جميل وقار

عکس د ښاغلي وقار دی –

وايي د ژوند سترګې مړې وي، نو له دې امله ډېری هغه شخصيتونه چې د افغاني ټولنې د پرمختګ او لوړتيا لپاره هڅې کولې، هغوی په ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ و، خو په مرګ يې بیا زما په ګډون په سلګونو خلکو اوښکې تويولې.

د پښتني فطرت د غه ځانګړنه   په دغه لنډۍ کې هم موندلای شو.

په ژوندون ښه راسره وکړه

په اخرت کې د هر چا بېل دي کورونه

راځئ چې خپل ځوانان وستايو او د هغوی   د ستاينې لپاره هلې ځلې وکړو، ښايي همدغه ستاينه د همدغه ځوانانو د لاپر مختګونو او نوښتونو په لور روان کړي.

غزنی هم د هيواد په کچه داسې سټې شته، چې په کړنو او فعاليتونو يې په ټولنه کې مثبت بدلونونه راغلي دي، همدغه ځوانانو په ډېرو ستونزمنو شرايطو او د پيکه محيط کې د مينې خورولو لپاره هلې ځلې وکړې.

مخکې به ليکوالو هغه څوک ډېر ستايل چې یا به يې ډېره شتمني درلودله او يا به د کومې ډلې قوماندان و، خو موږ هغه څوک ستايو او د پنځونو قدر يې کوو، چې هيڅ شتمني نه لري، کوم والي او قوماندان سره هم د اړيکو تار نه لري، خو د الفاظو شتمني لري، د خلکو د هوساينې او پرمختګ فکر يې د ستاينې او تقدير وړدی.

جميل وقار د غزني ولايت د اندړو ولسوالي د ملا ګلان بابا د کلي د ی، لومړنی ښوونځي يې په کلي کې لوستی او د نورو زدکړو لپاره يې د شامير په عالي لېسه کې زدکړو ته دوام ورکړ، زدکړو تر څنګ يې مطبوعاتوته لمن هم ونيوله ، چې لومړی له دهکده ايف ايم راډيو سره کار پيل کړ او وروسته يې له نورو سيمه ايزو راډيو ګانو سره هم کار کړی دی.

په نهم ټولګي کې و، چې د رڼا پروډکشن سره يې د خبريال په توګه کار پيل کړ‎، له هغه وروسته يې د کنډو مجلې مسوول مدير په توګه کار کړی دی. همدارنګه يې په غزني کې د کليوال ملګري ټولنې د يوه فعاله غړي په توګه خپل فعاليتونه تر سره کړي دي، د کليوال ملګري ټولنې د رياست دنده ورسپارل شوې وه، همدارنګه د غږ مياشتنۍ مجلې مسوول په توګه هم کار کړی دی.

ښاغلي وقار په زدکړو اکتفا کړې نه ده، بلکې د زدکړو تر څنګ يې د لمر په چينارونو ټولګه چې د کليوال ملګري ټولنې له لوري چاپ شوی اثر دی، غزني اړوند د بېلا، بېلو شاعرانو بيوګرافي او د شعرونو بېلګې يې راوړې دي راټولوونکی يې جميل وقار دی.

ددې تر څنګ نوموړي د ډيپلومات ځانګړتياوې چې له فارسي ژبې څخه پښتو ژبې ته يې ژباړلی دی، همدارنګه رنجلومې نومی اثر چې د غزني ولايت اړوند د لنډه کيسه ليکوالو بيو ګرافي او د لنډې کیسو نمونې هم د وقار په هڅو راټولې شوې دي.

غني؛ غالب شو دغه چاپي اثر چې د نوموړي په هڅو د ليکوالو مقالې او خاطرې راټولې شوې دي، چې د شهيد غالب ژوند په اړه د ليکوالو مقالې را اخيستل شوې دي.

تر څنګ يې دوه نور اثار هم لا ناچاپ پاتې دي، هر وخت يې کتاب لاس کې وي، مطالعه د ژوند د پرمختګونو کيلي بولي، که څه هم جميل وقار له عمره خام او فکر يې پوخ دی.

باید يادونه وکړم، چې جميل وقار سږ کال د خاتم النبيین له خصوصي پوهنتون، حقوقو او سیاسي علومو د ډيپلوماسي له څانګې څخه فارغ شوی دی.

په غزني کې يې د ژبې او ادب په برخه کې خورا وړ کار او پرمختګ کړی دی، په ګانده کې به انشاالله له نورو پنځونو او پرمختګونو نه خبر شو.

باید يادونه وکړم، چې جميل وقار فعلا په مرکزي زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسووليت هم ورتر غاړې دی.

لا به ډېر ګلونه وا شي په دې باغ کې

د ګلزار د غوړېدلو يې اغاز دی

4 thoughts on “ميړني دي چې يادېږي/ وحيد الله غورځنګ”
  1. ډېره مننه غورځنګ صاحب، خدای دې اجرونه درکړي. وقار صاحب ريښتیا هم پّ غزني کې فعال او د منډې ځوان دی. تل یې د ولس ستونزو ته انعکاس ورکړی، په غم یې ژړلي او وطن ته د خدمت لپاره یې ډېرې ستونزې ګاللې. په چارو کې بریالیتوب او په ژوند کې خوښي غواړم.

  2. که څه هم په هيواد کې ډېرې د کارسټې شته، خو د ښاغلي وحيدالله غورځنګ دغه کار ستايمو چې د خپلې سيمې ځوانان راپېژني او همدغه ځوانانو په لاس کې د سبا راتلونکی دی.
    د جميل وقار په څېر به نور هم ډېر د کار څېرې وي، زه هيله مند يم، چې ښاغلی وقار نور هم خپلو کارونو ته دوام وکړي، تر شا ونه ګوري، ستړيا احساس نه کړي او د خپل قلم په مټ په ټولنه کې مثبت بدلون راولي.
    نورو قلموالو ته هم په کار دی، چې د جميل وقار په څېر هڅې وکړي.
    د غورځنک له دې هڅې هم مننه چې خپله ښايسته ليکنه يې د جميل خان په اړه کړې وه.
    له رب نه ورته سرلوړي او بريا غواړم.

  3. شکر چې په هيواد کې داسې کسان پيدا شول، چې په ژوند يې کار او فعاليت ستايي.
    موږ اوس مدنيت ته نژدې شوي يو.

ځواب ورکول عبدالله سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *