د دې مطلب تر لیکلو مخکې مې هڅه وکړه له دینی پلوه دا خبره معلومه کړم چې د امیندوارو میرمنو او هغو میندو لپاره چې ماشوم ته شیدې ورکوي د روژې حکم څه دی. د شیعه او سني فقې په بیلابیلو منابعو کې دغه خبره مشترکه وه چې که روزه د مور او ماشوم صحت ته تاوان رسوي او دويی باید روژه ونه نیسي. له دې زیات زه پر دینې مسلو بحث نه کوم او دا خبره دیني عالمانو ته پریږدم خو د یوه ډاکټر په توګه دغه خبره دلته ثابتول غواړم چې روژه د مور او ماشوم صحت ته  سل په سلو کې تاوان رسوي.

دا چې ډیری کسان وايي روژه نیول صحت ته ګټه لري دا بیل بحث دی خو هیڅکله دا خبره د جنین، ماشوم او امیندوارې مور لپاره سمه نه ده.

کله چې یوه میرمن امیندواره کیږي تر عادي حالته زیاتو او ګټورو خوړو ته اړتیا لري، ښايي ځینې کسان دا ووايي چې له روژه ماتي وروسته مور کولی شي خپل خواړه پوره کړي، دا خبره له طبی نظره د منلو نه ده ځکه په تدریجي ډول بدن خوړو ته اړتیا لري او کله چې به یوځای یوه مور ډیر خواړه خوري ګټه یې ډیره ماشوم ته نه رسیږي او ماشوم چې کوم ویټامینونه او پروټینونه د مور له شیدو او یا د مور په نس کې د وینې له لارې ترلاسه کوي باید په تدریجي ډول ور ورسیږي.

ښه خواړه د ډیرخوراک په معنا نه وي، بلکې مور د شیدو ورکولو په وخت ایوډین، کلسیم، ویټامین سي، ویټامین اي، او مینرالونو ته اړتیا لري. دغه خوراکي توکي له متنوع خوړو ترلاسه کیداي شي دا نه چې په روژه ماتې کې خیټه ډکه او سړی موړ شي نو بدن ته د اړتیا وړ مواد رسیداي شي دغه ډول خواړه تر ګټې زیات د مور صحت ته هم تاوان رسوي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مور په نس کې د ماشوم او د هغه ماشوم چې شیدې خوري د مازغو جوړښت بشپړ شوي نه وي، حتي  تر اتلس کلنۍ پورې د مازغو وده دوام لري. وروستۍ برخه چې په اتلس کلنۍ کې وده کوي هغه د مازغو مخکنینۍ برخه ده چې فورانټل بلل کیږي. دا هغه برخه ده چې د انسان د منطق او تحلیل مرکزونه پکې دي. له همدې امله په ډیرو هیوادونو کې تر اتلس کلنۍ مخکې یو هلک یا نجلۍ خپل اختیار نه لري. ډریوري نه شي کولی، ځانته بانکي حساب نه شي جوړولی او په دوکانونو کې سیګریټ او شراب نه شي اخیستلی. ځکه په دغه عمر کې د منطق او تحلیل کولو وړتیا کمه وي.

هدف مې دا دی چې تر اتلس کلنۍ پورې هلک او نجلۍ د ښې ودې لپاره ښو او متنوع خوړو ته اړتیا لري. په تیره بیا د مور په نس کې او د شیدو ورکولو په وخت دا خبره ډیره مهمه ده.

کله چې یوه مور ماشوم ته شیدې ورکوي او یا هم  په نس کې ماشوم ولري تر ټولو زیات څښاک ته اړتیا لري دغه څښاک په روژې کې نه شي پوره کیداي. په تیره بیا هغه میندې چې ورسره د کور کارونه کوي او د نورو ماشومانو پالنه هم ورله غاړې وي هیڅکله باید روژه ونه ونیسي. د کم څښاک له امله په بدن کې زهري مواد زیاتیږي او دغه زهري مواد په مور او ماشوم ناسمه اغیزه کوي او حتي په حاملګۍ کې د جنین د سقط سبب کیداي شي.

په ناروې کې د مصر یو دیني عالم دی له هغه سره مې په دې هکله خبرې کولي چې په قران کې داسې کوم ایت شته که نه؟ ده وویل: په قران کې داسې کوم خاص ایت د دې مسلې لپاره نه شته خو ډیر داسې حدیثونه او نورې منابعې شته چې وايي کله چې عبادت او روژه دویم کس ته او یا ستا خپل صحت ته تاوان رسوي نو باید ونه ونیول شي. مور او پلار د دغه ماشوم مسولیت لري د خپل عبادت لپاره ولې باید دیوه کس راتلونکې خرابه کړو.

پر دې سربیره له فزیکي پلوه مور د حمل په مهال په یو وخت د ډیرو خوړو توان نه لري او باید د اړتیا وړ کالوري له کمو کمو خوړو ترلاسه کړي. یوه مور که شیدې ورکوي او یا په نس کې ماشوم لري تر نورو میرمنو درې سوه اضافي کالورۍ ته اړتیا لري. دغه کالوري ورته روژه ماتی او پیشلمی نه شي پوره کولی.

بله دا چې کله چې مور د اوږدې مودې لپاره خواړه تر لاسه نه کړي بدن یو څو ساعته انرژي له هغو خوږو پوره کوي چې په ځیګر او نورو برخو کې زیرمه شوي وي له هغه وروسته بدن پروتین او غوړ تجزیه کوي او د انرژۍ لپاره ترې ګټه پورته کوي. په دغسې یو حالت کې د مور په نس کې ماشوم د پروتین له کمي سره مخامخ کیږي.

څیړنو دا خبره ثابته کړې ده چې کله مور ناسمه تغذیه ولري ماشوم ېې په لوینې کې د شکرې، لوړ فشار، رواني ستونزو او نورو ډول ډول ناروغیو سره مخامخ شوي دي.

په افغانستان کې په ډیرو طبي ماخذونو او کتابونو کې لولو چې د انسان مازغه د امیندوارۍ په لومړیو اتو اونیو کې وده کوي، په داسې حال کې چې اوس دا خبره ثابته شوې چې دغه وده لکه چې مخکې مې وویل تر اتلس کلنۍ پورې دوام کوي، البته په لومړیو اتو اونیو کې د مازغو اصلي برخې بشبړیږي ځکه خو د امیندوارۍ دغه اته اونۍ ډیرې مهمې دي نو که غواړئ ذهین ماشومان ولرئ او داسې ماشومان چې له رواني ناروغیو لرې وي نو میندو ته سپارښتنه وکړئ چې ښه خواړه وخوري او روژه ونه ونیسي.

په ټولې نړۍ کې به  داسې ډاکټر پیدا نه کړاي شئ چې ووايي روژه هغو میندو ته  چې شیدې ورکوي او یا امیندواره دي تاوان نه رسوي. دا خبره سل په سلو کې ثابته شوې او تقریبا په ټولو اسلامي هیوادونو کې ورته پام کیږي نو د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره د میندو روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ. که چیرې په کلي -کور کې کوم ملا درته ووايي چې روژه واجب ده او باید ونیول شي نن سبا هر څه په اسانه پیدا کیدي شي او دغه خبره له دیني نظره هم ثابتولی شي چې د روژې خوړل هغو میندو ته چې شیدې ورکوي او یا امیندواري وي روا ده.

One thought on “میندو ته د روژې په اړه طبي مشورې | ډاکټرسباوون”

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *