موږ ښايي یوازینی یا له یوازینیو ولسونو څخه یو، چې لاهم د شکایتونو په زمانه کې اوسو. خواشیني خو لا هلته زیاته شي، چې شکایتونه مو هم نومهالي نه، بلکې زاړه دي. اوس له انګریزانو څخه شکایت کوو، چې یو مهال یې پرموږ یرغل کړی و، له روسانو سرټکوو، چې دا یې وکړل او هاغه… موږ دخپل اوسمهالي وضعیت پر ترینګلتیا او له هغه څخه د راوتلو په تدبیر لاهم نه پوهیږو. پخواني سیاستوال مو لګیا دي خپلې خاطرې لیکي او له هغو کسانو شکایت کوي، چې د دوی لپاره یې ستونزې جوړولې، ګڼ هغه خلک، چې اوس ورڅخه شکایت کیږي، مړه دي. زموږ سیاستوال خپلې هغه تجربې نه شي راته لیکلای، چې دنن ورځې سیاستوال ورڅخه پند واخیستلای شي.

څوورځې مخکې مې په یوه تلویزیون کې له افغان کارپوهانو سره یوځای د یوه ګاونډي هېواد کارپوهان هم مېلمانه ولیدل، افغان کارپوهانو سترګې پټې کړې او خوله یې خلاصه کړه، ګاونډی یې د هرڅه لپاره ملامت کړ او خوشاله وو، چې د ګاونډي دلاسوهنو مستندې بېلګې واړندې کوي. د ګاونډي هېواد کارپوهانو په خورا سړه سینه ځواب ورکړ، دوی خپله لاسوهنه رد نه کړه، بلکې له پېغور سره یوځای یې افغان کارپوهانو ته وویل: بالکل موږ د خپلو ګټو لپاره لاسوهنه کوو، خو ستاسو مسئولیت دا دی، چې موږ پرې نه ږدئ، چې لاسوهنه وکړو. زموږ ګټې راڅخه غواړي، چې ستاسو هېواد راخپل کړو، خو تاسواجازه مه راکوئ، دا تاسو ته شرم دی، چې وايئ، زموږ پوځیان په کندز او یا بل ولایت کې جنګیږي، زموږ پوښتنه دا ده چې دا زموږ پوځيان څنګه ستاسو دهېواد تر لرسر اوبر سرپورې رسېدلې دي؟

له دې پوښتنو سره زموږ پر کارپوهانو یخې اوبه تویې شوې، تر دې وروسته یې ژبې بندې بندې کېدې او دویلو لپاره یې څه نه درلودل.

له حکومته شکایت، له پارلمانه شکایت، له ګاونډي شکایت، له امریکا او روس څخه شکایت. عجیب ملت دی، له هرچا او هرڅه څخه شکایت کوي، خو له ځانه یې نه کوي. ځکه له ځانه شکایت خو د اصلاح او ځان سموونې اړتیا راپېښوي، دا هغه څه دي، چې موږ یې وس نه لرو، اراده یې نه لرو او غواړو یې نه .

موږ له هرچا او هرڅه شکایت کوو، خو ځان راته باتور، مېړنی، غیرتي، زمری او پړانګ ښکاري. دا منطق په ټولیزه توګه زموږ په روان کې د اصلاحاتو، پرمختګ ، بدلون، پرځان کره کتنې، تفکر او دبدلون لپاره دعمل مخه نیسي.

دا خبرې هېڅکله په دې مانا نه دي، چې ګواکې نور زموږ په حق کې ملامت نه دي، بلکې دا خبرې په دې مانا دي، چې موږ د ځان په حق کې د ملامتو لوریو د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي. ښايي نورو ولسونو به هم د شکایتونو یوه زمانه تېره کړې وي، خو یو مهال داسې هم راغلی، چې دوی دغه باور ته رسېدلي، چې په شکایتونو څه نه کیږي، بلکې له روان حالته د ځان راایستلو تدبیر، اراده، تفکر او عمل په کار دی. هماغه به و، چې دوی سره یوځای شوي دي او خپل ځان یې له شکایتي زمانې څخه راایستلی دی.  په متشکله او سنجول شوې بڼه یې د اصلاحاتو اوبدلون سراسري چارې ته لاس غځولی دی او له لاسوهنو او ورانولو څخه یې د ځانساتنې پړاو ورخپل کړی دی.

زموږ د شکایتونو زمانه اوږده شوه، بیخي اوږده، تر دې چې شکایت په یوډول عادت بدل شو. همدا اوس چې زه دا کرښې لیکم هم په حقیقت کې د شکایتونو دزمانې له  اوږدېدو څخه شکایت کوم.

موږ په سیاست کې لاهم په دې نه پوهیږو، چې له ګاونډي څخه شکایت بې مانا دی، پر لاندینیو لاملونو :

اول : زمو شکایت اخلاقي دی او اوسني سیاستونه پر اخلاقو نه، بلکې پرګټو ولاړ دي.

دوهم : په نړۍ کې هغه مرجع لاهم نه شته، چې موږ ورته شکایت وکړو او هغه دې راشي او په زور دې زموږ ګاونډي زموږ په چارو کې له لاسوهنې څخه منع کړي.

درېیم: شکایت د کمزورو کار دی او موږ که د ډېر شکایت له امله ځان کمزوری وښیو،  نو له یوې خوا دوښمنان پرموږ لاهم رازړور کیږي او له بلې  خوا مو خپل ځوان نسل پرځان بې اعتباره کیږي.

شکایت یوازې له ګاونډیو او نړیوالو څخه نه دی. له هغو زورورو څخه هم پریمانه شکایتونه دي، چې په هېواد دننه فساد ، غلا ، تښتوونې، غصب، وژل او وهل کوي. موږ له دوی څخه شکایتونه کوو، خو هممهال بیا دخپلو شخصي، ډله ییزو، قومي، سیمه ییزو ، ژبنیو او یا ایډیولوژیکو ګټو لپاره پر همدې زورورو راټولیږو،مشران یې ګڼو، اتلان ورڅخه جوړوو، غیرتیان یې بولو، خپل ځوانان یې عسکرۍ ته ورلیږو، ځانونه پرې مقرروو، پیسې ورڅخه غواړو او په دې توګه  پر خپلو هغو شکایتونو د دروغو او بطلان کرښه راکاږو، چې له همدغو شلو میلیونرو زورورو څخه یې هره ورځ د کوکو او چیغو تربریده لرو.

له فساد څخه شکایت کوو، خو  که مو کار بند شي، نو پخپله حاضر یو، رشوت ورکړو،جعل وکړو،   ناسمه استفاده وکړو، واسطه خو نو بیخي عامه خبره ده.

زما پوښتنه دا ده، چې د شکایتونو له زمانې څخه به څه وخت ووځو؟  دا په دې مانا نه ده، چې ناخوالې دې وي، خو موږ دې شکایت نه کوو، بلکې زما دپوښتنې مانا دا ده، چې څه وخت به له ناخوالو څخه د راوتلو لپاره سر یوځای کیږو او د سنجول شوې سیاسي طرحې پربنسټ به عمل کوو؟

د شکایت ډېر تکرار د شکایت په وړاندې دمعافیت اخیستلو ګواښ او ویره هم له ځانه سره لري. له ګاونډي څخه ډېر شکایت په نړیوال کچ موږ د ټولو نړیوالو مراجعو په وړاندې بې باوره کړي یو، زه باور لرم، چې نور به ملګري ملتونه ــ د ګاونډي په وړاندې ـــ زموږ هېڅ شکایت ته غوږ ونه نیسي.  د فساد په وړاندې به هېڅ سرکاري مرجع زموږ شکایت جدي ونه ګڼي او د زورورو غلو، وژونکیو او غاصبینو په وړاندې شکایت به هم چېرته ونه رسیږي.

بیا یې په ټینګار وایم، چې موږ نه ښایي د ناخوالو په وړاندې چوپه خوله راخپله کړو، بلکې د ناخوالو او ستونزو په وړاندې یوازې شکایتي ژبه په حالت کې بدلون نه راولي، زموږ غبرګون باید له ژبې څخه ورهاخوا مغزو، ارادې او لاسونو ته هم ورپراخه شي.

په پیاوړې اراده باید د ګاونډي مداخله ګر لاس ورپرې کړو، دېرش میلیونه ملت دا کار کړای شي، خو که ویې غواړي.

په کور دننه ستونزې یې هم همداسې درواخله.

څلویښت کاله د شکایت لپاره بیخي ډېره موده ده، نور باید د عمل، بدلون او ارادې زمانې ته ځان ورسوو.

بدلون اوونيزه/ دوهمکال/۲۱مه / پرله پسي۷۳مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۸/ ۱۳۹۵

5 thoughts on “موږ او د شکایتونو زمانه/څېړندوی عبدالغفورلېوال”
  1. په عمومی ډول د خپلو مشکلاتو او نیمګړتیاو په نورو اچول، زموږ عادت ګرزدلی دي.
    هیڅ څوک دي ته تیار نه دی چې کوم مشکلات موږ خان ته په خپله جوړ کړی دي د هغې مسوولیت هم په خپله ومنو.
    نور چې هر څوک څه کوی دا د نورو کار دی. په مقابل کي يي موږ څه کوو.

    ستاسو د دی لیک نه ډیره مننه، همداسی کوښښ جاری ساتئ.

  2. ليوال صيب، ددې هيواد غټه سرمايه ېې، کاشکې چې زمونږ خلک ستا په قدر په حقيقي معنو کې پوه شي، ټولې خبرې دې داسې ليکلي دې لکه زما له زړه څخه دې چې راويستلې وي. هيله مې داده چې که امکان لرې ليکنې دې لږ ډيرې کړه. نيکمرغه او لو عمر درته غواړم

  3. دا سې ښکلی تحلیل مې په أسیزو کې نه و لوستی چې رسا په هدف لګیږي دیندقه جای ده څې اور پې بل ده

ځواب ورکول عبيد خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *