تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د خیبر پښتونخوا د ایالتي پارلمان اغړی میرکلام وزیر وايي، د پي ټي ایم لخوا وړاندیز شوې پښتون قومي جرګه به له حکومت سره د پښتنو ستونزې حل کړې.
میر کلام وزیر وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې جرګې وړاندیز ډیر پخوا کړی و او په دې اړه یې خپله کورنۍ دنده هم پوره کړې ده چې د ژمي په تېرېدو سره به سمدواره پرې اقدامات هم صورت ونیسي.
نوموړی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا چې کومه جرګه رابلل کېږي،دا کار باید ډیر پخوا شوی وای، تر څو د پښتنو د وژنو مخنیوی شوی وای: (( د پښتنو په جرګه کې به سیاستوال، کسبګر، محصلین، کارګر او نور ګڼ لوري ناست وي تر څو د خپلو حقونوترلاسه کولو مبارزه چټکه کړای شي.))
نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې په حقه بللې دي او وايي، دا غورځنګ یوازې په زوره د نادرکه کړای شویو پښتنو په اړه له حکومت څخه غواړي چې داسې کسان محکمې ته ورکړي.
میرکلام وزیر زیاته کړې، کله چې دوی د پښتنود حقونو خبره کوي دا معنا نه لري چې دوی په شاوخوا قومونو کې نفاق اچوي، بلکې خپلو خلکو ته ژوند غواړي.
میرکلام وزیر په داسې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د قومي جرګې رابللو خبره کوي چې پي ټي ایم لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پښتنو ته سلامونه وایم۰
دا وخت تر هر وخت زیات ضرورت دی چه سره یو شو۰
د پنجاب د ظلمونو وژنو نه خپل قوم خلاس کړو۰
لر او بر پشتانه باید لاسونه سره یو کړو۰
تل دی وی د پشتنو یووالی