د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار د شپې لخوا د روښانه کولو او د ورځې لخوا په دغه ښار کې د کاروباریانو لپاره د یو سلو دیارلس زره شپږ پنځوس امریکایي ډالرو په مالي لګښت د لمریز برېشنا د جوړولو چارې نن ( دوشنبه) پیل شوې.

د غه لمریز برېښنا،چې د ښاروالۍ او یو سایډي ادارې به ګډ مالي لګښت د یوې اونۍ په موده کې جوړیږي،د پټۍ د پرانستې په مراسمو کې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني وویل : په داسې حال  کې چې میدان  ښار یو مړ ښار وو،د هټیو،مارکیټونو،سرایونو او نورو کاروباري ځایونو په جوړېدو سره اوس مهال دغه ښار د ژوندي کېدو په حال کې دی .

ده وویل : هر ډول چې کیږي،هڅه به وکړي،په دغه ښار کې کاروباریانو ته بشپړ سهولتونه او اسانتیاوي برابري کړي،ترڅو دوی خپلې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي،چې تر دې وړاندې د دغه ښار لپاره د اوبو بمبو په جوړولو سربیره دادی دوی ته د برېښنا ستونزې د هوارېدو چارې هم پیل شوې،چې په دې سره به د دوی ډیری ستونزې حل شي ،

د میدان ښار ښاروال انجینرمحمود امیري وویل: د لمریزې برېښنا په یاده پروژه یې یو دېرش زره نهه سوه یوویشت امریکایي ډالر د دوی او یو اتیا زره یو سلو پنځه ویشت امریکایي ډالر پرې د یوسایډي ادارې لګښت راغلی .

ده ژمنه وکړه،چې یاده پروژه به په شفاف ډول ترسره کړي او له دغه لارې به وکړای شو،چې میدان ښار په بشپړ ډول رڼا کړو .

عطاالله خوږیاڼی

One thought on “میدانښار به په لمریزه برېښنا روښانه شي”
  1. لمریز خو نارینه صفت دی او برېښنا ښځینه نوم دی. دا نو څنګه دواړه سره یوځای شوي دي؟ بله یې دا چې یو سایډي په نامه خو څه نشته او چې ده هغه یو اېس ای آی ډي یا د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیایي اداره ده چې له انګلیسي مخففاتو څخه وروسته یې بیا د ادارې اصطلاح ته ضرورت هم نشته. نو به ښکته په نورو جملو پسې نه ورښکته کیږم 🙂 خو ویاند صیب دې په خپله املا او انشاء ګوتې ووهي زمونږ د سیمې نوم ورپورې دی.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *