نجیب الله آزاد

ډیر وخت وروسته مې پرون یو ملګری دفتر ته راغی، نوموړی یو انجینر دی او یو وړوکی ساختماني شرکت لري، د روغبړ وروسته د پښتني دود له مخې مې دویم روغبړ د (څه حال احوال) په پوښتنې پیل کړ، د دې پوښتنې سره سم نوموړي یو اوږد هوسیلی وکیښ او خپلو ویښتو (چې ډیر ببر سوي و) ته په اشاره وویل چې دا حال او احوال دی. د نومړي دې ځواب زما سترګې په غیر ارادي ډول ځان ته متوجې کړې، په شنډو مې غیر طبعي مسکا راوسته او په ناڅاپي توګه مې لاس د سګریټو ډبي ته ولاړ، د سګریټ د لګولو سره سم له خپله څوکې ولاړ او ده ته پر مخامخ کوچ کښیناستم. د نوموړي په سترګو کې نا هیلی، درد، او مایوسۍ له ورایه ښکاریدې، ما ویل چای درواخله، په لالهانده ژبه یې وویل، اوه… مننه کور دې ودان زما خو ولا چای ته هیڅ پام نه و.

ښه اوس راته ووایه یاره هر څه سم دي؟ ته خو ډیر ژوندی، با حوصله او خنده رویه انسان یې، څه خبره ده؟ ستا وضع ستا له طبیعت سره ښکاره مخالفت کوي.

نوموړي د چای نیمه ډکه پیاله پر میز کښیښوده او د یوه بل هوسیلي سره یې زما د دفتر فضا لا خاموشه کړه، ته خو خبر یې چې زه یو وړوکی شرکت لرم، ما ویل بلې هو نه یوازې وړوکی دی بلکې د هیواد په ډیرو نا امنو سیمو کې چې حکومت د تګ تصور نه سي کولی تا په ډیره زړورتیا پروژې کار کړي.

آزاد صاحب ستا به ښه په یاد وي چې په ۲۰۰۹ کې یوه ایرلینډي (قراردادي) دوې پروژې (د اسلام قلعه د پولیسو روزنیز مرکز او د جنوب ختیز د پولیسو روزنیز مرکز) د یوې برخې د ودانیو قرارداد ماته راکړ، د اسلام قلعه پروژه مې بشپړه او د ګردیز پروژه مې ۶۰٪ کار کړه، کله چې مې د پیسو غوښتنه وکړه نو نه هغه سرکوزی (ایرلینډی) و نه یې دفتر، وروسته له ډیرو منډو ترړو مې د نوموړي ادرس وموند چې د سویل ختیز ولایتونو د یوه ولایت د والي په کور کې یې پټ و، کله چې مې هلته رجوع وکړه نو زه یې د جرایم سنګین د پولیسو په مرسته په دې تور قصبې ته انتقال او بندي کړم چې ګواکې زه دا بهرنی تښتوم، د پوښتنو او پلټنو وروسته انګریزانو (برطانویانو) بخښنه وغوښته او خوشی یې کړم، یادې ادارې دا دوسیه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته ولیږله او وړاندیز یې وکړ چې دا حقوقي قضیه باید تاسو حل او فصل کړئ او له هغه غله څخه دې ښاغلي ته خپل حق ور واخلئ، لنډه یې دا چې هغه غل د افغان زورواکانو په کور کې ناست په ګډه زما په پیسو چرچې کولې خو زما ږغ هیڅ چا وانه ورید او زما یوولس لکه ډالر یې راڅخه وخوړل، ما خپل موټر، دفتر هر څه مې خرڅ کړل او د کالونو په تیریدو مې په مارکیټ کې پر ما باندې پورونو خلاص کړل. دا خبره مې ځکه یاده کړه چې له دومره ستړیا، ستومانې او ځور سره بیا هم زه دومره نه وم خوږ لکه نن.

د نوموړي له دې خبرو وروسته په خونه کې یوځل بیا چوپتیا ما (ښه اوس ولې دومره لالهانده یې) په ویلو ماته کړه. آزاد صاحب ما تیر کال د ټولټاکنو د لومړي پړاو مخکې په سویل لویدیز او لویدیز ولایتونو کې پینځه پروژې بشپړې او حکومت ته وسپارلې. د یادو پروژو د ګټلو پر مهال دلته په پلازمینه کې چارواکو ښه سم وشکولم، بیا چې کله پروژې په عملي توګه پیل سوې د والیانو بې شرمه او بې حیا سترګې را واوښتې، که څه هم دا ډیرې وړې پروژې وې او د حکومت سره د کار د نه تجربې له کبله په ډیر ټیټ نرخ مې ترلاسه کړې وې. د والیانو تر ونډې وروسته د هغه ولایتونو د وکیلانو را پام سو چې د ګناهونو توښ یې د ایمان او اخلاق د څیلۍ ټولې پوښتۍ ماتې کړې دي، خو لنډه دا چې نه دي د ویلو هغه څه چې ما زغملي. له دې ټولو پړاوونو تر اوښتو وروسته ما ویل ځه شکر دی هغه زوړ کفنکش ولاړی اوس به د مفکر صاحب چې اقتصاد پوه دی په نظام کې له دغو بدمرغیو خلاص سو، او خپلې بندې پیسې به را وباسم چې حد اقل د مارکیټ له پورو ځان خلاص کړم. خو الله ویل چې ته ودرې بچو زور ېې په نهمه دی او زه لکه د یوه ماشوم پر جګ اوښ سپور د پاپي د خولې ګوله سوم. اوس دا یو کال په خپلو پیسو پسې کړیږم، په وزارت کې ناست مرداره لیلامي کورتی په تن، د پیالې د کونې په څیر غټې غټې عینکې یې د پزې پر سر ایښي وي، اورمیږ یې لکه د هیرا منډیي د پمن سوي جرګ په څیر به کاغذ درواچوي او وایي به برو بابا تخصیص نه داریم. حال دا چې دغه بې ضمیره به و چې هره دویمه ورځ به یې مکتوب رالیږۍ چې د کار راپور دې نوه ورځ ځنډیدلی، دا په انګریزي جوړ که، دا په دري جوړ که د دې سافټ راوړه، ستا پروژه لس ورځې وځنډیده، جرمه یې، تاته دولت د خانجان خولۍ ښکاري او داسې نور توهین امیزه خبرې به یې کولې.

که څه هم د نوموړي دې خبرو زه ډیر خواشینی کړم او په غیرشعوري ډول مې د ده پر زخمونو لا مالګې ودوړولې، ما ویل، نو ځکه دې سر دومره ببر دی، دا ځلې نوموړي د اوږد هوسیلې سره په لوړ غږ کټ کټ وخندل داسې وبریښیده لکه چې ډیرې ورځې وروسته یې خندلې وي، ما ژر هڅه وکړه چې یو څه چالاکي وکړم او د لفظونو د ګنډلو سره سم مې وویل، ډیر وبخښه زما مطلب……….. نوموړی ژر په خبره کې را ولوید، الله دې وبخښه اصلي خبره دې وکړه آزاد صاحب!!! ما ویل، نه سوم پوه…آزاد صاحب قسم مې دې په هغه خدای وي چې ما او تا ایمان پر راوړی که به د دلاق پیسې لرم. ما په دا یوه کال کې خپل موټر خرڅ کړ…د موټر پیسې هم خلاصې سوې، د کور یو دوې ګوتمۍ مې په ډیره مجبوري کې خرڅې کړې، ډوډی له نانوایه په پور وړم…د اولادونو له ښوونځي څخه هره ورځ اخطاریه لیک رالیږل کیږي چې د ښوونکو فیس ژر تر ژره تحویل کړئ. د دفتر څیښتن هره ورځ په کرایه پسې راځي پریښی یې ځکه نه سم چې یو خو باید کرایه ورکړم او پریږدم او بل که مې دفتر پریښود پوروړي به کورته راروان وي.

نوموړي زیاته کړه چې زما یوه ملګري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د غور په ولایت کې یې هټۍ درلوده، نوموړي به طالبانو ته خوراکي توکي ورکول، د نوموړي په ګډون نور ډیر هټۍ والو هم ډول ډول توکي طالبانو ته ورکول. نوموړی خپله قصه داسې کوي: د امریکا د یرغل سره سم د طالبانو د غور ولایت موږ هر یوه ته یوه یوه وړوکې پرزه راکړه چې یوازې زموږ د پیسو ارقام پر لیکلی و، دا پرزې موږ هرات ته یوړې، ورځ وروسته چې هرات ته ورسیدو نو سم د لاسه مو د هرات مصتوفیت ته مخه کړه، څرنګه چې خلک ډیر وو نو مصتوفیت و نه توانید چې ټولو ته په همغه ورځ پیسې ورکړي. موږ پاتې نیم خلک یې سبا وروغوښتو خو له بده مرغه غربي وحشي الوتکو د طالبانو ټغر په دغه شپه ورټول کړ، او موږ سبا بیرته خالي لاس غور ته ولاړو، اووه میاشتې وروسته موږ ته احوال راکړ سو چې پر طالبانو پور لرونکي دې د خپلو سندونو (هغه وړوکی کاغذي پرزې) سره د هلمند سنګین ولسوالۍ ته راسي، موږ درې ورځې وروسته ټاکل سوي ځای ته ورغلو، چې ګورو زموږ ښه راغلاست د طالبانو د وخت د غور والي وکړ، موږ حق حیرانه سوو، د خپل وس سره سم یې زموږ میلمه پالنه وکړه، ډیره بخښنه یې وغوښته او زموږ د پرزو پر اساس یې موږ ته خپلې پیسې راکړې. د خدای په اماني په وخت کې یې بیا بخښنه وغوښته چې تاسو به ناراضه سوي یاست لطفاً موږ وبخښئ له دې سره یې د تګ راتګ کرایه او یو یو د کتان څادر هم راکړ.

د نوموړي د خبرو له اوریدو وروسته د اوږد هوسیلي هیستلو وار لکه چې زما و. د دې خبرو سره سم مې د مالیې د وزارت شل ورځې مخکینۍ بیانیه را په یاد سوه چې (موږ په انکشافي بودیجه کې هیڅ ډول ستونزه نه لرو، پوره پیسې لرو آن په هیواد کې د مرکز او ولسوالیو تر منځ د سړک جوړنې لپاره ځانګړي سوې درې نیم سوه میلونه ډالر نور لرو). له دې سره مې د نوموړي څو شیبې وړاندې خبره چې ښاغلی ولسمشر اقتصاد پوه وباله پام وګرځید، له ځان سره مې وویل چې دا بیچاره هم فکر کوي چې اشرف غني اقتصاد پوه دی لکه څنګه چې سرور دانش قانون پوه دی، کنې ښاغلي اشرف غني خپل لسانس او ماسټري په سیاسي علومو او دکتوره په بشر پیژنده (ښایي غرب پیژنده ) کې تر لاسه کړې، یوازې په نړیوال بانک کې د دندې په ترسره کولو څوک اقتصاد پوه نه سي کیدی، نړیوال بانک یوه دنیا ده چې د هر مسلک خلک پکښې په بیلابیلو دندو ګمارل کیږي. ما لا دغه چورت وهی چې میلمه ږغ کړ: آزاد صاحب لطفاً کوم بل شی په ونیسه، ما چې ده ته سترګې ور واړولې نو پوه سوم چې د نوموړي ایشاره تلویزون ته ده، د تلویزون پر پرده مې سترګې ولګیدې چې ګورم (زما افغانستانه) کومه ملي ترانه ږغیده. د چنل له بدلولو سره سم مې میلمه ته وکتل دا ځل مې د نوموړي په سترګو کې د مایوسۍ پر ځای قهر او غصه ولیده او پوه سوم چې ریښتیا ولس ډیر ځوریدلی دی، د ولس د صبر پیاله ډکه ده.

خپل ملګري ته په کتو مې ذهن په سلګونو بې ځوابه پوښتنې زیږولې، یو داسې افغان چې د افغانستان نوم به یې ښکلوۍ ، زدکړې یې په بهر کې کړي، ټولنیز او مدني شخص و هغه نن دومره مایوسه سوی، هغه نن دومره ځوریږي، له دې هر څه څخه د وطن د بد برخلیک بوی راغی. که اشرف غني لږ هم په اقتصاد پوه وای نو د اقتصاد سپیره چکر (ایکانومیکل کرایسس) به یې پيژندۍ چې دا یو مدار (چکر/سایکل) دی د یوه سړي سره زر نور تړلي وي، لکه دا انجینر صاحب چې نن کړیږي د ده سره به په مارکیټ کې نور، له هغو سره به نور بیا د هغو کورنۍ دا ټول به د دې غمیزې ښکار وي، د دې بیلګه بالکل داسې ده که دا بې چاره انجینرصاحب چې د هوایي ډګر په ۸۰ متر سړک درې موټره څنګ پر څنګ ودروي او سړک بند کړي شاته په زرګونه موټرې به په اتومات ډول تم سي…که څه هم دی به وایي چې ما خو یوازې دا درې موټرې درولي نور دې ځي……

آیا عبدالله عبدالله په دې اند دی چې د رایو په ورکولو د خلکو ګوتې ځکه پرې سوې چې دوی طالبان نه غوښتل، آیا اشرف غني دا فکر کوي چې د خوست جواز خان د خپلې معصومې لور مړی ځکه خاورو ته نه سپاره چې د رایې ورکولو څخه خلک پاتې نه سي ځکه چې ده طالبان نه غوښتل…نه…هیڅ کله هم نه… دغو خلکو قربانۍ د دې لپاره نه ده ورکړې چې ګواکې دوی طالبان نه غوښتل دا ځکه چې طالبان خو وو او سته، بلکه دوي دننه په نظام کې نظم غوښت، په نظام کې یې بدلون غوښت…او نظام ورځ تر بلې د مردارۍ خواته روان دی، که دولت ناامني نه سي کنټرولولی نو لږ تر لږه دې هغه خو وکړي چې د دوی په وس کې دي، د بودیجې په شتون کې دې د سلهاوو زرو خلکو پیسې ورکړي…نظامونه هسې نه ړنګیږي، انقلابونه هسې نه راځي، کله چې تنګ سي نو په جنګ سي…تیر نظامونه یې بهترینې بیلګې دي…موږ تل هره پړه پر پاکستان او نورو هیوادونو اچوو لاکن یو څه خو دلته په نظام کې هم وو او سته چې ولس دې حد ته ورسید چې ځان یې د پاکستان او نورو هیوادونو د لاس آله کړ.

د سوکاله او سروړي افغانستان په هیله…

One thought on “مړ ملت بې ضمیره دولت/ ن. ازاد”
  1. ازاد صاحب بیا ستړی مه شی، اشنا دا بیا ستړی مه شی می ځکه درکړه چی بیا مو هم یو طرفه قضاوت کړی دی، مطلب دا چی ستاسو همدغه یار چی د نایی پیسی یی په جیب کی نه وی چی خپل سر ورباندی اصلاح کړی هغه ۱۱ سوه زره یا یولس لکه ډالر چی کوم غله ورځینی خوړلی دی له کومه کړی؟ خو مالومه خبره ده چی ورته ورسپارل شوی پورژی یی په سم کیفیت نه دی جوړی کړی.زما قضاوت ستاسو د یار په هکله قاطع نه دی کیدلای شی چی هغه به خپلی پروژی په ښه کیفیت تر سره کړی وی او بل دا چی زما مطلب دا هم نه دی چی پدی خاطر یی پیسی ایساری شوی دی نو د غله یا د حکومت څخه د پیسی نه عواړی زموږ مطلب د ډیری قراردادیان دی چی خینی چی د غلو څخه په امن کی پاتی شوی دی په ډیر کم وخت کی میلیونران شول او دا ټولی هغه پیسی دی چی په کار کی یی سپمولی دی یعنی د کار کیفیت ته یی اهمیت نه دی ورکړی.
    نو ستاسو لپاره په کار وه چی د ۳۰ میلیونو افغانانو بیا د کونډو او یتیمان د حق یادونه مو هم کړی وای په کومو چی یو تعداد قراردادیان میلیونران شول.
    زمل څخه خپه هم نشی والله که زه نه تا پیژنم او ته نه ما پیژنی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *