هیله نازو- کندهار

موږ تل وايو چي ماشومان د نيالګيو په څير دي، نيالګي که ښه وروزل شي ښه ميوه کوي خو که چيري پاملرنه ورته ونه سي نو بيا طبعي خبره ده خرابيږي.

نن د ماشوم نړيواله ورځ ده خو په افغانستان کي په تيره د کندهار په ولايت کي زرګونه ماشومان په ډيرو سختو حالاتو کي ژوند تيروي، هغوى د ژوند لومړنۍ اسانتياوي خو څه چي د نس د مړولو څه هم نه لري. زما په فکر د ماشوم نړيواله ورځ زموږ خوارو، بيوزلو او غريبو ماشومانو ته هيڅ ګټه نه سي رسولاى، دا ورځ د نړۍ په کچه لمانځل کيږي خو د نړۍ په ډيرو لږو هيوادونو کي به ماشومان د داسي تونزو سره مخ وي لکه په افغانستان کي چي دي.

دا دوولس کاله کيږي چي د افغانستان سره په ډيرو برخو کي مرستي وسوي د ماشومانو د حقونو ساتلو او د هغوى سره د مرستي په نوم ډيري موسيسي دلته راغلي خو هغوى زموږ بيوزله ماشومانو ته داسي يو اساسي کار ونه کړ چي د هغوى راتلونکى سم سي. که له يوي خوا دلته په کندهار کي په ماشومانو درانه او شاقه کارونه کيږي له بلي خوا دلته سلګونه ماشومان شپي په تش نس سبا کوي او دومره څه نه لري چي شپه په تيره کړي، خو دلته د هغوى له حاله نه څوک خبر دي او نه يي څوک پوښتنه کوي، هغه ماشومان چي مخکي به پر دکانونو ګرځيدل او خير به يي ټولوى هغوى اوس له نا اوميدۍ څخه کورونو ته مخه کړي، چي هره ورځ لسګونه ماشومان چي نجوني هم پکښي دي کور پر کور ګرځي چي د ځينو ماشومانو سره کله ناکله ميندي هم ورسره وي چي پر دي حال يي د انسان زړه چوي.

بله مهمه موضوع دا ده چي زموږ په ټولنه کي داسي بي فکره انسانان هم سته چي هغوى نه د خپلو ماشومانو ژوند ته ګوري او نه يي راتلونکي ته پاملرنه کوي، هغوى که څه هم دومره څه لري چي ګزاره يي پري وسي خو بيا هم نه په خپلو اولادونو زده کړه کوي او نه هغوى ته دومره وخت ورکوي او يوازي يي دي ته درولي وي چي کار وکړي او پيسي وګټي، دا سمه ده چي له غريبۍ څخه به په ماشومانو کار کوي خو هغوى ته په کور کي دومره څه ور ښوولاى سي چي هغوى ته سبا په ښه ورسي، د شتمنو خلکو اولادونو ته خو هغه څه رسيږي چي ورته اړتيا لري، خو د غريبانو او يتيمانو غم به څوک خوري؟ په کال کي يو وخت واورو چي د څو غريبو کورنيو سره د اوړو او غوړيو مرسته وسوه، دا خو د هغوى درد نه دوا کوي، د بشري حقونو په نوم تل ناري وهل کيږي خو هغه بشرچي په دي هيواد کي يتيم سوى پلار او مور يي له لاسه ورکړي، د کورنۍ غړي يي شهيدان سوي هغه پر سر سر وهل کيږي خو دومره څوک نسته چي د هغه د خوراکي يا زده کړي غم وخوري، د بشر حقوق د څه لپاه دى؟ د ماشومانو په نوم مرستي چي راځي هغه د چا لپاره دي او څه کيږي؟ تيره اونۍ په عادي ډول زموږ کور ته يو ماشوم د خپلي يوي خور سره راغلى، د خيرات غوښتلو لپاره، هغه د اتو کلونو په عمر وو او دا هغه عمر دى چي ماشوم په دي پوهيدلى وي چي څنګه لوبي وکړي او څنګه خپل وخت په خوښۍ تير کړي چي د دنيا له هيڅ شي خبر نه وي خو چي په نس نه وي موړ د هغه به لوبي څه په ياد سي؟ نو د ماشوم په هکله مي ويل چي زموږ کور ته راغلى يوه خور يي هم ورسره وه چي هغه هم د دوولسو کلونو په عمر وه د مازيګر وخت وو خو هغوى دومره څه نه وه تر لاسه کړي چي د يوي شپي لپاره دي يي بسنه وکړي، د نجلۍ پښه ژوبل وه کور يي ډير ليري وو هغوى دي ته مجبور سول چي همدلته پاتي سي خو ماشوم ولاړى او ويل چي له دکاندار څخه څه اخلي خو هغه پر هغه مخه ورک سو خور يي ډير وژړل چي ورور يي څه سو هغي تر سهاره شپه په ډيره نا ارامۍ تيره کړل، د هغي يوه مور تر شا په کور کي پري ايښي وه د دوى په زړونو به څه تيريدل؟ د يو چا ژوند چي دا ډول وي هغه به له خپله ژونده بيزاره نه سي؟ ضرور به بيزاره کيږي. نو زما په اند دولت هسي هم په فساد کي غرق دى نه يي کونډه يي په ياد ده، نه يي يتيمان ماشومان په ياد دي، نه يي غريب په ياد دى، نو د اولس هغه شتمن خلک دي د خداى لپاره را ولاړ سي او د هغو ماشومانو روزنه دي تر خپله وسه وکړي چي هغوى د خوړو څه نه لري، د زده کړي زمينه نه وي ورته برابره چي په دي سره به زموږ راتلونکى نسل په تيروه غريب خلک ښه ژوند ولري.

One thought on “موږ له ماشومانو سره څومره مرسته کړې؟”
  1. د هیواد ډیر شتمن د کندهار خلک خلک دي
    مهمه نده چې د تریاکو او یا بدماشۍ د لارې ېې ګټي او که حلاله نفقه لري.

    خو همدا کندهاریان خدای پخپله غضب اخته کړیدي چې یو پلار پکې داسې هوښیار پیدا نشو چې د خپلو بچو داسې پالنه وکړي لکه نن ېې چې یو هزاره مور او پلار د خپل لاس او پښو په تڼاکو روزي.

    کندهاریان شډل او ککړ خوښ دي

    هغوی دا دوه سوه کاله پرمختګ ونکړ او پرمختګ بیګانه پرستي ورته ښکاري.

    پریږده چې په سر وخوري، یو ځل د هزاره زوی ېې پر سر سرکار شي او کندهاری ېې تر لاس لاندې نوکري وکړي، هغه وخت به ېې سد سر ته راشي.

ځواب ورکول ګلو جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *