تاند- د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده له افغانستانه دباندې له طالبانو سره ټېلفونې خبرې رد نه کړې، ویې ویل چې د یوه ژورنالیست په توګه دا د ده حق دی چې له هرچا سره خبرې وکړي.

مژه دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د امنیتي ادارو له لوري په کوټه کې د طالبانو له چارواکو سره د وحید مژده د ټېلفوني خبرو ږغ  ازادي راډیو او د یک په نوم یوه خصوصي تلویزیون خپور کړ.

په دغه اډیو کې مژده د طالبانو یوه نامعلوم مشر ته ژمنه ورکوي چې له حاجي فرید سره یوځای بېلابېلو تلویزیونونو ته ځي چې د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون پرضد څرګندونې وکړي.

مژده ته مقابل لوری وايي چې «اسلامي امارت یوه اعلامیه ترتیب کړې او په کابل کې د علمای کرامو د غونډې او هیلو قدرونه کوي په کومه کې چې له امریکا سره د تړونونو د لاسلیکولو مخالفت وشو او د بهرنیو ځواکونو د بلا قید وشرطه وتلوغوښتنه وشوه.»

مژده په یوه بله اډیو کې، چې دا هم امنیتي مقاماتو ازادي راډیو او یک چاینل ته ورکړی، له طالبانو سره د یوې غورځېدلې هیلي کوپترې د پېلوټ په اړه خبرې کوي او ورته وايي چې له ده سره ایرانیانو تماس نیولی، ورته ویلي یې دي چې طالبان دې د څرخکې روسی پېلوټ خوشي کړي .

مژده وايي:«ما غوښتل له تاسو سره یوازې یوه مسله شریکه کړم، هغه هیلي کوپتر چې په ازره کې له منځه لاړه، له ما سره دلته یو چا تماس نیولی او وايي چې هغه پېلوټ چې اوس له تاسو سره دی، هغه روسی دی، که تاسو هر شرط چې لرئ، ما ته یې ووایاست چې زه دوی ته ووایم او که خدای وکړي یوې نتیجې ته ورسېږو چې د مسلمانانو په خیر وي. البته له ما سره روسانو په خپله تماس نه دی ټینګ کړی، ایرانیانو راته ویلي هغوی وايي چې که دا مشکل حل شي، ما ته یې د پاسپورټ فوټو کاپي هم راسپارلې، تاسو ته به یې درولېږم.»

مژده، چې د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي د فرهنګي په کمېټې فعالیت کاوه، د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په بهرنیو چارو وزارت کې مامور و. نوموړی په تېرو دوولس کلونو کې د طالبانو د چارو د یوه مطرح سیاسي کارپوه په توګه مطرح دی.

9 thoughts on “مژده له طالبانو سره تماسونه تایید کړل”
  1. دا ډېر چالاک دی. پخوا له ګلبدین سره وه بیا له طالبانو سره راښکاره شو او چې کتاب یې چاپ کړ نو اهدا یې احمدشاه مسعود ته وکړه.

  2. مژده د افغانستان لپاره یو خیر خوا انسان دی افغان دوسته دی
    وطن پلوی دی
    او په زیرک توب او هوشیاری کی ساری نشته په ژورنالیستانو کی
    افغان حکومت باید ده ته کوم خن جور نه کری

  3. لعنت په داسی جاسوس چی د خپل هیواد ملی منافع په نظر کی نه نیسی او د پردیو غلامی کوی اوسیږی په کابل کی غلامی ایران او پاکستان ته کوی

  4. خاین ملی کسی میباشد که درباره کشور شان با یک اجنبی معامله کند وکشور را بفروشد اقای وحید که با خارجی ها معامله شوم نکرده بلکه با یک افغان درباره جلوگیری از ای پیمان کثیف که مردم افغانستان را خاک وخون کشانیده مشوره کرد تلویزیون یک کاش به جای پخش مسخرات وفحاشی یک کمی از وقایع دردناک مردمی که پدران خواهران مادران وبرادران خود را در حملا ت بیرحمانه اشغالگران شهید شده اند باخر میشدند وان ها را افشا می کردند هنوز یک خدمت واقعی میبود

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *