نورولي سعيد شينوارى

 اړتيا د اختراع مور ده، لكه تيارې چې برق ته اړتيا پيدا كړه، لكه بحر چې كښتۍ ته اړتيا پيدا كړه، لكه ځمکني اوږد ټرانسپورټ چې اورګاډي ته لار پيدا كړه، لكه ناروغۍ چې يوناني طب او بيا عصري طبي اختراعاتو ته لار اواره كړه.

د اختراع خبره مې د ښوونځي په لومړيو ټولګيو كې اورېدلې وه، په يوولسم ټولګي كې مې عملي هغه وخت وليده چې زموږ يو ډېر نالايق ټولګيوال په الجبري كورسونو كې ناڅاپه مخترع راووت او ادعا يې كوله چې د محمد بن موسى د اى مربع +بي مربع فرمول په مقابل كې مې نوى فرمول كشف كړى دى. تختې ته ودرېد، هلك لګيا و، لګيا و، لګيا و خو بس لګيا و، تخته پاكه كړه، ډكه كړه….. د فرمول سر راونه وت…. استاد دې هم خداى وبخښي داسې زنګېدلې يې وركړه چې د پزې فضله ماده يې په دېوال چاپ شوه.

يو وخت مې په یوه پاكستاني اخبار كې ولوستل چې د حاجي دين محمد په جلال اباد شاهۍ كې چې هغه وخت يوازې د ده كور ته پوخ سړك تېر و، يو دوه وروڼو په ۵۲ زره كلدارو داسې بې پېلوټه الوتكه جوړه كړې وه چې يوازې درې كېلو ګرامه وزن پورته كولى شي، ۳۰۰ فوټه الوځي او نورې نخرې نه لري… خو ويلي يې وو چې موږ اوس د جيټ په جوړولو اخته يوو…. دولت نازونه هم وركړه.. هغه وخت موږ واړه ماشومان وو، نو دې ته ځكه خوشاله شوم چې دواړه وروڼه مسلكي انجنيران وو، خو هغوى ورك شول، پسې ورك شول او لا به هم د دوى جيټ جوړېږي.

د طالبانو په وخت كې د تورخم يو مستري يو ټاير له يو موټر، يو انجڼ له بل موټر، سټيرنګ له بل موټر، شليدلى سيټ له بل موټر او كمانۍ له بل خراب موټره راكوزې كړې وې، سر خلاصي جيپ ته ورته موټر يې ترې جوړ كړى و، كيسې يې د پاكستان تر مهاجر كمپونو راورسېدې، موږ چې وطن ته يو وخت راتلو په تورخم كې مو دى هم وليد، خلك ورته ودرېدل چې دې سړي اختراع كړې ده، موټر په شاهانه انداز خړ پړ مستري تېر كړ خو لكه موټر سايكل مو چې مخته تېر شوى وي، سخت درون غږ يې درلود، هېچا نه ويل چې دا ختراع نه ده، خوشې خرډبي ده.

سکواټر

ښه، يو وخت د كوم ولايت يو چارواكي راته وويل، يو سړى راغى وايي د پيچكاريو له سرنجونو نه مې سكواټور جوړ كړى دى او زه له دولته مرسته غواړم، چې شى يې راوړ، نو د ماشومانو د لوبو له سكواټوره يې تنه راكوزه كړې وه، روغ جوړ په بيتريو چلېدونكى د لوبو سكواټور يې خراب كړى و، د پيچكاريو سرنجونه يې په كې وركړي وو، د سيرومو مزي يې په كې ورتېر كړي وو، هوا يې وركوله او سكواټر ژامې خوځولې. والي ورته ويلي وو، ته انجنير يې؟ دا يې موډل دى؟ ايا ته دغسې غټ سكواټور جوړول غواړې چې د تېلو پر ځاى په هوا او د خولې په پوكي كار وكړي؟؟ سړي ويلي وو، بس دا شى مې جوړ كړى، نور نه پوهېږم ماته بايد انعام راكړل شي، مجبورا مو يو څو افغانۍ وركړې چې سړى زړه ماتى نه شي. ما ورته وويل، سړى ګرم نه دى، تاسې سم اكرام نه دى وركړى، د هارون الرشيد وخت كې يو سړى دربار ته ورغلى و، ويل يې زه داسې بلا يم چې ستنې خورم. ستنې يې ورته راوړې، سړي وغرنجولې او روغ پاڅېده، پاچا ويل سل اشرفۍ وركړئ، چې اشرفۍ يې واخستې روان شو، نو ورته يې ويل، اوس يې سل دُرې هم ووهئ، سړي چغې كړې چې د خداى په جات څه مې كړي؟ پاچا وويل، ستنې دې وخوړې كمال دې وكړ، موږ دې هم حيران كړو، پيسې مې يې هم دركړې، خو وهم دې ځكه چې ښه له دې ستنو خوړلو څخه دې ټولنې ته څه فايده رسېږي؟ سړي ويل، هېڅ!!! پاچا ويل، اوس نو بايد زما درباريان سم په جوختو درباندې وخېژي چې كمالونه دې زده كړي خو د ټولنې خير په كې نه لټوې. همغه پاچا و، همغه يې وخت و چې د خلكو په كې علم ته مخه وه، د ابن الهيثيم غوندې لوى لوى پوهان يې په زمانه كې راپورته شول، د ذره بين ښيښه جوړه شوه، الماني شارلمان ته يې پړقېدونكى ساعت واستاوه، د زبېدې مسلكي كانال جوړ شو او خداى مې دې غاړه نه بندوي چې پر دجله سيند و او كه فرات؟؟ خو داسې د اوبو لوى بند ته يې پرې نقشه واچوله چې سلګونه كاله وروسته هم د عراق لپاره حياتي ارزښت لري. خو دلته چې ګورم موږ نا حق شيانو ته د اختراع نوم وركوو او چكچكې وهو.

دې بې ځايه تشويق موږ د جوړېدو د هڅې پر ځاى د بې ځايه هڅو خواته سوق كړي يوو، اوس موږ لومړني انساني ضرورتونه لكه تعليم او بيا مسلكي كارونه پرېږدو، ماشومانه كارونه د اختراعاتو په نوم كوو.

غوره بېلګه يې دا چې څه موده وړاندې زموږ يو وطنوال په خوست كې له لرګي نه د موټر سايكل باډي جوړه كړې، بايسكل باډي يې هم جوړه كړې ده او لا وايي د موټر جوړولو كوشش هم كوي خو انجڼ به په كې يا د پاميرموټر سيكليت يا د كوم خارجي موټر وي ، موټر سايكل او حتى بايسكل ته به هم ټايرونه له نورو موټر سايكلو او بايسكلو راخلاصوي او بريكونه به په كې هم باوري يم چې د نورو ټرانسپورټي وسايلو كاروي. زموږ دا وطنوال هم خوشاله دى او خلك هم خوشاله دي چې اختراع يې وكړه؟؟ او بايد ونازول شي. حال دا چې پخپله زموږ همدا مخترع وطنوال هم د لرګي په موټرسايكل شايد تر كابله روغ را ونه رسېږي! نه يې هم شايد څوك سورلي وكړي، ځكه له لرګي پخوا ښه لوښي جوړېدى شول، اوس وخت كې ترې ښه زينتي شيان جوړېداى شي، مګر د ساينس تقاضا دا نه ده چې د سورلۍ شى دې هم ترې جوړ شي، بلكې څوك كه دا كار كوي په عبثياتو وخت اړوي، دا او د ژمي پيتاوي يا د توت سيوري ته په سر څادر اړول زه يو شان وزګارتيا بولم.

10295208_768873503143483_2704625283836327773_o

په جلال اباد كې څه موده وړاندې يو چا كلني نندارتون ته يوه لويشت رينجر جوړ كړى و، ټول پوهېدل چې دا ماشومانه شى دى او اختراع نه ده، كومه نتيجه يې هم مرتبه نه ده، خو چكچكې وې… تر دې وړاندې مې يوه ويډيو ليدلې وه چې كوم مستري خپل د كور موټر اره كړى و، هاموي موټر يې ترې جوړول غوښتل، رنګ يې هم هغسې وركړى و او ويډيو يې هم نشر كړې وه. ماته ژړا راغله، ما ويل هاموي خو پولادي وسپنې غواړي، په افغانستان كې درنې وسپنې له كلونو راپاتې دي، زما خلك تعليم نه كوي، په تخنيكي او انجنيري اصولو سمبال د وسپنې د ذوب نوې طريقه نه راباسي، د خپل ټيمبانكي هاموي پر ځاى د سلګونه قوي ترينو هاموي موټرونو جوړېدو ته زمينه سازي نه كوي، خو په خوشې تجربو ځان ستړى كوي. ښه هاموي به جوړ كړو، ايا يو مستري ته بيا دومره تخنيكونه زده دي چې له نړيوالو بدل او نوى تخنيك په خپل موټر كې وكاروي؟ واضحه خبره ده چې نه؟ نو چې داسې ده موږ به پر ده د پوځ لپاره هاموي هم جوړ كړو، خو د يوې بازارۍ ډاټسنې او د دې به څه فرق وي؟ زما پوځي موټر به ايا له ماين چاودنې خوندي وي؟ نه!!ځكه چې دا خو ټيمان دي او اصلي هامويان ۵۰ ټنه وزن لري قسم كه يې د چا پلار هم په بل مخ واړوي.

دا ټول د زړه درد مې ځكه راپارېدلى چې زموږ د كمپيوټر ساينس په يو پوهنځي كې تر اوسه داسې نوى اپليكيشن جوړ نه شو چې نړۍ يې واقعي يو نوى كار او د افغان ذهن خلاقيت وبولي، زموږ په انجنيرۍ پوهنځي كې داسې نوې اختراع ونه شوه چې له مخې يې افغان دولت مجبور شي او فابريكه ولګوي تر څو زرګونه خلك په كې مصروف شي، ځكه نو په ماشومانه كارونو د اختراع نوم ږدو او دا ټول د كمې جهان بينۍ له كبله كوو.

موږ و تاسې څو كاله وړاندې يو ځوان ځكه ونازاوه او هغه هم راڅخه ناز غوښت چې زه په ۳۹ هېوادونو كې اول كمپيوټر پوه يم، ژر به نوې حيرانوونكې پروژې راوباسم، ماته يې خپله يوه مركه كې ويلي وو چې يو سيسټم جوړوم چې پښتو كتاب به شړق پړق كې په انګليسي اړوي او انګليسي به په پښتو؟ خو كومه دى هغه خو اوس هم ورك دى.

تر ټولو جالبه مې لا دا واورېده چې په ننګرهار پوهنتون كې ډاكټرانو له خسكيو توتانو څخه په خيرنه ژيړه بوشكه، ديګ بخار او ميكروب ځپلي سطل كې انټي سپټيك درمل جوړ كړي دي، خو په ننګرهار كې چې ۱۵۰۰ ماشومان په تليسيميا اخته دي، شديده اړتيا ده چې د دوى لپاره د تداوۍ په برخه كې يوه نوې اختراع وشي، مګر اړتيا يعني د اختراع مور ورځ تر بلې چاغېږي خو اختراع نه كېږي.

اختراع مې په وړكتوب كې لا هم له خپل تعريف سره ياده ده، هغه نوى جوړ شوى شى چې موجود نه وي او ته يې د ټولنې د عامې ګټې لپاره جوړ كړې. لكه اډيسن چې برق جوړ كړ، لكه بل چا چې اول ځل طياره جوړه كړه او لكه يو بل چا چې وسپنه پيدا كړه او د وسپنې له ذوب وروسته يې لسګونه زره الوتكو، ټانكونو، موټرو، موټر سايكلو او بايسكلو جوړولو ته زمينه مساعده كړه. زما وطندار كه له لرګي څخه موټر سايكل، بايسكل، ټانك، طياره او نور شيان جوړوي يا له توتانو يوازې تر ټولو ارزانه درمل انټي سپتيك باسي نو موږ يوه مړه ټولنه يوو، موږ نړۍ ته د ابتدا نقطه نه ږدو چې خوشې شيانو ته به مو د اختراع نوم وركړو. بلكې نړۍ ډېره مخكې تللې ده، موږ كه د هغوى تقليد وكړو هم لويه ده، پراخ علم ته به پرې ځان وباسو.

زما زراعت پوه دې راپاڅېږي، نر دې شي، له خسكيو توتانو دې د پيوندكارۍ په بركت د چاپيريال د ككړتيا مخه ونيسي، په توتانو تجربې د زراعت پوه مسلك دى، د يوناني حكيم مسلك دى، د پوهنتون د استاد او ډاكټر نه دى. له ټيمانو هاموي جوړول ليونتوب دى، هاموي لوى امكانات غواړي، له سرنجونو سكواټور جوړول، په پرديو وسايلو ځانته ماشومانه مصروفيت پيدا كول دي، غټ كارونه په غټو علمي وړتياو كېږي. اول راشئ، زده يې كړئ، بيا به د خپلې ټولنې اصلي اړتياوې درك كړئ، لوى كارونه به درنه وشي، دا شيان د تاريخ په حواشيو كې هم نه راځي چې تاسې يې د اختراع په نوم ثبتول غواړئ.

2 thoughts on “موږ په ماشومانه مصروفياتو هم د اختراع نوم ږدو”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده او لیکوال پکې یوې ښې او نوې موضوع ته په احطیاط ګوته نیولې او دې ته یې پام کړی چې اصلي مخترعین پکې زیانمن نشي، ما ته په همدې اړه یوه خاطره را په زړه شوه:
    د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان ته د مرکې لپاره ورغلی وم، یو سپين ږیری هم انتظار خونه کې ناست وو او د خپلو اختراعاتو کیسې یې کولې، ما وروسته وپيژانده چې صدیق مخترع دی، هڅو ته یې اوس هم احترام لرم مګر ده وی، داسې موټر سایکل مې جوړ کړی چې شل متره ګام اچوي، د یخ یعنی کنګل په مرسته اور بولولی شم، داسې بخارۍ جوړولی شم چې په انډل وهلو بخارۍ کې شته لرګیو ته اور واچوي، او داسې بیلچې مې جوړې کړې چې افرین، ما ورته ویل مخترع صاحب فکر ته دې درناوی مګر زما ټولنه به داسې یو موټر سایکل څه کړي؟ اور چې په یخي بلولو ولې یو پلتو قطی نه اخلو، بخارۍ چې په انډل وهلو چالانوو نو ولې پلته نه ورته وهو، بیچلې دې سم کار دی مګر خلک یې ډېرې ځکه نه خوښوي چې درنې دي، د چین له ماشینرۍ ګټه واخلۍ یا ترې الهام واخلۍ چې څنګه کلکې او محکمې شي، جوړول او په بازار کې یې پلور دوام وکړي او دغه وړوکی کاروبار په یوه یا څو لویو فابریکو بدله شي، ده نه راسره منله وې یم که نیم زه یم.

ځواب ورکول توریالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *