وحید مژده

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، شاید سبا د اسد په اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې سره سم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

پخوانی طالب چارواکی وحید مژده تاند سره په خبرو کې وايي، دواړه لوري د سولې په هوکړه او ضمانتونو سره توافق ته رسېدلي دي.

  وحید مژده وايي، امریکا او طالبان یوازې په دوه مسایلو هوکړې ته رسېدلي هغه دا چې امریکا به له افغانستان څخه وځي او افغانستان څخه به امریکا ته هیڅ ګواښ نه پېښېږي: (( ټاکل شوې چې دا هوکړه به سبا د دوشنبه د زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ لاسلیک شي. امریکایان به له افغانستان څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې وځي، ))

نوموړي ویلي، په هوکړه کې پر اوربند او د افغانستان په راتلونکي نظام توافق نه دی شوی، بلکې دا هغه خبرې دي چې افغاني مذاکراتو کې به بحث ورباندې وشي.

 دا په داسې حال کې ده چې امریکايي رسنیو هم اندېښنه ښودلې چې لا هم واشنګټن نه دی توانیدلی چې دسولې خبرو کې طالبان اوربند او له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.

بلخوا د ارګ یاند صدیق صدیقي هم له طالبانو سره د کابل د سولې خبرو پیلولو ته نوي شرطونه وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده خبرې هغه وخت ممکنې دي چې اوربند پيل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین وايي، لا د سولې هوکړه نهايي شوې نه ده او پر جزیاتو یې بحثونه پاتې دي، که دا وشي نو هوکړه به لاسلیک او افغانستان به د واقعي خپلواکۍ خاوند شي.

2 thoughts on “مژده: سبا به د خپلواکۍ په سلمه کلیزه د سولې تړون لاسلیک شي”
  1. سلامونه،
    خدای تعالی دې د وحید خان مژده،مُژده! رښتینی زیری کړي او افغان ولس ته د ۲ خوشحالیو ( هم د سولې او هم د آزادۍ د بیا اخیستنې سلمې کالیزې ) پیلامه وګرځي. آمين.
    او له دولت،حکومت ، حقيقي طالب وروڼو ، ګاوڼدیانو ، مسلمانانو، اروپایانو، امریکایانو او ناټو والا ایتلافیانو ا.د.ن. څخه غواړو چې د خدای تعالی الله ج. خاطر وکړئ ، په افغان مظلوم ولس صله ی رحم وکړئ ، بس دي نور وينې تویول او بیګناه قتلونه ؛
    صِرف دڅو ورځو اقتدار او یوڅو دراهم معدوده لپاره برادر-کُشي ،مسلمان وژنه او د انسانانو قتلونه بس کړئ .
    ان اکرمکم عند الله اتقیکم.
    و من الله التوفیق

  2. سهیل شاهینه!ا
    وایې هغه خوسی چې په خپله غوجل کی لوی شي څوک یې غاښونه نه ګوري چی څو کلن دی؟
    دا په دې معنی چې موږ مو پیژنو! بیا به د پنجاب د لاهور د حیرا منډۍ عالمان خریلی . ږیری په افغانستان کی ګرځي. تر څو چی طالبان د پنجاب له ورورۍ لاس نه وی اخیستی اسقلال محال دی!
    په جینکو کی پټه مه ځه
    د دله لوری زه دی پوندې پیژنمه
    ——–
    ماته معلوم یۍ عالمانو
    چی د حیرا ملا امام درس درکوینه
    ————–

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *