تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې رييس جمهوریپال سناتور جان مکین، چې تازه د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته ګرځېدلی، وايي چې د پاکستان له خاورې له وسله والو طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړونو د افغانستان حالات سخته کړي دي.

سناتور جان مکین وویل، د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.

ده تاکید وکاوه«په افغانستان کې د سولې تش په خوله د ملاتړ شعارونه ګټه نه کوي، باید د پاکستان مشران په خپله خاوره کې د یاغي ډلو مرکزونه او پناهځایونه له منځه یوسي.»

د دیکان کرونیکل انلاین خپرونې د راپور له مخې مکین د پاکستان له (ARY News) سره په مرکه کې وویل، پاکستان باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي ځکه دا شبکه د یو شمېر امریکایانو او افغانانو په وژلو کې لاس لري او په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

مکین او درو نورو امریکايي سناتورانو لینزي ګراهام، جو ډونلي او بین ساسي د تېرې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو چارواکو سره وکتل او وروسته د پاکستان د پوځ په هیلي کوپتر کې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته بېول شول چې په سیمه کې د طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په اړه وضعیت له نژدې وګوري خو مکین یوه ورځ وروسته (جولای ۴) په کابل کې وویل چې له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

سناتور مکین په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو د پرېښودو په باب د ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ، ویې ویل چې باید په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پناهځایونه له منځه یووړل شي.

2 thoughts on “مکین: تر څو چې طالبانو ته له پاکستان پوځي او مالي مرستې رسېږي، دا ډله نه شي ځپل کېدای”
  1. موږ خو همدا لس کاله همدا چیغي وهو چي تروریستان په پاکستان کښي دي او هلته یې چاره وکړي نو تاسو خو هره ورځ پاکستان ته پوځي کمکونه ورکوي ولي؟

  2. زما په آند دا کومه نوی خبره نده بلکه د زلمی خلیلزاد په کتاب*استازی* کی هم په 2005 کلونو کی د امریکا د وقت لوړپوری چارواکو او په خپله خلیلزاد په دی ټینګار کوولو چه پاکستان باید د ټرهګری د ګروپونو څخه لاس واخلی او به صداقت سره د ټرهګری سر مبارزه وکړی او د پاکستان د وخت مشرانو دا خبره په وار وار سره رده وله چه مونږ ورسره شریک نه یو او زمونږ مبارزه صادقانه ده. د خلیلزاد خبر زه بیا هم دلته تاییدوم چه باید پاکستان د شمالی کوریا په شان یواځی پاتی شی. مننه

ځواب ورکول نجیب الله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *