریلیون ډالره ده.

په نوې نړۍ کې د شتمنۍ د ادارې د راپور له مخې، هند په ۲۰۱۷ م کال په نړۍ کې د شتمنۍ تر ټولو ښه بازار ثابت شو. د دغه هیواد د شتمنۍ وده ۲۵ سلنه وه.

په ۲۰۱۶ کال کې، چې د هند شتمني ۶ زره ۵۸۴ ملیارد ډالره وه، په ۲۰۱۷ کې ۸ زره ۲۳۰ ملیارد ډالرو ته زیاته شوه.

په نوې نړۍ کې د شتمنۍ د ادارې په راپور کې هند له دې سره سره چې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات بېوزلي وګړي لري، د نړۍ شپږم شتمن هیواد ګڼل شوی دی.

په مجموع کې هند ۱۱۹ ملیاردران لري چې له امریکا او چین وروسته د ملیاردرانو د شمېر له نظره درېم هیواد دی.

One thought on “مومبی د ملیاردرانو ۱۲ ښار او هند د ملیاردرانو درېم هیواد دی”

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *