ملکزی

بیګاه شپه مې په یوټیوب کې یوه ډیره ناشنا ویډیو ولیدله. یو وړوکې غوندی ګومبزي تالار و چې المارۍ یی له ډبلو ډبلو کتابونو او مخطوطاتو ډکې وې. پرمځکه یی شنې سطرنجۍ غوړیدلې او ګرد چاپیره نسواري رنګي بخملي توشکونه او تکیه ګانې ایښودل شوې وې. غالبا د خوشبویي په خاطر، له دواړو دروازو یی د اګربتیو څخه نري نري لوګي پورته کیدل خو لاندی د ایرو څه نښه نه وه. تالار د الله په توره، نیم په نیمه تقسیم او په منځ کې یی دوه اوږده میزونه یو بل ته مخامخ پراته وو. د یو میز تر شا د پاخه عمر پنځه څڼه ور ځوانان وو ناست وو چې ږیرې یی تکې تورې، په سترګو کې رانجه او د پټکیو رنګونه یی سپین وو. مقابل لوري ته یی هم پنځو تنو هم عمره جنابانو لغتۍ وهلې وې چې د لونګېو په ځای یی عربي ډوله سپین پوړني په سرونو اچولي او نروچکي نروچکي مسواکونه یی په جبونو کې منډلي وو. د هرې ډلې مخ ته له شلو تر دیرشو رنګارنګ کتابونه او تر شا یی یو یو درجن د جوماتونو او مدرسو تنکي شاګردان سنګر نیولي‌ ناست وو. کله به چې د کومې ډلې د مناظره چي دلایل کره او په کاڼي پاخه وختل، نو پلویانو به یی حیدري چیغه پورته کړه چې: په پیر دی رحمت شه،‌ هره ابۍ دی ستا په شان بچې راوړي او که به د هغې بلې خوا شیخ تکړه شو، نو یارانو به یی په یو اواز د ما شاء الله، سبحان الله او مفتي صیب زنده باد، غږونه  زمزمه کړل.

د مناظرې او بحث د منځ ټکې دا و چې په لمانځه کې د امام پسی د فاتحې تلاوت څه حکم لري؟ یوې ډلې ویل چې لوستل یی واجب او پرته له هغې لمونځ نه کیږي. مقابل لوری بیا پدی عقیده وو چې مقتدي باید چپ پاتې شي او د امام لخوا د الحمدو لوستل کافي او شافي دي. هر ګروپ به پخپل وار سره د یو صحیح حدیث او معتبر فقهي کتاب د حوالې ترڅنګ، د مقابل لوري د کم راوستلو او بی جوابه کولو لپاره له یو نیم شعر او د منطق د ایساغوجې له فارمولې څخه هم استفاده کوله.

څومره چې مناظره اوږدیدله په هماغه کچه یی خوند پیکه او ځما علاقه کمیدله، ځکه موضوع یی د درمل په ځای د درد لامل وه. دواړه ډلې پدی باور وې چې قرانکریم د شرعیت اصلي مرجع او سنت د فقهې بنسټ دی. دواړه خواوې اهل سنت والجماعت او د امام ابوحنفيه سترشخصیت ته معتقدې وې. دواړه خواوې د یوې سیمې اوسیدونکي او د یوې ژبې ویونکي خلک وو. دواړو ډلو دا منله چې د مسلمانانو خپلمنځي وحدت فرض او په فرعي مسائلو کې اختلاف د امت د تباهۍ، بدبختۍ او بدنامۍ سبب دی.

زمونږ بنیادي ستونزه دا ده چې تل د اصولو په ځای په فرعی او جزئي مسائلو ټینګار کوو او د دین په عبادتي اړخ باندی لنګر اچوو. همیشه پخپلو عسکري فتحوحاتو، سوبو، جنګونو او مرګونو ویاړو او د پنځه زره کلن افسانوي تاریخ په سلیقوي شعار باندي خپل غم غلطوو. زمونږ ځیني محترم عالمان چې د نبي وارثان دي، د حیض او نفاس په احکامو په ساعتونو ساعتونو لیکچرې او موعظې ورکولی شي، خو لږ کتل کیږي چې د جمعې په کومه خطبه کې یی بشري ټولنې ته ددین په علمي او اجتماعي اړخ باندی رڼا اچولی وي.

 زمونږ ډیرې واعظین اومبلغین د خپلو زرګونو مقتدیانو او مریدانو په وړاندی، د حضرت پیغمبر علیه السلام د پاکو لوڼو او میرمنو نومونه په جار او واز کومي سره اخلي، خو خپلو لوڼو او میرمنو له پدی خاطر تذکرې نه اخلي چې ګوندی د احصائي مامور صیب به یی له نومونو خبر شي او یا به یی چیرته ولیکي. همدغه وارثان، خپلې لوڼې نه پریږدي چې تعلیم وکړي، ډاکټرانې او معلمانې شي، پداسی حال کې چې د الله رسول (ص) خپل امت ته امر کوي چې:‌ خذوا نصف دینکم من هذه الحمیراء – خپل نیمایی دین مو له حمیراء (عائشې رض) څخه زده کړئ. په بل مبارک حدیث کې راځي چې: پوهه او حکمت د مومن ورکه شوی متاع او مال دی،‌ هرچیرې یی چې ترلاسه کړه هغه یی مستحق او خاوند دی. بل ځای فرمایي: له ځانګو تر لحده، علم او پوهه وکړئ.

حقیقت خو دا دی چې د عقل کلمه ۴۹ ځلې، د علم لفظ ۸۰ کرته او له هغه څخه مشتق او مترادف الفاظ لکه افلا تعقلون، افلا تتدبرون او افلا تبصرون ۷۷۹ ځلې په قرانکریم کې راغلې او تر ټولو مهمه دا چې د قرآنکریم لومړنی نازل شوی آیت، د لیک لوست په امر سره پیل شویدی (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ). دا د دنیا ا او آخرت دین دی، دا د ژوند او عقیدې دین دی او د اخلاقو او تمدن دین دی. خو اسلامي نړۍ نن د تعلیم او زراعت په میدان کې،‌ د طب په دنیا او د صنعت، ساینس او ټکنالوژۍ په ډګرونو کې د سیالانو سیاله نده. د الجزیرې په ټلویزیون کې یو اسرائیلي پروفیسور ټولو عربانو ته پیغور ورکړ چې تاسو خو حج ته زمونږ په لاس جوړو شوو الوتکو کې ځۍ، د زړه او ځیګر د عملیاتو جراحي آلات خو څه د ختنې پوډر او مسکنې ګولۍ هم له مونږ څخه واردوئ او په لاپو مو د آسمان غوږونه کاڼه کړل.

همدا پرون غرمه له کلیفورنیا څخه د ناسا لخوا د انسایټ په نوم استول شوی سپوږمکۍ له شپږو میاشتو او ۲۱ ورځو سفر وروسته د مریخ په سرې خاورې باندی په بریالیتوب سره ښکته شوه. دغه فوق العاده او حیرانونکي ساینسي پروژه چې څه باندی اته سوه ملیونه ډالره لګښت ورباندی شوی،‌ غټه موخه یی همدا ده ترڅو معلومه کړي چې د مریخ د خاورې لاندی په خیټه کې نور څه پټ دي. آیا هلته د مځکې په څیر جامد مواد شتون لري کوم چې د زلزلو او توپانونو امکانات په نښه کوي؟

نو مونږ باید د یو تریخ اعتراف په توګه دا ومنو چې نور د مریخ په ننداره بوخت او څیړنې ګرويژنې کوي او مونږ دلته په تخرګونو کې د قصیده بردې، خلاصې او قدوري کتابونه ټینګ نیولي او یواځی پدی پسی اړم یو چې د ملا امام فاتحه د مقتدي لپاره کافي ده او کنه؟

4 thoughts on “موږ مناظرې کوو او هغوئ د مریخ نندارې | ولي الله ملکزی”
  1. هغه ډلی چه د الهیاتو، اخلاقیاتو ،شریعت ،د اسمانی کتبونو تفسیر اوتعبیر کوی او یو څه اختلاف نظر هم سره خپل منځ کی لری ،دارنګی خلک په هغو ټولونو کی هم شته چه د مریخ ننداره کوی ، اصل کی زمونږ د ټولنی د بدبختی لامل داده چه زمونږ د عصری علومو استادان ، پوځی دکتورین ، سیاست مدار او نورو پرته له دی چه د ملا سره ځان اړم کړی ، پردی پوچی عقیدی او رواجونه هیواد ته راوړی نور یی کوم خاص کار ندی کړی او په خپل مسلک کی صفر غوندی پرمختګ هم نلری

  2. یوي ډیري ښي موضوع ته مو اشاره وکړه: مونږ په اسلام سر ورکوو خو ځان نه پري پوهوو، په داسي وړکیو موضوع ګانو باندي مو وخت تیریږي چې هغه اصلي رانه پاتي دي. دلته دیو رفع الیدین په سر د ډیر مسلمانانو
    سرونه پري شول ؛ او دا لړۍ روانه هم ده . لکه څنګه چي خدای پاک فرمایلي دي ما ستاسو لپاره دا دین (اسلام) مکمل کړ. یقننا چې هر څه پکي واضع شوي دي اما که چيري مونږ له عقل نه کار واخلو او ځان پري پوهو کړو.
    مننه

  3. ښه بیان دی لیکلی دی خیر یوسی
    امّا مهمه خبره
    نه افراط نه تفریط
    نه زموږ علماوو غوندی دومره د دین ژور ته سمندر ته ور دانګل او په نیمه لیاره بیرته ستَمَی ستَمَی راګرځېدل بېله دې چه ګوم صدف ځان یا نورو ته ښکار کی
    نه امریکائیانو غوندی چه د غلطو سیاستونو له کبله ئې ورځ په ورځ د مځکی د کُرې طبیعی او اجتماعی او انسانی او بیولوژیکی او اخلاقی حالت مخ پر خرابېدو دی او نژدې دی چه بشریت د سختی لوږی او ناروغیانو تر څنګ د سختی تندی سره هم مخامخ شی
    بناً د مریخ په هکله معلومات هغه هم پدې دومره ډېر لګښت به یو احمقانه کار وی او د بشری ټولنی په درد به هیڅ ونه خوری
    همدارنګه د هغو ملایانو بحث چه تاسی ئې یادونه کړېده هم یو احمقانه کار دی چه نه د دین په درد خوری نه د دنیا

  4. رښتیا چه علم او پوهنه رڼا ده. متاسفانه زمونږ د خلکو ‌‌‌‌‌‌‌ډیر عمر په مناظرو او مناقشو تیر شواو د ساینس او پرمختګ خواته هیڅ یا ‌‌‌‌‌‌ډیره کمه توجه شویده. دسابنسي علومو زده کړی سختی دی. دینی زده کړو په تیرو څو وروستیو لسیزو کی زمږنږ په وطن او خاصتآ دهجرت په دیار کی ‌‌‌‌‌‌ډير پرمختګ وکړځکه چه بی وزله خلکو د ساینسی علومو د زده کړی وس او توان نه درلود. په مناظرو کی دنظر یووالی لږ وې اوهره خوا کوشش کوی ثابته کړی چه زما نظر معتبر او معقول دی چه وروسته خبره بدو ردو نفاق او شقاق ته ورسیږې، او هره خوا ددین نه د خپل شهرت او اعنبار لوړولو لپاره ګټه اخلی. مطلب داچه پدی لیکنه کی ملکزی صاحب ‌‌‌‌‌‌ډیری په زړه پوری موضوع ته اشاره کړی چه خلک مریخ ته پورته شول او مونږ لاتراوسه د مناظرو او مناقشو په دام کی ښکیل یو. زمونږ د اکثریت خلکو دتعلیم او سواد کچه ‌‌‌‌‌‌ډره ټیټه ده، نو تعلیم یافته اقلیت دکم تعلیمه اکثریت د سیوری لاندی راتلای شی. مشران مزی چړچی کوی او کشران ‌‌‌‌‌‌ډیری د مناظرو په قغس کی بندیان دی.
    په درنښت

ځواب ورکول محمد باسط واحدي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *