د اصلاحات او همپالنې ټیم کوکې او سورې د ائتلاف په سر دي. د ټاکنو د مخه ئې ګمان کاوه چې موږ ګټونکې یو. نو د همدي کبله ئې په وار، وار د ائتلافې حکومت جوړولو خبرې ردولې.

د دوهم پړأو ټاکنو نه وروسته کله چې پوه شو،  چې ماته ئې خوړلې نو د نه منلو غږ ئې تش په حکومت کې د ځان نښلولو لپاره پيل کړ.

خپله عبدالله عبدالله به ماتې ومنې. خو د د تر شأ او خوا ډلې ئې نه پریږدې چې ماته ومنې. د بیلګې په ډول د بلخ دائمې والې عطأ، دوهم معاون محقق، د کابل بانک تورن محمود کرزې، امرالله صالح، حضرت علې، ګل اغا شیرزې او ځنې نوري داسې ځیرې چې په ټاکنو ئې سرمايه ګذارې کړي ده.

که ائتلافې حکومت خبرۍ مطرح واي نو دوهم پړاؤ ټاکنو ته څه اړتيأ وه؟

دوهم پړأو ټاکنو مالې لګښت که په پام کې ونه نیسو، ځکه د نورو لخوا ورکړل شوي. خو د هغه افغان سرتیرو په سرښندنې، بې ګناه وګړو او په ننګرهار کې د ګلالې کوچنې پر وژنو سترګې نشو پټولاې، چې په ماشومانه انداز ئې وېل، موږ اشرف غني غواړو.

د ټاکنو د دور ټپیان مو لا په روغتونو کې دي، د غوڅو شوؤ ګوتو ټپونه لا درمل شوي ندي او د رائیو پر سر معامله روانه ده.

که ائتلافې حکومت زمونږ په دردونه ملهم لګولې شواې نو په تیرو دیرشو کالونو کې او په خاص ډول د ولسمشر کرزي دیارلس کاله ټول په ائتلاف کې تیر شول، چې ولس ئې تر سپږمو راورساوه.

ډاکټر صیب غني، ستا غښتلو کاری برنامو او کلکو هوډونو، ولسونه په خوځښت راوستل. ولس خپل راتلونکې ستا په انځور کې وینې. ولس خپله کارنامه وکړه او ته ئې د کامیابې تر مرحلې ورسولې. اوس دا ټول ستا په لاس کې دي چې خپل اعتبار پلورې که ساتې ئې!

زموږ غمځپلې او ناهیلې ولس ته نور څه نه دي پاتې او ډیر مو وازمائېل، او اوس ستا د ازمون وخت دي!

په یوه ټکې کې ستا ژمنه د ولس سره در یادوم، ولس سهامې شرکت نه غواړې!!

0 thoughts on “موږ ائتلافې حکومت نه غواړو/ اباسین جکړ”
  1. ګرانه وروره ستا هره لیکنه د زړه په غوږونو لولم او اورم، د ریښتنې ټولنې دردونه انځوروي. مننه چې بیا دي زما غږ او د ولس غږ په په خپل خواږه قلم ولیکه. او ډاکټر صیب اشرف غني ټیم نه هم دا هیله کوم چې پي حساسوشریطو کې ستا لینکه ولولې او د ولس غوښتنو ته په پام سره قدم پورته کړي. مننه اسدالله کندهار

  2. Salamoona Taandwalo aw Jakarr saib ta,
    Pa reshtya hum iytelafy hokumet naghwarro. Badloon aw Tahawul ghwarro. Professor saib Ashraf Ghani pashtunwali(Afghaniyet), Islam aw Human rights aw madaniyet pa jiddy toga pa paam ki wanissa , mosharekat na hum sa shey na jorregy! , d` shahydano aw gharebano pa arwaho InshaAllah marg per zalimano, mofsedano, wajonko, monafiqano aw dasy noro.

ځواب ورکول اسد الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *