داسې یې فرض کړئ چې د نړۍ ټوله نقشه یو لوی انځور دی. په دغه انځور کې د نړۍ مختلف هیوادونه له مختلفو رنګونو جوړ دي او بالاخره د دغه رنګونو د ترکیب نه نړۍ منځ ته راغلې ده.

په دغه لوی انځور کې د افغانستان رنګ یا برخه په اوسني وخت کې داسې ښکاري لکه په يو ښکلې انځور کې چې یو تور داغ موجود وي. د نړۍ هر هیواد په دې هڅه کې دی چې د خپل هیواد انځور نور هم ښایسته کړي څو نړیوال انځور لا هم ښکلی شي، البته په دې جریان کې دوی کله نا کله او زړه نازړه دا تلاش هم وکړي چې د افغانستان او ورته نورو هیوادونو بدرنګه انځور هم یو څه راجوړ کړي خو دومره ژمن ورته نه وي ځکه چې په اولیتونو کې یې نه راځي.

نو اوس مونږ دی نتیجي ته رسیږو چې که د نړۍ په دغه لوی انځور کې دغه تور داغ رغول وي نو د هغې د پاره به د افغانستان وران ویجار انځورته د یو افغان انځورګر لټول وي. داسې افغان انځورګر چې د افغانستان په ټولو رنګونو خبر وي او د دې ترڅنګ د رنګونو په معنا او ترکیب هم بلد وي او په دی هم خبر وي چې مونږ باید په څه شکل دغه افغاني رنګونه سره یو ځای کړو څو په داخل کې او هم د نړۍ په لوی انځور کې د ښکلا باعث شو.

که اوس راشو او د افغانستان یو قوم ته د یو ځانګړي رنګ په توګه وګورو نو په دې پوه شو چې افغانستان یو له هغه هیوادونو نه دی چې د يو ښکلي انځور د جوړولو د پاره بلا شی رنګارنګ رنګونه لري. ضرورت د دې خبرې دی چې یو تکړه انځورګر ته دغه رنګونه په لاس ورشي او کار تري واخلي. له بده مرغه که تیر تاریخ او په ځانګړې توګه تیرو دیرشو کلونو ته ځیر شو نو د افغانستان مختلف اقوام چې د مختلفو رنګونو په معنا دي، د داسې چا په لاس کې ورغلل چې د انځور جوړونې په هنر نه و خبر، او همدا لامل شو چې دغه ښکلي رنګونه یې په داسې ترکیب سره ګډ وډ کړل چې د هر قوم رنګ پکې بدرنګه شو او په ځای د دې چې د افغانستان د لوی انځور د ښکلا باعث شي، برعکس یې لا خراب کړ.

تیر په هیر، اوس هم سري وخت دی، د وطن ګوټ ګوټ د دغه مختلف رنګونو نه چې د مختلفو اقوامو په شکل کې دي، نه ډک دی او په دې هیله دي چې ګوره که کوم تکړه افغان انځورګر راشي او د دوی د رنګونو نه په ښه شکل استفاده وکړي او د وطن وران ویجار انځور د نړۍ د لوی انځور په برخه کې دومره ښایسته کړې چې سیال شي.

دغه افغان انځورګر یاید د هر رنګ نه کار واخلي په تور او سپین پسې ې وه نه ګرځي، رنګ رنګ وي او د انځورګر کمال دا وي چې د رنګونو ترمنځ ښه او په بد خبره وه نه کړي بلک د ضرورت مطابق کار تری واخلي ترڅو ټول رنګونه په لوی انځور (افغانستان) کې د خپلولۍ احساس وکړي. البته په دغه ټوله پروسه کې چې د رنګونو ترکیب او استعمال ته اړتیا لري باید یو داسی انځورګر په مخه یوسي چې هغه تر هرڅه د مخه د افغانستان لوی انځور ته ژمن وي.

راځئ چې په ګډه، د انسانیت ډیوه په لاس، د دې انځورګر لټون پیل کړو او، په هر شکل چې وي، راپیدا یې کړو.

مننه ارباب – جالبات

3 thoughts on “مونږ ته انځورګر پکار دی/ ارباب”
  1. بیشکه والله چی ارباب صاحب منم دی. ما خو وړاندی فکر کاوه چی تاسو یوازی انځوری کوی چی په رښتیا ښکلی انځوری مو کړی ده. خو خبر نه وو چی لیکوالی کی هم مهارت لری. ډیر ښایسته مثال مو ورکوی. موږ باید پدی پدی پسی ونه ګرځو چی څوک وو او څوک دی. پدی پسی وګرځو چی څوک څه کولای شی . او څوک دا تور داغ ته داسی رنګونه کارولای شس تر څو یو ښایسته انځور ورکړی، چی نړۍ یی ومنی.
    هیله ده چی ستاسو د دواړو هنرونو موږ هر وخت ګته واخلو ، په داوړو هنرونو کی درته د لا ډیری کامیابۍ په هیله

  2. رښتیا هم موږ ته انځور ګر پکار دی
    بیشکه والله چی ارباب صاحب منم دی. ما خو وړاندی فکر کاوه چی تاسو یوازی انځوری ګری کوی چی په رښتیا ښکلی انځوری ګری مو کړی ده. خو خبر نه وو چی لیکوالی کی هم مهارت لری. ډیر ښایسته مثال مو ورکوی. موږ باید پدی پدی پسی ونه ګرځو چی څوک وو او څوک دی. پدی پسی وګرځو چی څوک څه کولای شی . او څوک دا تور داغ ته داسی رنګونه کارولای شس تر څو یو ښایسته انځور ورکړی، چی نړۍ یی ومنی.
    هیله ده چی ستاسو د دواړو هنرونو موږ هر وخت ګته واخلو ، په داوړو هنرونو کی درته د لا ډیری کامیابۍ په هیله

  3. سلامونه وروڼو خویندو تاندوالو؛
    ارباب خان ورور خو ډیر ښه انځورګر یا رسام، نقاش دی. پورتنۍ لیکنه ېې هم دخپلې انځورګرۍ هنر په رڼا کی کړی ده.
    زه وایم همهاغسې چې ملي سرود کې مو د لمر، زړه، شین آسمان، ایشیا، کور،سولې او تر ټولو مهم خلک او ولسونو ذکر دروند شاعر او لیکوال “جهاني “صاحب کړی دی، دا ټول رنګونه په ګران افغانستان کې شته او ګلوبال نړیوال هم په دو ښه پوهیږي، خو کاشکې دانسان په جامو کې ځینې تور مخي ابلیس صفته شیطانان نه وای ، اوخودکشِ بیګانه پرستان نه وای!. بیا به زمونږ د ملي سرود رنګارنګي خپل اصلي انځور دنیاوالو(ګلوبلوالو!) ته په اثبات رسولئ وای!. په درنښت

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *