د کوزې پښتونخوا پښتنه لیکواله او سیاستواله (فرحت تاج)  په خپله یوه مقاله کې وايي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پښتنو په وینو تر سره کېږي په افغانستان او پاکستان کې پښتانه د دې لپاره وژل کېږي چې نړۍ ته وښودل شي چې ګواکې پاکستان او په افغانستان کې حاکم نظام د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې څومره قربانۍ ورکوي. په لر او بر افغانستان کې قومي مشران، لیکولان، سیاستوال او اند  په خپله افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، پښتانه د يو منظم پلان پر اساس قصداً تشدد او افراطيت ته ټيل وهل شوي دي. پښتانه له یوه منظم پلان سره سم د دې لپاره قصداً افراطیت او تشدد ته ټېل وهل کېږي چې بهرنیان د سيمې لپاره ځانګړې اجنډا لري او په دې توګه غواړي په افغانستان کې د جګړې اور همداسې بل پاتې شي.

د پښتنو مشرانو او متنفذو سپين ږيرو په سيستماتيکه توګه وژل او په دې توګه د پښتني ټولنې سنتي جوړښت خرابول ، د پښتنو د مکتبونو ړنګول، سوځول، لوړو زده کړو ته يې د ځوانانو مخه نيول، په سياسي ژوندانه کې د هغوى خواته کول او محرومول او بالاخره له وحشته ډکې بمبارۍ ټول د دغو هڅو برخه ده، څو پښتانه د بې علمۍ او محروميت خواته ور ټيل وهل شي او د افراطيت او تشدد لاره خپله کړي. ولسمشر حامد کرزى وايي، طالبان د پرديو د اهدافو لپاره غواړي د ډیورند کرغیړنې پولې په دواړو غاړو کې مېشت پښتانه له سياسي او ټولنيز ډګر څخه ګوښه کړي. دی وايي، له پخوا روانه جګړه د بهرنيو هېوادونو د ستراتيژيكو ګټو او هدفونو لپاره رامنځ ته شوې او له پښتنو څخه په كې د بشري ځواك په توګه كار اخستل كېږي، خو د همدې ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت پښتانه په ټولنیز ډګر کې دومره وځپل چې د وسلوالو مخالفینو تشدد او د نړیوالو اوږدمهالو شومو موخو دومره نه ور ځپلي. په حکومت کې مېشت کرغیړن عناصر په پښتون مېشتو سیمو کې د ابادۍ او رغونې چارو مخه په زور او فاشیستي ډول نیسي او ولسمشر هم لکه څرنګه چې هغوې وايي، دی يې مني.

په اوسني حکومت کې د پښتونو پرضد روانه جګړه نور د زغملو وړنده، لوستونکي او د صحنې شامل خلک به شاهدان وي، که حالات همداسې دوام وکړي ليرې نده چې په ډلیز ډول به پښتانه په همدې حکومت کې له دندو لاسو واخلي او تر اخره به د حق غوښتونکي وي. په پیل کې د ژوندون تلوېزیون موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون چې د افغانستان د ملي امنیت شورا فرهنګي چارې ورغاړي واې، په حکومت کې د پښتنو پر وړاندې د روان تشدد له امله اړ شو چې خپله دنده پرېږدي. پښتانه مشران او روښانفکران باید په دغې دسيسې پوه شي او ورسره لازمه مبارزه وکړي او نور ټول وروڼه قومونه هم بايد پوه شي، که څه هم چې د جګړې د اور لرګي اوس پښتانه ګرځول شوي خو دغه اور بالاخره زموږ ټولو ګډ کور ورانوي.

په افغانستان کې اوسني حاکم نظام، په پاکستان پنجابي نظام، په ایران کې د اخوندانو فاشستي نظام او د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د دغه اور لرګي پښتانه ګرځولي او د ډيورنډ دواړه خواوو ته پښتانه په دغه اور کې سوځي. پښتانه هم د یو شخص نه تر دیني عالم ، رونښفکر او سیاسي مشرتابه پورې باید د اسلام ، افغانیت او پښتنولی په چوکاټ کې د خپل سیاسی سرنوشت په اړه د قیق فکر وکړی .

پاچا خان بابا وايي، پښتانه سوله پال او امن غوښتونکي خلک دي. په لر او بر پښتونخوا کې تشدد د پښتنو نه ده او پښتانه باید  د پردیو دسیسو له ښکاره ووځې. د عدم تشدد یا په سوله ایز ډول د حق غوښتل په پښتنو کې پخوانی پدیده چې پاچا خان ورته مبارزه کړې ده، خو ټینګار داده چې  ځینې کړۍ غواړی په لوی لاسي د پښتنو نوم بد کړي او نړیوالو ته یې  دجګړه مارو په توګه وروپیژني.  انګیرنه داده چې په افغانستان او سیمه کې پښتانه له خپلو مشروع حقونو بې برخې شوي دي. پاچا خان بابا په افغانستان کې د بهرنیو لاس وهنه، د پښتنو ترمنځ نفاق او د تعلیمي کچې ټټوالی په پښتون میشته سیمو کې  د جګړې د دوام لاملونه ګڼلي دي.

زده کړې د سولې او پرمختګ اصلي لامل

حقیقت دا دی، چې د هرهېواد د پرمختګ، سولې او امنیت اصلی لامل زده کړه، ښوونه او روزنه ده ، همدا اوس په پښتون مېشتوسیمو کې ملیونونه ځوانان له زده کړو بې برخې دي، چې دا شمېره د ټولې نړۍ دهېوادونو په کچه کې په وروستېو برخو کې راځي او لاهم زموږ د پښتون قوم ستره ستونزه بلل کېږی .

هغه څه چې پښتنو ته په کار دي هغه دا دي چې خپل اولادونه باید لوست ته ولیږي ، ډېری په دې فکر کې وي چې زده کړه یواځې د مادي ګټو د لاسته راوړلو لپاره کېږي او خپلو اولادونو ته وایي، چې ګواګې دپیسو لاسته راوړل په نورو لارو هم ترسره کېدای شی ، په داسې حال کې چې زده کړه یواځې دمادیاتو دندې او پیسو دلاسته راوړلو لپاره نه وي ، زده کړه په یوه ټولنه کې ښه اخلاق خوروي ، زده کړه دهوسا ژوند دلارو چارو لپاره زمینه برابروي ، زده کړه د دین په چارو کې انسان بلدوي ، زده کړه دمادیاتو او د پیسو د کارولو لار په ښه توګه جوتوي. نو یواځې زده کړه دپیسو لپاره نه وي ، دنړۍ په کچه له اقتصادی اړخه په پرمختللو هیوادنو کې هغه کسان چې په شخصی کارونو بوخت دي ټول یې زده کړې لري او زده کړه او روزنه یې د ژوند اساسي برخه جوړي، له همدې کبله ټولو پښتنو ته په کار ده، چې له دولتي څانګو سره په څنګ کې د هېواد د پرمختګ او سرلوړي لپاره دپوهې او معارف برخې ته خپله پاملرنه لا ډېره کړي. او خپلې لوړنې او زامن ښوونځیو ته واستوي. په دې هیله، چې زموږ پښتون قوم هم په ډېرو برخو کې له هغې ډلې نه د زده کړې په برخه کې چې دتمدن  کلی ده ښه پرمختګونه  ترلاسه کړي.

پښتون شاعر او لیکوال ښاغلی مطیع الله تراب په خپل یو خواږه نظم کې وايي،

مونږ جنګ نه کوو خو جنګ په مونږ را وتپل شي
د پلار نیکه د شملي ننګ په مونږ را وتپل شي

جنګ ماده مچ ده، مچ د ورځی سل بچي زیږوي
جنګ هلاکت دي تباهي ده بربادي زیږوي

ژوندي دي وي پښتانه مړه دي وي د پښتنو دښمنان

او تل دي وي د لوی افغانستان د جوړېدو هیلې

((عزیز خان هوتک))

2 thoughts on “موږ جنګ نه کوو، خو جنګ په موږ را وتپل شي/ عزیز خان هوتک”
  1. وروره سلام
    دا به ووایو چی دا ټوله دنیا دپشتون دورکولو لپاره کار کوی یاد دپښتون دذلیل کولو لپاره مګر دغه ټوپک خو بل ځوک نه استعمالوی دهمدغه پشتانه پواسطه دهمدغه پشتانه کور په همده باندی بیرته ورانوی اوس ګناه دچا ده زه فکر کوم ګناه دهمدغه پشتانه ده چی دی ولی په ځان کی پوهه نه پیداکوی اوولی دی دخپل ځان داستعمال لپاره زمینه مساعدوی هرکله یو انسان چی ضعیف شی بیا مرض یاناروغی ورباندی اثر کوی ترڅوپوری چی ضعیف شوی نه وی نو مرض ورباندی تاثیر نشی کولای راڅی چی خپل ځان پخله قوی کړو زه فکر کوم چی بیا به یو ناروغی هم په مونژه اثر ونه کړای اودا بی ځایه ګیله به هسی زمونژ اوستاسو وخت ضایع کړی نور به هیڅ هم راته رانه کړی .

    په درنښت
    عبدالهادی

  2. خو زه بله خبره کوم، مونږ چې وایو چې دا ټوله دنیا د پښتنو د ورکولو یا ویجاړولو له پاره کار کوي مونږ باید د نورو د ملامتولو پرځای له ځانونو نه وپوښتو
    چې په داسې حال کې چې ټوله دنیا (دنیا سمه نه ده ځکه چې دنیا د زمان نوم دی بلکه نړۍ ځکه چې نړۍ مکان نوم دی) ولې د پښتنو پر ضد ده؟ مونږ ولې دغه ولې نه ځوابوو او ولې یې نشو ځوابولی؟ مونږ ولې د تره زوی وژنو؟ مونږ ولې تعلیم نه کوو؟ مونږ ولې مکتب ورانوو؟ مونږ ولې د ملا خبره منو؟ مونږ ولې … زه وایم چې که مونږ کېنو او شپږ بېلابېل ولې ولیکو او بیا هغه په عمل کې ځواب کړو، زمونږ نیم مشکلات حل کېږي او چې نیم حل شي پاتې نیم درسره نړۍ حل کوي. تاسو وګورئ چې کابل ربانی او مسعود وران کړ خو نن مسعود قهرمان دی او عکس یې په بر کونج کې پاس ځوړند وي او ربانی نن د سولې ستوری دی او د څو اسلامي هېوادونو د علماوو په کانفرانس کې یې یو لوی عکس د یوه وژل شوي عالم په توګه پر دېوال راځړېږي په داسې حال کې چې ګلبدین پرون هم فراري او شرمېدلی وه او نن هم په غارونو کې پټېږي. ملا یو سترګی اخوند پرون د عربو په سرهم خپله واکمني له لاسه ورکړي او هم یې پښتانه ووژل او وشرمول او نن هم د آی ایس آی ډول ته ګډېږي. دا هسې د زړه خوراک دی، پرېږدئ هسې زړه مه خورئ.

ځواب ورکول abdul hadi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *