د هندوستان دېوبند دارالعلوم

تاند – افغانستان له هندوستان سره له پېړیو راهیسې مذهبي، سیاسي، کلتوري او دوستانه اړیکې لري چې دا اړیکې د سوریانو او لودیانو له وخت نه چې په هندوستان یې واکمني لرله بیا د لوی احمدشاه بابا تر وخت او ان تر ننه چې هندوستان په وروستیو دوه لسیزو کې په افغانستان کې یو شمېر تعمیراتي کارونه ترسره کړل او په زرګونو افغان محصلانو ته یې د زده کړو فرصتونه برابر کړل، را غزېدلي دي.

بل لورته بیا پاکستان چې خواوشا ۷۰ کاله مخکې په سیمه کې د برتانیا د واکمنۍ په کمزوري کېدلو او له منځه تللو سره د لوی هندوستان له خېټې نه په زور را واېستل شو او په سر کې یې یوازې د یوه پوځي ماموریت یا مېشن بڼه لرله د کالونو او لسیزو په تېرېدلو سره د یوه مملکت بڼه غوره کړه.

د پاکستان د پوځ لومړی مشر جنرال فرانک والټر مزیري

د پاکستان د پوځ په وېب سایټ خپاره شوي معلومات ښیي چې پاکستان د دغه مملکت له رامنځته کېدلو څخه رانیولې تر څلورو یا پنځو کالونو پورې مستقیما د انګلیسي جنرالانو له خوا اداره کېده او په ترتیب سره یې د خپلې خوښې کسان په کې وروزل او واک یې په داسې ډول ور وسپاره چې باید په سیمه کې د هغوی سیاستونه پرمخ بوځي.

په دغه وېب سایټ کې راغلي چې د پاکستان عملي واک د ۱۹۴۷ له اګست څخه د ۱۹۴۸ تر فبرورۍ پورې د جنرال سر فرانک والټر مزیري انګلیس په لاس کې وو او د ۱۹۴۸ له فبرورۍ څخه د ۱۹۵۱ تر اپریل میاشتې پورې دا واکمني د جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي په لاس کې وه.‌ (د پاکستان د پوځ وېب سایټ)

یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې برتانیا په سیمه کې د افغانانو او بلوچانو په لاس له ماتې خوړلو څخه وروسته د یوه بدیل په فکر کې شوه او د دې لپاره چې د سیمې د دغو دوه قومونو او ورسره د هندوستان لپاره یو تلپاتې سرخوږی پرېږدي په سیمه کې یې یو پوځي اسټبلشمنټ د خپل ځایناستي په توګه پرېښود.

په هندوستان کې چې خواوشا ۳.۳ میلیونه مربع کیلومتره پراخوالی لري ګڼ شمېر قومونه او مذهبي ګروپونه ژوند کوي چې دویم لوی مذهبي ګروپ په کې مسلمانان دي او په دغه هېواد کې یې په لسګونو او سلګونو کالونه واکمني کړې ده.

د هندوستان دي هندو ورځپاڼې د ۲۰۱۵ کال د اګست د ۲۵مې په ګڼه کې د ویجایته سېنګ په قلم لیکلي چې په هندوستان کې د مسلمانانو شمېر ۱۷۲ میلیونه تنه دی خو یوه بله احصایه دغه شمېر ۱۷۹ میلیونه او یوه درېیمه یې ۲۰۰ میلیونه تنه ښیي.

د پاکستان د پوځ دویم مشر جنرال ډوګلاس ډیویډ ګراسي

په هندوستان کې د مسلمانانو د جوماتونو شمېر له ۳۰۰ زرو یا درې لکو بابونو څخه اوړي چې یو شمېر یې ان په ۷مه میلادي پېړۍ کې جوړ شوي دي. بروادا جومات، چیرامان جامع جومات، ملک دینار جومات، زینت بخش جومات،‌ قاضی مار جومات، اصفی جومات، فتح پوري جومات یې د نورو تر څنګ مشهورجوماتونه دي.

دي کاناډین بازار وېب سایټ د ۲۰۱۳ د اپریل په ۱۳مه د بلوات سنګېره یوه لیکنه خپره کړې او لیکي چې هندوستان خواوشا ۳۴ زره کاله تاریخ لري، او دغه هېواد د هر مسلمان هېواد په نسبت ډېر جوماتونه لري.

د هندوستان دیوبند دارالعلوم چې ډېرو پخوانیو افغان دیني عالمانو په کې زده کړې کړې دي د سیمې له مشهورو دیني مرکزونو څخه دی چې ځانګړی شهرت لري او اکثر د معتدل فکر او سویې دیني عالمان یې فارغ کړي دي.

یو شمېر پاکستاني او پاکستان پلوه افغان تحلیلګران وایي چې په هندوستان کې موجود نظام غیر اسلامي دی او هندي پوځ له مسلمانانو سره ناوړه سلوک کوي، لاکن په پاکستان کې چې ویل کیږي انګرېزانو د یوه ځانګړي ماموریت د ترسره کولو لپاره جوړ کړی دی هم عین لوبه روانه ده. قانون په کې غیر اسلامي، قاضي په کې جج، محکمه په کې مجسټریټ او سوپریم کورټ او قانون په کې د لارډ میکالي انګلیس چلېږي، او تر څنګه یې په اسلام اباد کې د سره جومات او حفصه مدرسې په بمبارولو سره د مسلمان وژنې کمپاین داسې ګرم روان کړی چې تر ننه پورې هم هره ورځ په لسګونو پښتانه مسلمانان تښتوي او بیا یې یا وژني یا یې په داسې جېلونو کې غورځوي چې حال یې له مرګ نه بدتره وي.

دغه یې په کور دننه پالیسي ده او هغه لوبه یې چې په افغانستان کې د خپلو ملېشو په لاس روانه کړې لوبغاړي یې هره ورځ انسانان وژني، ماشومان په انتحاري او نورو بریدونو کې شهیدانوي، پلونه ورانوي، مکتبونه ورانوي، فابریکې ورانوي، جوماتونو کې بریدونه کوي…

برتانیا چې په بر صغیر یا د هند براعظمګي باندې یې د ۱۸مې پېړۍ له نیمایي څخه د ۲۰مې پېړۍ تر نیمایي پورې خواوشا دوه سوه کاله واکمني کړې څو ځلې افغانستان ته هم داړې جینګې کړې او غوښتل یې چې د هندوستان په څېر یې تر خپل واک لاندې راولي، لاکن افغانانو او په ځانګړې توګه پښتنو د دغه زبرځواک په وړاندې د سرونو په قرباني کولو سره مقابله کړې ده.

د هرات په چشت سیند د افغان هند د دوستۍ بند چې ۷۵ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او ۴۲ .میګاواټه برېښنا تولیدوي

په وروستي ځل په ۱۹۱۹ کال غازی امان الله خان له خوا له برتانیا څخه چې د افغانستان په بهرنیو اړیکو یې تسلط درلود د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره مټې ونغاړلې او تر څنګ یې د لوی هندوستان ولسونو ته د ازادۍ انګېزه ورکړه. د هندوستان د ازادۍ د تحریک فعالانو په کابل کې د هندوستان خپلواک عبوري حکومت جوړ کړ او د برتانوي استعمار پر ضد یې مبارزې پراخې کړې چې په نتیجه کې یې برتانیا مجبوره شوه چې سیمه پرېږدي خو تر شا یې داسې یو اسټبلشمنټ او پوځي استخباراتي شبکه پرېښودل چې له اویا کالونو راهیسې یې په سیمه کې د برتانیا په لاس بل شوی اور بل ساتلی دی.

برتانوي استعمار تر شا داسې یو هندوستان پرېښود چې مسلمانان یې په کې په څو برخو ووېشل او په عین حال کې یې پښتانه او بلوچ هم سره ووېشل. د دغه وېش په نتیجه کې د لوی هندوستان مسلمانان چې په سیمه کې یې اوږده واکمني کړې وه په هندوستان، پاکستان او بنګله دېش کې تیت شول او د ډیورنډ کرښې یې په سیمه کې پراته پښتانه په دوه برخو ووېشل چې ستونزې یې لا هم پرځای پاتې دي.

په کابل کې د پاکستان د پوځي استخباراتو له خوا د روزل شویو ترهګرو په لاس د شوي وحشیانه بمي برید یوه صحنه

له برتانوي استعمار څخه په میراث پاتې پوځي اسټبلشمنټ د انګرېزانو په څېر د نورو تر څنګ د ساده مذهبيانو په غولولو او توظیفولو سره د خپلو هدفونو تعقیبولو ته دوام ورکړ او دا کار یې نه یوازې په پاکستان کې بلکې د پاکستان د پوځي استخباراتو په لاس په هندي کشمیر او افغانستان کې جاري وساته.

د پاکستان پوځي استخباراتو په سیمه کې د خپلې ورانکارۍ په لړ کې خواوشا څلور نیمې لسیزې پخوا یو شمېر افغان ځوانان چې مذهبي افراطیت ته مایل وو جذب کړل او د افغانستان د حکومت پر ضد یې تربیه کړل. دغه فعالان یې د پېښور په چراټ سیمه کې په پوځی اډو کې له تربیه کولو څخه وروسته د سردار محمد داودخان د جمهوري نظام پر ضد افغانستان ته د وسله والوعملیاتو د ترسره کولو لپاره راولېږل.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په میاشت کې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند له خوا چې د شوروي اتحاد سیوری یې په سر وو او چپي افراطي نظریات یې لرل د محمد داودخان د جمهوري نظام پر ضد له کودتا څخه وروسته د پاکستان پوځي استخباراتو ته بهانه په لاس ورغله او تر خپل لاس لاندې افراطي افغانانو ته یې په غوږ کې ور وڅڅول چې باید د شوروي پلوه دیموکراتیک جمهوريت پر ضد خپل فعالیتونه چټک کړي.‌

د ډیلي جامع جومات

په پاکستان کې جوړو افغان جهادي ډلو چې یو شمېر یې د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی اېس آی) او یو شمېر نور د ایران د استخباراتي ادارې له خوا حمایه کېدل تر هغه وخته پورې په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکړ چې د ۱۳۷۱ کال د ثور په میاشت کې د نجیب الله واکمني نسکوره شوه، د افغانستان ملي اردو یې منحل او ډېر تاسیسات یې ویجاړ کړل،‌ او دا لوبه تر هغه وخته پورې روانه وه چې د پاکستان د پوځي استخباراتو د یوه وژل شوي چارواکي کرنل امام په خبره د طالبانو په نامه د جهاد دویم نسل یې راواېست او واک یې ترلاسه کړ.‌

3 thoughts on “موږ د هندوستان او پاکستان تر منځ کړکېچ کې د چا تر څنګ ودرېږو؟‌”
  1. سلام عزیزانو ! لمرپردوګوتونه پټیږی،پاکستان زموږ هغه ستر مکار دښمن دی چې داسلا م په جامه کې یې زموږ جرړې ویستلې ، – هغوی وایی چې افغان باید ډاکتر انجینر او ساینس پو ونه لری – افغانان باید ناپوه ملایان وی چې دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کې دجهاد په نوم ترهه واچوی په کشمیر کې ، په افغانستان کې ، په بوسنیا دچین په سینکیانګ ایالت کې جهاد وکړي او په اصطلاح په نړۍ کې دپاکستان ژاندارم وی ـ هغوی همدااوس هلې ځلې کوی چې افغانان نااهله ، مفسد او دجاهل په توګه امریکې اونړۍ ته وروپیژنی چې تر یوه ځایه حقیقت هم لری – خو ټول افغانان داسې نه دی – مګر دوی غواړی چې نړۍ ته داخبره په زبات ورسوی چې ګواکې افغانان دحکومت کولو خلک نه دی او موږ ( پاکستانیان) باید په هغو حکومت وکړو تر څو دحکومت کولو چل ورزده کړو- خوبرعکس هندوستان له پیړیو ، پیړیو راهیسې زموږ هغه دوست پاتې شوی چې هره ستونزه یې را ته هواره کړې

  2. سلامونه،
    انډیا یا هندوستان خو د نړۍ تر ټولو ښې ډیموکراټیکې ټولنې یو نمونه دی چې هم ېې د نیوي او هم دیني طبیعي او ټولنیزو علومو کښې د دنیا په ۲۰ اقتصادي قدرتونو جمله کې ځای لرلي او لکه لیکوال ورور چې لیکلي د افغانستان سره د نژادي،ژبنۍ،تاریخی، کلتوري اود بیطرفه ورورۍ اړیکې لري او اوس هم همدا معتدل سیاست ته دوام ورکوي ،مګر
    پوکسټین! چې د همدې اڼډیا له موره زیږول شوی د انګریزي پلندر ناسلفه او نا خلفه بچی دی ،د ا اویا کاله له خپلې مور سره ؛ او بیا له ګاوڼدیانو په تیره بیا افغانستان سره د منافقت، چل ول، میلاوټ او تش په نامه د اسلام مقدس نامه نه په سوء استفاده تمام وخت افغانان-پښتانه د نورو ملیتونو سره که هغه مسلمان دي که کمونیست که غیر مسلم ( لکه کشمیریان، روسان، فارسیان، چیچنایان، بوسنیایان ، ارمنیان ، ا.د.ن. ) سره په جنګ اچولي او دا ۴۰ کاله خو ېې جهاد افغانستان -دفاع پاکیستیان !! په کاذب شعارونو لراوبر پښتانه د مرګ خولې ته ټیل وهلي او د خپل پلندر او نورو بالدارانو پوڼډونه او ډالرې یی د جرنیلانو،کرنیلانو او … جیبونو ته ډک کړي دي .
    افغانانو ته لازمه ده چې پوکستانیانو ته بنګله دیش ورپه یاد کړي او د بلوڅانو او پښتنو حقوقو تر لاسه کولو لپاره د پنجابي شریفانو لاسونه لڼډ او په ازغن سیمونو ېې سوری سوری کړی او دا تور لینګی یی په خندقونو کې د لاسپوسانو سره واچوي. هند له هغې خوا او افغانستان ېې له دیخوا پچق کړي چې غیر د غزنوي اټم بم نه ېې د هیرا مڼډیی ایری او دودونه له لاهوره لا ډیر اورونه بل کړي!.

  3. افغانان په دی پوهیږی چی پاګستان یو مکار دښمن دی اوباید الله ته لاسونه لپه کړو چی یو وار د هند سره ونښلی نور بیاد افغانانو د انتقام وخت دی چی ددی تیرو څلویښت کلو بدل تری واخلو

ځواب ورکول Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *