ایمل ولي

ایمل ولي –

د یو سلو او شپږ اتیا زده محصلانو د وروستۍ ازموینې پرچې مې مخې ته د یوه انبار په څیر پرتې وې. یوه یوه مې مخ پر څټ د دې لپاره لوستله چې د هر محصل نومرې ور مالومې کړم. په لومړي سر کې خوشحاله وم، په زړه کې به مې وویل; اوس خو هغه وختونه نه دي چې د الکین څیراغ مخې ته به تر سهاره کښیناستم، سترګې به مې لوګي تکې سرې کړي وې. اوس خو د خدای فضل دی د اکثره وګړو په کورونو کې که نور نه وي، یوه یوه د لمریزې انرژی تخته نصب ده. د پرچو په منځ کې مې پر یوه داسې لیک سترګې شوې چې ته وا په پښه به يې لیکلی وي.

یوه شیبه غلی شوم، بیا مې له ځانه سره چرت وواهه چې دا محصل به ناروغ وي، لاسونه به يې په لړزه کې وو، بیا راته د پوهنتون د یوه بل استاد کیسه سترګو ته ودریده. د استاد کیسه داسې ده چې “څو تنه زده کړیال راسره په پنځمه موقع (چانس) کې پاتې شوي وو. عریضه يې راباندې کړي وه.

په عریضه کې یې داسې لیکلي وو: په هغه وخت کې چې مو د پنځم چانس ازموینه ورکوله، ذهناً اماده نه و. د دوی ددې ادعا پر مټ د پوهنتون علمي شورا پریکړه وکړه چې د دوی څخه دې بیا ازموینه واحیستل شي. ومې حندل، ومې ویل چې څوک چې تر پنڅم چانس وروسته هم ذهناً نه اماده کیږي، په لومړی چانس کې خو بیحې حق پر جانب دی. خبره مې د محصل کوله.

په سپینه پرچه کې يې په ماتو ګوډو تورو راته لیکلي وو چې “ ایستوذه یا چانس روکه، یا 55 نومرې مه روکوه.” مانا دا چې په دوهمه موقع کې خو زیاتې نومرې حتمي دي، که په دوهمه کې نه وي، په دریمه کې او که په دریمه کې نه وي، په څلورمه او کنه په پنځمه موقع کې خو هسې هم د ذهني اماده کولو فرمول چا نه دی وړی. په مایوسی سره مې پرچه یو لوري ته کړه. یوه پر بلې پسې همداسې د پرچو لوستلو باندې بوحت وم چې ناڅاپه مې یو ځل بیا په ورته ډول پرچې سترګې ولګیدې.

دا ځل يې راته په پاړسي ژبه لیکلي دي چې: “ استاد محترم، ګر چه سوالات شما مطابق قانون تحصیلات عالي نیسته، ما هم چیزې نوشته کده نمیتانم. چراکې تمام استادان باید سوالات این طور جور بکونه کې حصه اولش صحیح وغلط باشه، دومېش خانه خالي، سوم شه چهار جوابه و چهارمشه مېچنګ. این کې سوالات شما اکثراً تشریحي استه، من ذهناً بر این قسم سوالات اماده نیستم.” د بالښت یو اړخ ته مې ډډه ولګوله. یو څو غوړپه مې د چایو د پیالې څخه ژر ژر تر ستوني تیر کړل. هیڅ نه پوهیدم چې څه وکړم، څه ووایم، بس له ځانه سره په خبرو شوم. دا به ضرور ناکاموم، دا به ضرور ناکاموم. غږ مې دومره لوړ شو چې په کوټه کې ویده ماشوم په ژړا شو. شیبه وروسته يې مور په څه چل ماشوم سره ویده کړو. کله محصل ګرموم، کله د لوړو زده کړو وزارت.

وزارت پردې ګرموم چې په دا اوسنی سستم کې د استادانو څخه ټول صلاحیتونه احیستل شوي دي. په داسې یو سستم کې چې سوالونه هم د وزارت د لایحې مطابق باید جوړ شي. د سوالونو جوړولو اوسنی سستم چې محصل ورته اشاره کړیده، د بیزو (شادي) په واسطه هم په یوه ازموینه کې تر دیرش سلنه پورې مثبت ځوابونه په نښه شوي و.

اوسنی سستم داسې عیار دی چې محصل باید په کې بریالی شي. داسې یو سستم چې په هغه کې د ولسي جرګې وکیلان د محصلانو لپاره واسطه کوي، داسې یو سستم چې په هغه کې محصلان حتماً د بریا چانس تر لاسه کوي، ټولنې ته به د بې کیفیته کدرونو د وړاندې کولو څخه خالي نه وي. عام ولس د فساده سر ټکوي، نړیوال هم افغانستان په لوړه کچه په فساد تورنوي، د شفافیت نړیواله ټولنه همداسې درواخله. زما په اند د فساد لومړنی منبع همدا تعلیمي ادارې دي. د مکتبونو او پوهنتونونو مطلق اکثریت د فارغولو په ماشینونو بدل شوي دي. زما ښه په یاد دي چې تر شپږم ټولګي پورې به يې زده کړې نه وې بشپړ کړي، د دوولسم ټولګي لپاره به يې د سويې امتحان ورکولو.

د تعقیب وروسته به یو هم نه ناکامیدو، بلکې ټول بریالي کیدل. همدا محصلین د شادي د امتحان (کانکور) له لارې پوهنتونونو ته هم لاره پیدا کړي ده. اوس يې پایله داده چې د پوهنتون په دریم او څلورمو ټولګیو کې املا نه شي لیکلای. دا خبره ډیره کیږي چې د هیواد زیات نفوس ځوانان دي او په ځوانانو باندې اتکا کوي، خو دا اتکا هم موقتي ده. یانې د رايي تر کارونې پورې ده.

که دولت په ریښتیا پر ځوانانو اتکا کوي، نو ورته سم حدمتونه خو دې هم وړاندې کړي. دا نوي محصلان چې ټولنې ته وړاندې کیږي، یا خو به په واسطه ځان په دنده ګماري یا به د بډو په واسطه; چې دا دواړه لارې د فساد زیږولو چینې دي.

One thought on “مکتبونه او پوهنتونونه د زده کړې مرکزونه که د فساد سرچینې؟”
  1. حقیقت خو همدا دی خو په چا یې منې! اوس خو دلته ټول غوږونه کاڼه او سترګې ړندې دي

ځواب ورکول Sharif ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *