اکبر کرګر

فکر کوم دپښتو ژبي دنورو شاعرانو په پرتله به ميرزا انصاري يوله هغو  شاعرانو  وي  چې په خپل کلام کې يې اعداد  او شميرنې کارولي وي ـ ددې مسالي را سپړل چې ميرزا خان ولې دا شميرنې  کارولي اودهغو په وسيله يې دعرفان او تصوف ډېر پيچلي مسايل شرح کړي اويا يې هغو ته اشارې  کړې دي  په خپل ذات اواساس کې دشاعر يو هنر دى ـ

ميرزا لکه څنگه چې په الفنامه کې حروفو او تورو ته ارزښتونه ورکوي اوهرتوري  ته په يوه خاصه مانا قايل دى دا شان اعدادو اوشميرنو ته هم قايل دى ـ که دوحدت اوکثرت له يادونو تير شو چې دميرزا په فلسفي سيستم اومعرفت کې بنيادي ځاى لري  نو په مشخصه توگه  نور اعداد اوارقام هم يو ځانگړى بحث کيدى شي ـ ميرزا وايي :

ستا په کور کې پنځه غله دي

واړه ځاى په ځاى اسير کړه    (۱. ۱۲)

يا دا چې :

ارواحان گوره څلور دي

خپل هنر يې کرامات

گوينده شه په سړي کې

اوگونگ روح دحيوانات   (۱ـ   ۱۶ )

ميرزا په خپل ديوان  کې له سره تر پاېه داعدادو اوشميرو په وجود اومفهوم کې ځينې مشخص مسايل وړاندې  کوي ـ له دې شميرنو نه دسمبول اورازونو په توگه کار اخلي  ـ دا مساله  هم په اسلامي مدنيت اوفرهنگ اوهم په هندي فرهنگ کې ريښي لري .

له ميرزا نه وروسته دفارسي ژبې مشهور شاعر او عارف ميرزا عبدالقادر بيدل( بيدل په ۱۰۵۴هجري قمري کې په هند کې زيږيديلي او ميرزا په ۱۰۴۰کې مړ دى )  هم په خپلو اشعارو کې اعداد کارولي دي ـ دبيدل چهار عنصر مشهور اثر دى ـ په هندي فلسفه کې چارواکاس يا چارواک هم يو مکتب دى ـ  چې پر څلورو مادي  عناصرو  تکيه کوي ـ خو دميرزا تفکر لږ وړاندي ځي اود نيو افلاطونيانو اوپه تيره  داخوان الصفا درسايلو له لاري دفيثاغورثيانو له افکارو سره څنگ لگوي :

د اخوان الصفا ټولني باورونه :

اخوان الصفا يو سري اوپټ جمعيت يا ټولنه وه  چې دعباسيانو په دوره کې يې په بصره کي ظهور وکړ ـ دا دپوهانو اوفلسيفيانو هغه پټه ډله وه  چې ان نومونه يې نه څرگندول  ـ دوې يو زيات شمير رسالي وليکلي  اوپه خپلو رسالو کې يې دارسطو اوافلاطون اوفلوطين يا نويو  افلاطونيانو  له نظرياتو اغيزمن ووـ دوى هڅه وکړه چې اسلامي عقايد اونظريات ديادو فلسفي نظرياتو سره عيار کړي ـ

خو هغه څه چې موږ ته په دې ليکنه کې  داهميت وړ دي هغه درياضي  شميرو کارول دي.

اخوان الصفا درياضي په باب تفکر کې  دفيثاغورث افکارو ته نږدي  اوپه دې مساله کې باور لري چې دشيانو حقيقت له اعدادو جوړ دى  اوپه شميرو  تکيه کوي ـ يا   که داسې ادعا وکړو چې داخوان الصفا رسالي ددغه ډلي دليکوالو اوفلاسفه وو دنظرياتو څخه يو ډول لنډيز دى  چې په هغه مهال يې ورته لاسرسى  درلوده ـ  يا داچې يادو ليکوالو دخپل وخت دتر لاسه شويو فلسفي اوعلمي نظرياتو لنډيز ځاى کړى او پخپلو رسالو کې يې په ډيره ښه اوزړه را کښونکي ژبه  ليکلي دى. په همدي اساس دې ډلې ته دفلسفې ادب يا ادبي فلسفي ټولنه هم وايي : دغه  ډلې دقصو دقالب نه هم کار اخيستى دى ـ خپل اهداف يې دقصو په چوکاټ کې بيان کړي دي ـ ددوى رسالو کې ډېر ظريف ادبي نکات اويو شمير عرفاني حقايق هم شته ـ

داخوان الصفا ټولنه نه يوازې دافلاطون اوارسطو دفلسفي زده کړو څخه اغيزمنه وه بلکې داعدادو اوشميرو په برخه کې دفيثاغورثي نظرياتو څخه زيات نتايج تر لاسه کړي دي. خپله اخوان الصفا دفيثاغورسي نظرياتو په منلو اعتراف کوي او وايي چې طبعيت اود طبعيت موجودات په شميرو ولاړ دي ـ په دې مانا که څوک وکولاى شي چې شميره اودشميرو احکام اوهمدارنگه داجناسو اوشيانو طبعيت په ښه توگه وپيژني کولى شي دموجوداتو اودهغو دډولونو کميت په اسانۍ سره وپيژني  ـ په همدي اساس ده چې وايي :

(( څرنگه چې خداى حکيم  اودموجوداتو مبدع اومبداء  ده  نو له هر ډول  شک پرته  حقيقي واحد دى ـ اوله بلې خوا ددې جهان ټول موجودات دمادې اوهيولا له مخې يو ډول اوهم غږه پيژندل کيږي نو په دې اساس هر ډول اختلاف اوتوپير چې په هغو کې مشاهده کيږي ـ دصورت له مخې دى ـ دصورتونو (شکلونو ) تر منځ اختلاف اوتوپيرونه هم دمقدار اوشکل له مخې ټاکل کيږي ـ په دې بنسټ  ده چې کولي شو شيان په دوه گوني ،درې گوني ،څلور گوني اونورو زياتو  شميرو وويشو   ـ له هغې جملې هغه موجودات چې په دوه گونۍ کې ځاى لري لکه :

۱.هيولا اوصورت ـ ٬۲. جوهر اوعرض ۳.علت اومعلول ۴. بسيط اومرکب ۵.تورتم اوروښانه ۶.متحرک اوساکن ۷.لوړ اوکښته يا ټيټ ۸.گرم اوسوړ ۹ـوچ اولانده ۱۰.سپک اودروند ۱۱.ښه اوبد ۱۲.صواب اوخطا ۱۳.نر اوماده

قران : (( ومن کل شۍ خلقنا زوجين لعلکم تذکرون ))  (۳ ـ۱۵۴      )

هغه موجودات چې په درې گوني کې موقعيت لري عبارت دي له : ثلاثه ؛ابعاد يعني طول ،عرض اوژوروالى ـ

۲ـدرې گونې اندازې : خط ؛ سطح ،اوجسم ـ

۳.درې گوني زمانه .ماضي  ،حال اومستقبل

۴.دحقيقت درجې واجب ،ممکن ممتنع

۵.درې گونې علوم يا طبيعيات ،رياضيات اوالاهيات ـ (  ۳ـ ۱۵۴  )

دغه راز اخوان الصفا دواجب ،ممکن اوممتنع عناوين دحقيقت ددرجو تر عنوان لاندي مطرح کړي دي ـ دهغو هدف دادى چى درې گوني عناوين نفس الامر اوواقعي اعتبارات پيژندل کيږي .حقيقت هم دنفس الامر نه پرته بل څه نه دى ـ په همدې اساس درې گونې عناوين نفس ا لامرى اعتبارات جوړوي ـ دا په واقعيت کې دحقيقت درجې دي ـ په بل عبار ت ويلي شو چې څرنگه چې دانسان ممکن الوجود کيدل يو حقيقت دى نو دټولنې ممتنع والى يا دنقيضينو ارتفاع هم يو حقيقت دى خو هغه موجوادات چې په رباعياتو (څلورگونو) کې گڼل کيږي لکه څلور گوني طبايع : حرارت ؛برودت ؛ رطوبت  او وچوبى يا وچوالي  ـ

څلور گوني ارکان : اور ؛هوا ؛اوبه ؛اوځمکه .

څلور گوني اخلاط : صفراء ؛وينه ،بلغم ،اوسوداء(يو ډول اخلاط دي تور رنگه ) وسوسه مانا هم لري ـ

څلور فصله : پسرلى ،اوړى ،منى ،ژمى .

څلور خواوى : ختيز ،لويديز ،شمال ؛سهيل .

د اعدادو مرتبې: احاد (يو گوني له يو نه تر نهو پورې ) ، عشرات( له لسو نه تر سلو پورې مرتبه) مات( سلگونه) الوف (زرگونه )  ( ۳ـ ۱۵۴)

اخوان الصفا دپنځه گونو اوشپږگونو اواوه گونو په باب هم خبرې کړي دي  اوپه دې عقيده دي چې هيڅ داسې شميره نشته مگر دا چې دجنسونو يو جنس اويا دموجوداتو څخه وي چې دهغه په بنياد خداى خلق کړي وي ـ

دوى د  اوه عدد په باب زياتې خبري لري اوله نورو عددونو يې جلا مطرح کوي  ـ دا ځکه چې ددغه ډلي په افکارو کې مهمه مساءله سبعيه ده  چې هغه اوم امام ته راجع کيږي يا ادم  ناطق ورته وايي ـ ددې ډلې په فکر هغه کس دشريعت ناطق دى  له اوه تنو زيات دى ـ دا اوه تنه  آدم ،نوح ،ابراهيم ،موسى،عيسى ،محمد اوحضرت مهدي دى ـ حضرت مهدى ادم نا طق دى ـ چې امام پيژندل کيږي ـ

په اوم عدد باندې ددوى ټينگار دا را جوتوي چې  يادې ډلې په باطنيت يا اسماعيليه ته ډير عقيدت درلود ـ

فيثاغورث شمېرې دچارو بنسټ بللو اوټول کاينات يې دعددونو په بنسټ تفسيرول ـ ويلي شو چې فيثاغورث اودهغه پيروانو په هندسې نظر سره شيانو ته کتل ـ کتاب په مستطيل شکل ،قلم په استوانه يې شکل جوړ شوى اوهغه کسان چې له دې زاويي شيانو ته گوري نو په هندسې شکلونو يې ارزوي ـ کله چې نقطه کيښودل کيږي نو خط جوړيږي ـ چي ۲ عدد دى ـ    ( ۳ـ ۱۵۶ )

په اساطيرو کې :

دغه را ز په اساطيرى پوهنو کې هم ځينې شميرې خاص مفهوم افاده کوي ـ مـلوفلر -دلاشو دښاپيريو دکيسو رمزې ژبې په اثر کې ليکې :  ((هغه شميرنى چى دښاپيرو په کيسو کې کارول شوي دکيسو دشمير په تناسب لږې دي . دا رمزونه داديانو اومذاهبو دشمير په نسبت چې په کيتونو (ايين او) دهغو په مناسکو کې ترې کار اخيستل کيږي  په واقعيت کې له لسو شميرو زيات نه دى ـ )) (  ۲ـ۲۰۹)

همدارنگه زياتوي چې ددې کيسو اساسي ارقام هماغه مذهبې رمزونه دى اوله دوه رقمو دريو اواوه نه تېرى نه کوي ـ وروسته بيا  داهميت له مخې ۶ عدد دى . اته شميره په جاپاني کيسو کې راغلي ده ـ ددغو اعدادو مضروب يا ضربي اعداد په کيسو کې تر سترگو کيږي وروسته د۲۴ شميره ده ـالخ ـــــ))(۲ـ ۲۰۹)

څلور گوني عناصر يا عناصر اربعه دصوفيانو په په اصطلاح دبنسټ او اصل په مانا دى اوپه اصطلاح کې څلور عنصره دڅلورو نفسونو سره يې ورته بللي دي ـ اور داماره نفس په مانا  باد دلوامه نفس په مانا ، اوبه دملهمه نفس په مانا ؛  اوخاوره دمطمينه نفس په مانا بولي اودهر يو له پاره لس گونه ځانگړنې يادې شوي دي ـ

داماره نفس مراتب عبارت دي له : جهل ؛غضب يا خشم، بغض ، قهر ، کبر ، حسادت ، بخل يا بخالت، کفر اونفاق دى اوپه دې ترتىيب يې نور د غندني وړ (مذمومه) او دستايني وړ (ممدوحه) صفاتو سره عيار اوتظيبق کړى دى ـ

په عرفاني فرهنگ  کې راغلي دي :

(( پوه شه چې خداى تعالي هغه مهال چې وى غوښتل عالم هست کړي  نو لومړى شې چې يې هست کړ جوهر و.اوهغه ته لومړني جوهر وايي. لومړي جوهرته يې وکتل ـ هغه يې ويلي يا ذوب کړ ـ په جوش راغى ـ دلومړي جوهر شيره اوخلاصه  دخوټيدلي سر ته راغى ـ اودجوهر کدورت يې په بېخ کې کښيناست ـ له وتلي يا بهر شوې نورانې څخه دارواحو دعالم مراتب وزيږيدل ـ اوله هغه ُدرد (يا تورې شيرې يا مادې  ) څخه داجسامو مراتب را وزيږيدل ـ خداى تعالي وغوښتل چې اجسام هست کړي نو هغه ظلماني يا تورې مادې ته يې وکتل ؛هغه يې ويلي کړه په جوش راغله ـ اوله هغه نه يې عرش جوړ که ـ اوله وتلي اولنډيزي يا غوره مادې نه يې کرسي جوړه کړه ـ اوله پاتې نه يې داور عنصر جوړ که ـ له پاتې عنصر نه يې هوا اوله نورو پاتي نه يې اوبه اوله هغو نورو پاتي نه يې خاوره جوړه کړه ـ اوپه دى ډول يې دعالم مفردات پاى ته ورسول ـ ))(۴ـ ۶۶۹)   

موږ دلته ددې نظر په صحت اوسقم غرض  نه لرو اونه په کې خپله عقيده  داخلوو ـ بلکې غواړو په عرفاني نظرياتو کې  داعدادو اويا څلورو عناصرو نظرياتي سرچينه را وسپړو ـ  

دفارسي ژبې مشهور شاعر عبدالقادر بيدل  دچهار عنصر په نوم يو اثر لري ـ  دوکتور اکاديميسين استاد اسدا لله حبيب  په خپل اثر (( چهار عنصر بيدل)) کې ليکي :

چهار عنصر ابوالمعاني عبدالقادر بيدل په څلورو فصلونو ويشل شوى دى ـ اوهر فصل په يو عنصر  چې جهان بشپړوي (لکه اور ، باد ، اوبه اوخاوره ) ته نسبت ورکول کيږي ـ په دې نسبت په هغه عباراتوکې چې دموضوع دلنډ بيان له پاره هر فصل دعنوان په ځاى کې راغلى هم دبراعت الشکل په بڼه ورته اشاره کيږي  په دې ډول :

عنصر اول : اشتغال شعله ء مقال وگرمي هاى صحبت ارباب فضل و کمال،

عنصر دوم : روايح شگفتى بهار عالم منظوم ونسايم فيض غنايم فوايد معلوم،

عنصر سوم : طراوت سبنمستان مراتب منثور وآبيار نخلستان کيفيات شعور ،

عنصر چهارم : غبار نشانى بساط صور عجايب وزنگ زدايي نقوش غرايب.   )) (۵ـ ۱۲۰)

په دې ډول دحروفو او اعدادو ديادونې مساله  چې په فيثاغورثي افکارو پورې اړونده ده ـ په اساطيرو اوعرفاني مسايلو کې هم ځاى نيولي دي ـ په عرفان اوتصوف کې چې درمز اونښان او سمبولونو سره تړاو لري زيات دبحث وړه ده ـ.

ميرزا خان هم لکه چې دمخه مو ورته اشاره وکړه په خپل کلام کې ديو لړ زياتو شميرو يادونه کوي اوددغه شميرو څخه ځانگړى پوهه وړاندې کوي چې په ټوله کې دانسان  په اروايي سفر؛ سيرو سلوک دنفس تذکيه ـ هغه عناصر چې دنفس دتذکيي مخه نيسي ـ يادونه کوي ـ

د بينا په حضور چارې څه پټ نه شي  

لاس اوپښي ېى دي څلور عدل گويا      (۲۸ـ۱)

گورو چې دڅلور شميره زياته کاروي ـ څلور اندامه ؛ څلور حسونه  اوڅلور نور  دخيل مفاهيم لکه :

دا څلور لوټمار به ورشي  +  يو يو څيز به يې غارت کا

دا اول ملک الموت دى + چې ارواه به يې منهبت کا

اودويم يې وارثان دي+  مال اوملک به يې قسمت کا

اودريم چمجى دگور دى + چې به يې غوښې اکلت کا

څلورم دده خصمان دي+  پر عمل يې خصومت کا    (۱ـ۳۰ )   

په پورته شعر کې دميرزا څلورگوني مفاهيم  د نصيحت اولارښووني په موخه د انسان دعاقبت او د هغه د تذکيه له پاره څلور عنصره وريادوي: ملک الموت ؛ وارثان؛ د گور چنجى؛ او د هغه دوښمن يعنې شيطان ؛

دغه زړه په مثال تخت دى  +  پرې دوه څيزه عداوت کا

دا يو گروه دى دنيک بختو +   بل فرمان دشقاوت کا (۱ـ۳۱)

په پورته شعر کې هم ددوه عدد درحمانې نفس اوشيطانې نفس په مانا کارول شوى دى ـ

عارفان دې پنځه لونه  + چې ميرزا يې عبادت کا

اوواجد سامع واصل دى +  موحد چې مسکنت    (۱ـ۳۳)  

په پورته شعر کې دعارف مرتبت اومقامات بيانوي ـ

واجد :يا دمقام دتر لاسه کوونکي ،

سامع:  اوريدونکي يا دلاهوتي اوازونو داوريدو وس ـ

واصل : هدف ته رسيدلي

موحد :  دمقام اوروستي پړاو سره يو شوى

څلور اوپنځه شميره:

دا پنځم اصل دې هم پسې وغواړه + دا صورت يوه جامه په څلور پټه

په څلورو حواسو پسې  دروح  اصل دى ـ رباني روح پنځم اصل بللي شي ـ

اوڅلور حواس ـ اوريدل ، ليدل ، بويول ؛اوحس کول ؛ اوبيا دفکر اوروح  اصل دى ـ

ميرزا وايي :

روحاني محبوب که غواړې ليرې مه ځه + په طلب ددې څلور عنصر له گټه

هميشه تر دا څلور څادر دلاندې + يگانه محوب له يار سره لټ پټه  

دعارف چې دباطن سترگې بينا شوې + په هر څه کې تل محبوب ويني پر گټه

دکثرت بازار يې روغ که لونه لونه  + کل سودا يې دعارف دزړه له هټه  

دميرزا کلام ثابت پر مقامات دی

لکه سم غشی دښه استاد بي وټه   (۱ـ۵۴ )  

په عرفاني پوهه کې دانسان حواس دبصيرت او بينايي اودواحد ې هستۍ سره دوصال دحصول وسايل دي چې بايد عارف ترې گټه واخلي اوپه دې متمرکز وي ـ

څلور  عنصره :

يو څلور عنصر مې واغوست + داسمان پر مخ اوره يم

له وحدته په کثرت شوم +  هغه نشته چې زه نه يم

حياتي مې له حياتو + اوگويا په هره خوله يم     

زه شنواپه کل غوږونو + بينايي دهر ليمه يم    (۱ـ   ۱۳۴)

دلته له څلور عنصر څخه مطلب  څلور حسه نه دي  بلکې څلور عنصره دي  چې  اوبه ، باد ، اور او  ځمکې څخه عبارت دي ـ  دا مفاهيم په پورته شعر کې  دذات اقدس بيان دى چې دخپلې پيژندني له پاره يې څلور عنصره هست کړه ـ خو عارف موحد کولي شي واوري وويني او زه دهغو په خوله گويا شم ـ دادوحدت دنظريي يو ډول تفسير اوتعبير هم دى ـ

دکثرت په کيل دې زړه وو + نن په چهار عنصر راغلي    (۱ـ ۱۹۱ )

دڅلور عنصرو کټ پر بله کښيښوت + دم په دم وځبله خيژي ته يې بوڼې

دهلک خويونه پريږده که دانا يې + دکمال گواهان دی تېر شو زوی اولوڼې    (۱ـ ۱۹۷)

په څلور عنصر دپاسه ـ کبريايي لوی جناب دی

هم پر دا جناب ختلی + ددې معرفت افتاب دی    (۱ـ ۲۰۰)

ميرزا وايي :

نابينا به يې دسر په سترگو گوري + دمعنی ديدن باريک دی پر بل پير شي

يو څښتن له شش جهته منزه دی + بيگانه دلې خپليږي دشمن مير شي    (۱ـ ۱۵۹)

خراب دل مې بې ديدنه صبر نه کا + په طلب يې شش جهت را ته کمر شي (۱ـ ۱۶۰)

په عرفاني پوهنه کي اشراقي او بې وسيلي پوهنې اودرک ته ارزښت ورکول کيږي ؛ عارف اوصوفي دخلسې ؛ تمرکز اودسيرو وسلوک په تجربو سره د بصيرت  يوه بله لاره غور کوي او هغه  په اصطلاح دزړه سترگي دي ـ چې بيناکيږي او په دغه ليد سره ټول هغه څه ويني چې هغه يې غواړي ـ

دشپږ جهتو ياد  دڅلورو خواو اوهمدارنگه دپاس اولاندې دابعادو يادونه ده چې بيا هم موږ په دې برخه کې فياغورثي هندسې پوهي ته رابولي ـ چې دصوفيانو په اصطلاح  روح اقدس  په شپږو خواو پاک اومنزه بولي ـ

سړی درست په هغه لورې + چې يې دا خمسه حواس دی  (۱-۲۰۶)

په هر چا کې دې څلور جنسه دعقل + صحيح شوی دا گفتار په دلايل دی  (۱ـ   ۲۰۸  )

شپږشميره يا شپږ خواوي ( بعدونه)  :

زور ور له شش جهته منزه دی دا نيستي به دې واصل په زړه ملهم کا  (۱ـ ۳۹ )

زورور له شش جهته  منزه دى د بيچون تعريف به څه رنگه چگون کا  (۱ـ۴۰ )

پورته مو وويل : دلته له شش جهتو نه دميرزا مراد  شمال جنوب ؛ شرق ؛غرب پاس  اولاندې هدف دى ـ چې باور لري لوۍ ذات له دې شپږو خوا نه منزه اوسپيڅلي دى ـ

دابې مثله زړه مې جام لکه دجم شه  پکې وينم اووه ځمکې سماواته      

دگومان دوويي مې ليرې کړه له ميانه  له فاني منزله راغلم وبقا ته  (۱ـ ۴۹ )

په پورته بيت کې  د عارف ادراک اواشراق ته اشاره ده چې کله خپل عالي مرتبت ته ورسيږي نو اوه ځمکې او ا وه اسمانونه ورته پرانيستل شي اوپر هغو باندې دعارف موحد درک حاصليږي ـ

پاکيزه له شش جهته څړه مخ شوه بې له څټه  

که دا ووينې نيک بخت يې  څو وځان ته گورې رټه  (۱ـ  ۵۳)

په څړه لار څړه تېريدل گران دي + په داهسې لا ره به څه وړې درنه څټه

پسو خوښ په حيوانۍ کې فراغت يې خدای دې واخله دپنجاب نادانه جټه

سر تر پايه په هوا باندې پريشان شه

چې اثر يې په هر لورې نه موممه

په اشنا پسی له شش جهته ووت

زه له شش جهته څشکله ووځمه

هيڅ خبريې په هيڅ لورې مونده نه شي

له طلبه نه کښينم نه پسې ځمه  (۱ـ  ۱۳۹)

نابينا به يې دسر په سترگو گوري   دمعنى ديدن باريک دى پر بل پير شي

يو څښتن له شش جهته منزه دى    بيگانه دلې خپليږي دوښمن مېر شي (۱ـ  ۱۵۹)

خراب دل مې بې ديدنه صبر نه کا    په طلب يې شش جهت را ته کمر شي    (۱ـ۱۶۰)

پايله : له پورته ډول څيړني اومطالعي جوتيږي چې دپښتو فرهنگ سالار اوعارف ـفيلسوف شخصيت ميرزا خان انصاري دسيمي له فرهنگي جريانونو څخه گوښى اوجلا پاتې نه وـ بلکې دوخت له متداولو علومو سره اشنا اوپوه وـ ميرزا خان دپښتو ژبې له پاره يوازې شاعر نه بلکې په روښاني قلمرو کې دوخت وتلى اونوميالي فيلسوف هم دى . دياد شاعر اوفيلسوف په کلام کې ډېرې داسې ويناوي اومسايل شته چې دفارسي ژبي اونورو ژبو له نومياليو شخصيتونو سره پرتله کيداى شي ـ دميرزا په اړوند څيړنه ددې غوښتنه کوي چې څيړونکى اسلامى مدنيت اوفرهنگ ،فلسفي اوعرفاني مطالعاتو کې داخل شي . اوددغه څيړنو په رڼا کې دميرزا کلام ته کتنه وکړي ـ

ماخذونه:

۱.دميرزا خان انصاري ديوان . سمونه اوڅيړنه .داکتر پرويز مهجور خويشکى ـ پښتو اکيديمي ،پيښور يونيورستي ـ چاپ کال .۲۰۰۴

۲ـ م. لوفلر ـدلاشو (ترجمه جلال ستاري ) زبان رمزي قصه هى پريوار.  چاپ .۱۳۶۶ ـانتشارات توس

۳.غلام حسين ابراهيمي ديناني .ماجراى فکر فلسفي درجهان اسلام ـصفهات (۱۳۷ ۱۵۶ـ) ج ۲  انتشارات طرح نو   .تهران سال ۱۳۷۹ـ

۴ـ دکتر گل بابا سعيدي ـ فرهنگ جامع اصطلاحات عرفاني .ابن عربي ـتهران ـزوار  ـ۱۳۸۷

۵.دوکتور اسدا لله حبيب ـبيدل وچهار عنصر (چاپ دوم ) ،سال ۱۳۹۰ناشرـ:مرکز نشر اينفورماپرنت ،بورگاس .بلغاريا ـ

3 thoughts on “ميرزا او د شميرنو او اعدادو ارزښت/ اکبر کرګر”
  1. ډېره په زړه پورې لیکنه ده ، ستاسو هڅې او زحمتونه د ستایلو وړ دی .
    په رښتیا هم د میرزا خان انصاري اشعار ډېر ژور فلسفي مفاهیم لري چې تحلیل او هضم یی زما په شان هر لوستونکی کار ندی.

  2. سلامونه؛
    ورور کرګر صاحب ! زما د زړهء له کومې احترامونه هم ومنئ. د اعدادو فلسفې له ډیر وخته زما په مغزو کې هم سوالونه پیدا کړي ول، د میرزا خان انصاري صاحب له هغو تاسو خبر کړلو.
    په قرآن کریم کې هم ډیرو آیاتو کښې د اعدادو ذکر راغلی لکه د نوح ع.س. د عمر؛ د اصحاب کهف شمیر، د سبعه مثاني، لیال عشر ..چې په تفسیر ېې یو الله ج. پوهیږي!

    بل د ابجد حساب دی چې له پخوا شاعرانو،ادیبانو هر حرف یا تووري ته یو عډد قیمت ټاکلی و؟ ابجد هوز حطی کلمن سعفص قرشت ثخذ ضظغ؟؟؟؟ = ۱؛۲؛۳؛۴؛ ۵؛۶؛۷؛ ۸؛۹؛۱۰؛ ۲۰؛۳۰؛۴۰؛۵۰؛ ۶۰؛۷۰؛۸۰؛۹۰؛
    ۱۰۰؛۲۰۰؛۳۰۰؛۴۰۰؛ ۵۰۰؛۶۰۰؛۷۰۰؛ ۸۰۰؛۹۰۰؛۱۰۰۰!نپوهیږم چې د پاړسي او پښتو او یا نورو ورته الفباء ژبو خاص یا ځانګړو توورو حساب به څنګه کیژي؟

    او یوه ټوکه دې هم وي پکې : د ههاغه یو رواني مریض ریاضي ې فلسفي !! چې غوښتل ېې د علومو آکاډیمۍ اشغال کړي، نوم به ېې نه اخلم! هه هه ها!.نتیجه چطور شد؟؟

  3. زړور ساپې صييب

    مننه له تبصرې نه دې هغه رياضي فلسفي په عوالمو کې دى اواوس دحضرت شيطان سره په مکالمه بوخت دى
    غواړي چې دحاجي صيب ترامب دنورو ناکرديو لست جوړ کړي تاسو کولي شي ماته مو د ايميل ادرس وليکۍ
    ېا ماته ايميل راکۍ ـ بله داچې زه به يهم يوه توکه وليکم . په پښتو اوفارسي کې دا حسابونه نشته يوازې په da دا ځکه چې حاجي صيب فيثاغور هم په عربي بهيدلو نو په عربيزم کې دي ـ

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله ز. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *