عصمت بهیر –

پورته خبره استاد عبدالرشید آرین د روشنګرۍ غورځنګ کې د یوه ګډونوال د پوښتنې په ځواب کې وکړه او زیاته يې کړه، چې رښتیا هم موږ پر خپل وخت ځینې اشتباهات وکړل نو علت یې دا وو، چې موږ خپله ټولنه په صحیح مانا نه وه پېژندلې.

ښاغلی آرین زیاته کړه،(د ۱۳۵۷ د ثور انقلاب په افغانستان کې په سیاسي لحاظ ډېر تاثیر ګزاره و، چې په وړاندې یې اوو(۷) تنظیمونه په پاکستان او اته(۸) نور په ایران کې را منځته او عملاً د واکمن نظام پر ضد یې جګړه پیل کړه.)

آرین صاحب وویل (په افغانستان کې جګړه نه هغه وخت او نه هم اوس کورنۍ جنبه لرې، بلکې هغه وخت او اوس هم د سوسیالیزم او کپیټالیزم د دوو قطبو تر منځ جګړه وه او لا هم روانه ده، او بل په افغانستان کې جهاد کامیابه شوی نه دی، بلکې د یادو قطبو او د جنرال عبدالرشید دوستم د یوې جبهې په ګډې موافقې سره دا پرېکړه وشوه، چې واکمن نظام ړنګ او پر ځای یې نوی نظام واک ته ورسېږي.)

1ښاغلي آرین زیاتوي، چې د هر واکمن نظام ټولې کړنې د ګوندې او اساسي قانون په چوکاټ کې نه وې، بلکې د نظام د مخالفینو په خاطر یو لړ داسې پریکړې او چارو ته لاس اچوي، چې هغه د قوانینو او مقرارتو په خلاف وي.

د دې لکچر په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتنو ته د لکچرر له خوا جوابونه وویل شول او د استاد له خوا وعده وکړه شوه، د لکچر درېيمه برخه به چې د ۱۳۸۱ هـ ش کال نه وروسته په افغانستان کې د ګوندو لوړې- ژوې به پکې وڅيړل شي، را روانه اونۍ وړاندې کړي.

د روشنګرۍ غورځنګ بلا ناغه هره پنجشنبه د کابل په خوشال خان مېنه کې د ماپښین پر درو بجو تر سره کېږي او دا لړۍ په کندهار او هلمند کې هم روانه ده.

One thought on “موږ د خلق ډیموکراتیک ګوند وارثین او مدافعان نه یو”
  1. له نظریاتي معاملې سره یې له تماس پرته دا وایم چې دومره بدرنګه راپور ما لا تر اوسه پورې نه وو لیدلی. دغه خدای وهلي دې لاړ شي اول دې په افغان ادبي بهیر کې د یوې غونډې په هکله د راپور ورکولو چل زده کړي بیا دې راپورونه لیکي او سیاست دې کوي. څنګه یې چې دغونډې راپور هسې د تورو نښلول دي همداسې به یې سیاست هم وي.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *