د لرګیو په وچو ښاخونو پسې،په بیړه بیړه د یوې هسکې ونې سر ته پورته شوم، له ستړیا مې د یوۀ مظبوط ښاخ ډَډ ته تکیه وکړه.

تر ونې لاندې یوه ښځه هم په لرګیو پسې ګرځېدله.

یو دنګ سورمخی ځوان راغی، له ښځې سره یې پسپسک وکړل. غرڅني لاروي ځوان، د ځوړ مزل پريښود او ښځې د خسو ټولونه. دواړو یوه شېبه د غرۀ تر دراز خلوته استفاده وکړه، د یوۀ بل پۀ وړاندې یې ناوړه حرکات پېل کړل او یوې داسې مرحلې ته ورسېدل؛ چې له فاعل او مفعولې ایمانونه پورته شول. زۀ هم یې پۀ کتلو وشرمېدم. پنځه دقیقې وروسته ځوان په خپله مخه ولاړ او مکاره ښځه په لرګو پسې شوه.

د ونې لۀ سره مې درې- وچ ،غوښن ښاخونه، له تبره تېر، راوغورځول، او د ټوک ټوک کولو له پاره یې بېرته راښکته شوم.
مکارې ښځې ته مې وویل:

څه دې وکړل، بې شرمې؟!

ـ توبه توبه، ما خو هیڅ هم نه دي کړي.

ـ ما خو له پاسه ستا ټولې کړنې ولېدې، ولې؟

ـ وای مخلوقه! پر ما تهمت پورې کوي، لۀ ما خس اخلي!

شرمېدلو چېغو یې نور لرګي ماتوونکي هم راخبر کړل، د غرۀ ناظرینو دوربینونه راواچول. شاوخوا نارې سورې شوې، دا کوم ظالم یې چې له تور سرو لرګي اخلي، نه شرمیږې!

زه په سپیناوي پیښمانه شوم، ورغبرګه مې کړه، ګپ لګوم خورې، هن له مانه دا څو سټکي زیات دي، دروایې خله، ښځه چپ شوه او ما د تهمت له ویرې نیم وری لرګي کورته بار یوړل.

3 thoughts on “مکاره ښځه | لېکوال:م امین امین ”
  1. په دې لیکنه کې د افغان نارینه وو یو اړخیز منفي ذهنیت ښه جوتېږي.
    نارینه که هر بد کړي وي پروا نه لري حتي لیکوال صاحب ته هم مهمه نه ده چې هغه په کومه خوا لاړ، هغه نه فاسق دی او نه زناکار
    هیڅ بده کلمه ورته نه ده کارول شوې خو ښځه مکاره ده باید جنا عالي ورڅخه تحقیق وکړي چې ولې یې دا کار کړی نارینه دې سپین باز ګرځي
    زرلښت

  2. مکارې ښځې ته مې وویل:”
    څه دې وکړل، بې شرمې؟”!

    Any one who happen to read this article including ” Zarlasht “, please accept my apology in behalf of all males.

    1. دا لیکنه یو ښه حقیقت په ګوته کوي چې محترمې زرلښت ورته اشاره کړې ده. تاند هم په همدې نیت خپره کړه چې ګوندي عکس العمل به ولري او له ښه مرغه داسې خلک شته چې فکر لري او ورپام کېږي یې.

ځواب ورکول A. Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *